اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې یو امریکايي پلاوی به نن (یکشنبه،۱۴ د کب) د ترهګرۍ په اړه د خبرو لپاره اسلام اباد ته ولاړ شي.
ډان نيوز د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې ليکلي، چې له تروريزم سره د همغږې مبارزې سرپرست کريسټوفر لندبرګ له تروريزم سره د مبارزې په خبرو کې د ګډون لپاره د امريکايي پلاوي مشري کوي.
له دې راپور سره سم، ټاکل شوې ده چې دا خبرې د مارچ له شپږمې تر اتمې دوام وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې ويل شوي، چې متحده ايالات او پاکستان به د ګډو تروريستي ګواښونو په اړه چې دواړه هيوادونه ورسره مخ دي خبرې وکړي او د پولو د امنيت او د تروريزم له مالي تأمين سره د مقابلې لپاره به د همکاريو ستراتېژۍ پراخې کړي.
ډان ته ډيپلوماټيکو سرچينو ويلي، چې تېره مياشت په واشنګټن کې د امريکا او پاکستان تر منځ خبرې هم له تروريزم سره پر مبارزې، د تروريزم پر مالي تأمين او د معلوماتو پر شريکولو راټولې وې.
ډان ليکلي، چې متحده ايالات له پاکستانه هيله لري چې د طالبانو تر رژيم لاندې په افغانستان کې د تروريستي ډلو د بيا را منځته کېدو د مخنيوي لپاره د هڅو ملاتړ وکړي.
پاکستان په تېرو ۲۰ کلونو کې هم له تروريزم سره په مبارزه کې د امریکا متحد و، خو د يو شمېر امريکايي چارواکو په وينا د پاکستان دولت دوه ګونی چلند کاوه. دا امريکايي چارواکي د پاکستان له لوري د افغانستان طالبانو ته د پټن ځای ورکولو ته اشاره کوي.
اوس مهال پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې مېشتي تروريستي ډلې دا هيواد ګواښي.
د پاکستان دولت وايي، چې په دې هيواد کې د پاکستاني طالبانو بريدونه زيات شوي دي او دا ډلې خپل بريدونه له افغانستان څخه پلانوي.
په دې وروستيو کې د پاکستان يو لوړپوړی نظامي پلاوی کابل ته راغلی و او له طالبانو سره يې خبرې کړې وې.
پاکستاني رسنۍ ليکي چې طالبانو له پاکستاني چارواکو سره يوه طرحه شريکه کړې چې په هغې کې د پاکستاني طالبانو خالي سلا کول او د هغوی بیرته مېشتول مطرح شوي دي، خو د دې طرحې لګښت بايد د پاکستان دولت ورکړي.