انځور: : via Grid.news

د کډوالۍ ماته کښتۍ؛ د مرګ پر لاره تګ او د اوبو پرمخ د ژوند پای

د یکشنبې سهار (د کب ۷مه/ د فبروي ۲۶مه) د اروپا «د استکاتو دی‌کورتو» سیند د ایټالیا په «کالابریا» سیمه کې د پناه غوښتونکو د ډوبې شوې کښتۍ پاتې شوني د بحر غاړې ته راوړي. د پېښې په لومړیو ساعتونو کې د نړۍ نوموتو رسنیو د کښتۍ د ماتېدو او غرقېدو خبرونه خپل سرلیکونه کړل. دې کښتۍ کې لسګونه افغانان، ایرانيان، عراقیان او د پاکستاني پناه غوښتونکي سپاره وو. له دې سره یو ځل بیا د نړۍ ټول خلک د غیر قانوني کډوالۍ له یوې بلې ترخې غمیزې خبر شول. هغه غمیزه چې هره شېبه او ساعت یې غم لا په زیاتېدو دی.

تر ټولو کوچنی مساپر

د پېښې په سیمه کې د ایټالیا سمندري ځواکونو د ماتې کښتۍ له پاتې شونو سره لسګونه جسدونه وموندل، په دې منځ د کښتۍ د تر ټولو کوچني مساپر جسد هم وموندل شو.

له پلټونو وروسته روښانه شوه چې دا کوچنی جسد د اتلس میاشتني افغان ماشوم حسیب دی. حسیب د ذبیح‌الله تیموري له درېیو هغو زامنو څخه یو دی چې په دې کښتۍ ورسره سپاره وو. د نوموړي جسد د خپلو خپلوانو لخوا پېژندل شوی دی.

تیموري

افغان عکاس او یوټیوبر ذبیح الله تیموري هم د ډوب شویو کسانو په ډله کې دی. نوموړی ۳۰ کاله وړاندې د کورنۍ جګړو پر مهال د کندز ولایت په یوه لېرې سیمه کې زېږېدلی و.

هغه مهال هم ډېری افغانانو هڅه کوله وطن پرېږدي، خو د ذبیح‌الله کورنۍ په افغانستان کې پاتې شوه. دوی د ژوند او کار لپاره مټې را بډ وهلې. د کډوالۍ هڅې د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال هم ګړندۍ شوې، خو کله چې طالبان په ۲۰۰۱زېږدیز کال کې مات شول، د تیموري کورنۍ هم د نورو افغانانو غوندې فرصت وموند چې پر ښه ژوند فکر وکړي او هغه ته د رسېدو لپاره خپله ملا وتړي. په تېرو شلو کالو کې د ذبیح‌الله پلارنی ولایت کندز، د افغانستان یو له تر ټولو ډېر نا امنه ولایتونو څخه و. دوه ځله د افغان ملي ځواکونو له واکه ووت، خو ذبیح الله له دې ناخوالو سره جوړ جاړی ونه کړ او ښوونځی یې د کورنۍ په ملتیا پای ته ورساوه. په کابل پوهنتون کې یې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی چې د ډېری زده‌کړیالانو د خوښې پوهنځی و، ولوست. هغه هیله لرله چې یوه ورځ به له دې لارې خپله او د نورو افغانانو پر راتلونکي د ښه اثر ثمره وویني، خو د افغانستان د امنیتي وضعیت له خرابوالي سره یې دا هیلې وبایللې.

