ننکرهار کې خبریالان: د طالبانو له لوري د رسنیو لپاره د قانون نشتون له کړاو سره مخ کړي یو

اطلاعات روز: ننګرهار کې خبریالان شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو د حکومت اتلس میاشتې پوره کیږي خو تراوسه یې د نورو قوانینو سربیره د رسنیو لپاره هم د قانون په جوړیدو نه دي بریالي شوي.

ننګرهار کې د یوې خصوصي راډیو سمیه ییز خبریال قدرت الله میاخیل وایي، دطالبانو له لوري د رسنیو لپاره د مشخص قانون نشتون په کاري برخه کې خبریالان له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې د رسنیو قانون دې ژر جوړ او توشیح کړي.

میاخیل زیاتوي: «د طالبانو حکومت چې راغلی تراوسه یې د رسنیو لپاره قانون نه دی جوړ کړی، چې له امله یې مونږ هم حیران یو چې کوم څه په نوي قانون کې شته او کوم منع دي که چیرې د رسنیو لپاره قانون جوړ نشي نو زیاتې ستونزې به خبریالانو ته په کاري برخه کې پیدا کړي.»

په همدې حال کې د رسینو مسوولین هم وایي، چې خبریالان یې په کاري ساحه کې خوندي نه دي، چې اوس مهال افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او آن په کاري ساحه کې هم د خوندیتوب احساس نه کوي.

د اتل ستانکزي په نامه د یوې خصوصي رسنۍ مسوول وایي، چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره یې خبریالان په کاري ساحه کې د طالبانو له لوري ګواښل شوي او حتا د مرګ اخطارونه هم ورکړل شوي دي.

نوموړی د یادې ستونزې اصلي لامل د رسنیو لپاره د قانون نشتون او د طالب سرتیرو د خبریالانو سره نه بلدتیا بولي.

ستانکزی زیاتوي: «ډیر کله خبریالان په کاري ساحه کې د طالب سرتیرو له لوري په یو او بل نامه ګواښل کیږي او له همدې امله زیاتره خبریالان په کاري ساحه کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي.»

نوموړی ټینګار کوي چې باید د دوی د ستونزو د ارزونې په اړه لازیاتې ناستې ترسره شي او له مسوولو بنسټونو سره د دغو ننګونو د له منځه وړلو لپاره خبرې وشي.

په ورته مهال د افغانستان په ختیځ کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسوول یوسف ظریفي هم مني، چې اوس مهال افغان خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او آن په کاري ساحه کې هم خوندي نه دي.

بلخوا د طالبانو اطلاعاتو فرهنګ وزارت چارواکي د رسنیو «نوي قانون» د جوړیدو خبر ورکوي او وایي، ژر به توشیح شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال مهاجر فراهي وایي، چې وزارت یې د رسنیو «نوی قانون» جوړ کړی.

نوموړي زیاته کړه، چې یاد شوی «قانون» یې لوړ پوړو طالب مشرانو ته د توشیح لپاره لیږلی او ژر به د رسنیو په واک کې هم ورکړل شي.

هغه وایي د طالبانو حکومت له رسنیو څخه اسلامي ارزښتونو، افغاني کولتور او ملي ګټو ته درناوی غواړي.

نوموړی په ننګرهار او نورو ولایتونو کې د طالب سرتیرو او چارواکو له لوري خبریالانو ته د ستونزو جوړول تایید کړل.

د رسنیو لپاره د نوي قانون د جوړیدو خبره داسې مهال کیږي، چې موده وړاندې د طالبانو حکومت د لنډ وخت لپاره د رسنیو د مخکیني قانون د نافذولو اعلان کړی و.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو او محدودیتونو سره مخ شوي چې د دغو محدودیتونو او ستونزو له امله ګڼ شمېر رسنۍ تړل شوي او سلګونه خبریالان وزګار او یا هم له هېواده وتلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته