اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنيو راپور ورکړی، چې د پوليسو ځواکونه د دې هيواد د پخواني لومړي وزير عمران خان د نيولو لپاره لاهور کې د هغه میشت ځای ته ورغلي دي.
ايکسپريس ټريبيون د يو شمير سرچينو په وينا راپور ورکړی، چې پخوانی لومړی وزیر د پوليسو پر وړاندې مقاومت کوي.
دې رسنۍ ليکلي، چې پولیس د تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د اوسېدو ځای زمان پارک ته ورغلي، خو دی هلته نه و.
په همدې حال کې د تحريک انصاف ګوند لوړپوړي چارواکي فواد چودري د دې ګوند له ټولو ملاتړو غوښتي چې په لاهور کې دې د عمران خان د اوسېدو له ځایه دباندې راغونډ شي.
ده اخطار ورکړی چې «د عمران خان د نيولو لپاره هر ډول هڅې به په جدي توګه وضعيت خراب کړي.»
ده له پاکستاني دولته د «معقول چلند» د غوښتنې له کولو سره – سره ټينګار کړی چې دا نيونه «غير قانوني» ده.
له بله اړخه، د اسلام اباد پوليسو پر ټويټر د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان کړی چې د محکمې له امر سره سم عمل کوي او «ټول عمليات د لاهور له پوليسو سره په همکارۍ کې پر بشپړېدو دي.»
د اسلام اباد پوليسو ويلي چې له خنډ جوړوونکو سره به د محکمې له امر سره سم چلند وشي.
په اعلاميه کې راغلي: «پوليس به عمران خان تر خپل نظارت لاندې اسلام اباد ته راولي. قانون د ټولو لپاره يو ډول دی.»
تېره اونۍ په اسلام اباد کې يوې محکمې په دې دليل د پاکستان د ګوښه شوي لومړي وزير د نيولو امر ورکړ چې په پرلپسې توګه د قاضي پر وړاندې نه دی حاضر شوی.
عمران خان د دولتي ډاليو په پلورلو او د خپلې شتمنۍ په پټولو تورن دی.
د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند د پاکستان يو له ډېرو لويو ګوندونو څخه دی.