د کالابریا په سواحلو کې د کښتۍ د ډوبیدو ډیری قربانیان افغانان دي. انځور: AP Photo/Valeria Ferraro

د ژوند په هیله له مرګونې څلور لارې تېرېدل

ذبیح الله له خپلې کورنۍ سره په ۱۳۹۸لمریز کال کې ایران ته قاچاقي ولاړ. په ایران کې یې هم ژوند هغسې ونه لید، چې تیموري غوښت. وروسته یې یو ځل بیا له کورنۍ سره په ګډه د زرګونو نورو غیر قانوني کډوالو په څېر د کډوالۍ پېټی په شا کړ او د ډېرو پېسو په بدل کې په لوړو ژورو لارو چې «مرګ‌څلورلاره» یې هم بولي، د ترکیې هېواد پر لور روان شو. په دې اوږده لاره کې یې د کاروان ډېری ملګرو ان ژوند وبایلود، خو د تیموري کورنۍ تر ترکیې روغه ورسیده. وروسته تیموري په ترکیه کې سختو کارونو ته ملا وتړله.

خو په په ترکیه کې هم د ګرانۍ او کړکیچونو حالاتو له کبله ژوند ډېر ستونزمن شو. د تیموري یو نږدې خپل د هغه په اړه وايي: « هغه هیڅکله له ژونده ګیلې نه‌کولې، هر وخت چې به مې د ژوند او روزګار په اړه ترې پوښتل، ویل به یې؛ ښه دی، خو ډېر هم نه. هغه به سخت کار کاوه».

تیموري د درېیو ماشونو پلار و. کشر یې د اتلس میاشتو و، بل یې څلور کلن او درېیم یې شپږ کلن و. د زامنو وروستۍ لوبې، مسکا او خندګانې یې د پلار په «واخان ټي‌وي» نومي یوټیوب چینل کې د تل لپاره یادګار پاتې شوې. د دې افغان نږدې خپلوان وایي، چې تیموري خپلو اولادونو ته د ښه ژوند برابرولو په موخه د کډوالۍ لاره خپله کړې وه، خو ځای ته تر رسېدو وړاندې د سمندر ښامار تر ستونې تېر کړل.

د یکشنبې ورځ وه چې له کډوالو دا ډکه کښتۍ د توپان ښکار شوه او ډېری کډوالو په دې غمیزه کې خپل ژوند بایلود.

د یکشنبې په ورځ، د کډوالو یوه کښتۍ د توپان په پایله کې ډوبه شوه. په دې پېښه کې د دغې بېړۍ ډېری مسافرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اشنا قاچاقبر

ذبیح الله تیموري « په ترکیه کې د پاتې کېدو یا اروپا ته د تګ» په اړه ډېرې ورځې له ځان سره چورت وواهه. په پایله کې، یوه میاشت وړاندې پرېکړه وکړه، چې ترکیه پرېږدي. هغه له ډېرو هڅو وروسته یو قاچاقبر د ترکیې په «ازمیر» کې پیدا کړ. دې کس دوې میاشتې مخکې خپل ټول خپلوان د خپلې کورنۍ په ګډون له ترکیې اروپایي هېوادونو ته، په ځانګړي ډول المان ته رسولي وو. دا نو هغه څه و چې تګ ته یې زړه ور لوی کړ. د دې سفر لپاره یې لوی خطر او ډېرې پیسې یو ځل بیا پر ځان ومنلې. تیموري له خپلوانو د قاچاقبر لپاره ۸۵۰۰ یورو قرض واخیست او له ۲۰۰ نورو کډوالو سره په کښتۍ کې سفر پېل کړ.

د ذبیح‌الله په اړه د هغه یو نږدې خپل وایي، « ذبیح الله له هماغه قاچاقبر سره چې مخکې یې زموږ ټول خپلوان رسولي وو، په هماغه کښتۍ کې اروپا ته روان شو، خو بس؛ اوبو یې ژوند واخیست…».

د فبروي په ۲۲مه د چهارشنبې ورځ وه چې دوی له ترکیې څخه المان ته روان شول. د یکشنبې په شپه یې له توپانه ناخبرې مېرمنې د بحر په لویو څپو کې له خپلې کورنۍ سره اړیکه ټینګه کړه او پر هغوی یې د ایټالیا کالابریای سمندر ته د رسېدو زېری وکړ، خو شېبه وروسته د سمندر څپو هر څه په بله واړول او هر څه پایته ورسیدل.

اوس دا دی له شپږو ورځو تېرېدو وروسته لا هم د ذبیح‌الله تیموري، د هغه د ۲۸ کلنې مېرمنې، دوو زامنو (شپږ کلن عاکف او څلور کلن عارف) هیڅ درک نشته. د هغه خپلوان چې په تمه وو، المان کې به یې ښه راغلاست ته مخې ته ورځي؛ اوس د ایټالیا د سمندر په څپو او غاړې ته د اوبو راوړیو شیانو په منځ کې د تیموري او کورنۍ په نښو نښانو پسې لالهانده دي.

ماته کښتۍ

د ملګرو ملتونو سازمان او بې‌پولې ډاکټرانو اعلان وکړ چې په دې کښتۍ کې له ۲۰۰ تر ۲۵۰ کډوال سپاره و چې ډېری یې د افغانستان، ایران، پاکستان او عراق هېواد اوسېدونکي وو.

په همدې حال کې د ایټالیا مېشت افغانانونو د انجمن رییس اختیارګل مشرقي‌وال پنج شنبه (مارچ دویمه) بي‌بي‌سي ته وویل، همکاران یې له کښتۍ ژوندي پاتې افغانانو سره چې اوس د ایټالیا په روغتونونو کې بستر دي، معلومه کړې چې په دې وړه کښتۍ کې شاوخوا ۱۳۰ تنه افغانان سپاره وو.

د مشرقي‌وال په خبره؛ ۷۲ افغانانو ژوند بایللی چې په دې منځ کې ۱۴ماشومان او ۳۵ نور یې مېرمنې دي. د سې‌شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ومنله چې په دې کښتۍ کې ۱۹ پاکستاني کډوالو حضور درلود چې دوه یې مړه دي او ۱۷ نور یې ژوندي پاتې شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو، بې‌پولې ډاکټرانو او سره‌صلیب ناظرو مقاماتو اندېښنه ښودلې چې کېدای شي، د مړینې کچه نوره هم لوړه شي.

همدارنګه کالابریا د اور وژنې ډلې قوماندان روبرتو فاسانو د دې کښتۍ په اړه اسوشیټډپرس ته ویلي، «فکر کوم د سمندر شرایطو ته په کتو به ماهیانو اوس ډېری تر ستوني تېر کړي وي، خو بیا هم د ځينو د موندولو لپاره خپله هیله ژوندۍ ساتو».

د ایټالیا د سکای‌نیوز د یو راپور پر اساس؛ د ترکیې په «ازمیر» کې درې تنه هغه کسان چې د دې کډوالو د تګ په چارو او قاچاقبرۍ کې یې لاس درلود، نیول شوي دي.

اروپا ته د اوبو له لارې د کډوالۍ دا چاره څه نوې خبره نه ده. وروستیو کلونو کې ایټالیا د کډوالو لپاره د رسېدو لومړنی تم‌ځای بلل کېږي. کډوال غواړي وروسته بیا له دې لارې د اروپا نورو هېوادونو ته ځانونه ورسوي. د امریکا غږ د یو راپور پر بنسټ؛ یوازې په تېر زېږدیز کال کې شاوخوا ۱۰۵ زره کډوال د همدې سیند له لارې ایټالیا ته رسېدلي دي. په دې ډله کې افغان کډوال دویمه لویه برخه جوړوي چې غواړي په اروپا کې د پناه غوښتنه وکړي. هغه کسان چې نه غواړي په افغانستان کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند وکړي، هر څه په دې لارو په ځان مني، خو ځان تر اروپا رسوي.د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم د بلغاریا هېواد په یوه لارۍ موټر کې د اتلس افغان ځوانانو مړي وموندل شول. دوی له سابندۍ ژوند بایللی و. دا ټولې پېښې او د غیر قانوني کډوالۍ دا ستره څپه په جنګ کې د ښکېلو هېوادونو لکه افغانستان څخه ډېرې زیاتې ناویلې کیسې له ځان سره لري.