انځور: ICRC

سور صليب: افغانستان کې ماينونه او ناچاودي مهمات هر کال د زرګونو خلکو ژوند ګواښي

اطلاعات روز: د سره صليب نړيواله کمېټه وايي، چې په افغانستان کې ماينونه او ناچاودي مهمات هر کال د زرګونو خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.

دې کمېټې نن (چهارشنبه، ۱۰ د کب) د ماين د قرباني يو عکس خپور کړی او په ټويټ کې يې ليکلي، چې ۳۱ کلن حسرت الله په ۲۰۱۱ کال کې خپلې دواړې پښې د ماين له وجې وبايللې، خو د ده لپاره تسليمېدل يو انتخاب نه و.

د سره صليب په وينا، حسرت الله اوس مهال د بدخشان په مرکز فيض اباد کې د دې کمېټې د ويلچرباسکیټبال لوبډلې غړی دی.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې د څو لسيزو جګړې له امله دا هيواد په نړۍ کې له هغو هيوادونو څخه دی چې ډېره زياته ځمکه يې په چاودېدونکو توکو لړلې ده.

دا دفتر وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د چاودېدونکو توکو د شنډولو، ماينونو د پاکولو، د خطر په اړه د زده کړې او د پاتې شونو د ملاتړ لپاره ۱۸.۳ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.

ويل کېږي چې د افغانستان ۶۰۶ کيلومټره مربع خاوره په ماينونو او چاودېدونکو توکو ککړه ده.