د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي په دې هيواد کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه خپل دويم راپور خپور کړی او ويلي يې دي چې په ۲۰۲۲ جولای مياشت کې د لومړي راپور د خپرولو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو بحران بدتر شوی دی.
د ښاغلي بېنټ دا راپور چې له ۲۰۲۲ جولای مياشتې څخه تر ډسمبر پورې وخت په بر کې نيسي، د تېرې جمعې په ورځ (۱۲ د کب) خپور شوی دی.
په دې راپور کې د ښځو او نجونو، قومي او مذهبي لږکيو د بشري حقونو د وضعيت، د اقتصادي بحران پيغامونو، جبري شړنو،د قانون حاکميت، د رسنيو او بيان د ازادۍ وضعيت، د پخوانيو نظاميانو هدفي وژنو، د ماشومانو د وضعيت، له وسله والو نښتو څخه د را پيدا کېدونکو تاوتريخوالو او نورو په اړه بحث شوی دی.
د ښځو او نجونو د حقونو تروړنه
په دې راپور کې راغلي، چې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د سيسټماټیک نقض او تروړنې پېښې زياتې شوې دي د سولييزو غونډو د جوړولو حق، د بيان ازادي، د ژوند کولو حق او د بد چلند پر وړاندې د خونديتوب په څېر اساسي حقونه د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم تر پښو لاندې کېږي.
دې راپور پارکونو، ورزشي کلبونو، عمومي حمامونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی او همدا راز په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو او په غير دولتي موسېسو کې د ښځو پر کار بنديز ته اشاره کړې ده. راپورچي د ښځو پر وړاندې د طالبانو د پراخ سيسټماټیک تبعيض د پايلو په اړه انديښنه ښودلې ده.
له دې راپور سره سم، په عمومي توګه د ښځو او نجونو د حقونو نقض د تاوتريخوالي او ناوړه ګټه اخيستنې خطر زيات کړی دی او د هغوی پر بدني او رواني روغتيا نه زغمل کېدونکي تاثيرات کړي دي.
د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتريخوالی
بېنټ په خپل راپور کې پر ښځو او نجونو د جنسي ځورونې د زياتېدو په اړه انديښه ښودلې چې د تاوتريخوالي عاملين له سزا معاف دي او د قربانيانو د حق ډېر کم ملاتړ شوی دی.
د ښځو په شمول د بشري حقونو د مدافعينو پر وړاندې د بنديزونو د زياتېدو په اړه هم ويل شوي دي چې هغوی په زياتېدونکې توګه وهل کېږي او نيول کېږي. بېنټ د بېلګې په توګه، د يوې نجلۍ يادونه کړې چې په رڼا ورځ د طالبانو له خوا ونيول شوه او بيا تېری پرې وشو. دې نجلۍ کور ته تر تلو وروسته ځان وژلی دی.
له دې راپور سره سم، له کومه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي دي، په رسنيو کې تر ۲۸۰ د زياتو ماشومانو د «غير طبيعي مرګ» راپور ورکړل شوی دی. په دې منځ کې ۷۵ د قصدي وژنې پېښې دي، ۱۳۰ نورې د جګړو او ځانمرګو بريدونو او تر ۲۰ زياتې يې د کورني تاوتريخوالي پېښې دي. د ۶۰ نورو پېښو په اړه هيڅ نه دي ويل شوي. له دې سره – سره، راپورچي ويلي، چې شونې ده د وژل شويو ښځو او ماشومانو رښتینی شمېر تر هغو پېښو زيات وي چې راپور يې ورکړل شوی دی.
د اقتصادي بحران پايلې
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د خلکو د اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي حقونو په تر لاسه کولو کې د اقتصادي بحران د جدي پايلو په اړه انديښنه ښودلې ده. ده همدا راز ويلي، چې اندېښمن دی چې طالبانو د اوضاع بدتروالي ته د رسيدګۍ په برخه کې د اساسي بشري حقونو د مراعتولو، د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانستلو په شمول هيڅ ډول لازم اقدام نه دی کړی.
ريچارډ بېنټ د عايد راټولولو په برخه کې د طالبانو اقداماتو ته اشاره کړې چې د مخکينيو دوو کلونو په پرتله له ۲۰۲۱ ډسمبر څخه تر ۲۰۲۲ اکتوبر پورې زيات شوي دي. له هغه څه سره سم چې په دې راپور کې راغلي دي، د ۱۴۴ ميليارد عايدو ډېره برخه له ګمرکي مالياتو، د ډبرو سکرو له معدن او د تارياکو پر پلور له ماليې څخه تر لاسه شوې دي. په عين حال کې ويل شوي چې طالبان به له نړيوالې مرستې او همکارۍ پبرته د منابعو په بسيج کولو ونه توانېږي تر څو د افغانستان د خلکو حد اقل اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي حقونه پوره کړي.
په راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست مياشت راهيسې په افغانستان کې ۷۰۰ زره خلکو دندې بايللې دي او تر ۹۰ سلنې زيات خلک د خوراک له نه مصوونيت څخه ځورېږي.
راپور زياته کړې چې د طالبانو د واکمنۍ له وخته تر اوسه، روغتيايي خدماتو ته لاسرسی هم بدتر شوی دی او طالبان هم کله – کله د بشرپالو بنسټونو په کار کې هم لاسوهنه کوي.
قومي او مذهبي لږکۍ
د قومي او مذهبي لږکيو په اړه هم راغلي چې دا لږکي هيڅکله هم له خپلو ټولو بشري حقونو برخمن نه و. ريچارډ بېنټ د شعيه ګانو، سيکانو او صوفيانو په شمول د مذهبي لږکيو پر وړاندې د ګواښونو او فزيکي او لفظي بريدونو د دوام په اړه انديښنه څرګنده کړې.
د دې راپور پر اساس، د ۲۰۲۱ اګست له ۳۰ څخه د ۲۰۲۲ سپټمبر تر ۳۰ پورې د ملکي وګړو پر خلاف ۲۲ بريدونه ثبت شوي دي چې لږ تر لږه ۳۳۴ پکې وژل شوي او ۶۳۱ ژوبل شوي دي. د دې بريدونو له منځه، ۱۶ بريدونه د دریو بريدونو په شمول زدکړييز مرکزونه او په ښکاره توګه هزاره وګړي په نښه کړي دي. د کاج پر ښوونیز مرکز بريد د بېلګې په توګه ياد شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې څنډې ته کړل شوي هويتونه يوازې د پرېکړې نيونې په پروسه کې دخيل نه دي، بلکې په دولتي دندو کې هم کمرنګی حضور لري. راپور موندلې چې د طالبانو د سرپرست حکومت د کابينې له ۳۰ غړو څخه يوازې پنځه تنه يې له غير پښتنو قومونو سره اړه لري او تر منځ يې هيڅ هزاره نشته. له راپور سره سم، «که څه هم دا ډول ټولنيز-سياسي تجريدونه په افغانستان کې نوي نه دي، مګر له بده مرغه د ۲۰۲۱ کال د اګست له مياشتې را پدېخوا وضعيت بدتر شوی دی».
د قانون حاکميت
د قانون د حاکميت په اړه هم ويل شوي چې اوس هم له جدي او پرلپسې ننګونو سره مخ دی. د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د تصويب شوي قانون د نشتون په اړه انديښنه ښودلې. ده د بدني مجازاتو (دُرې) پلي کول د پېژندل شويو نړيوالو نورمونو خلاف ګڼلي او ويلي يې دي چې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر مياشتې له ۱۸مې څخه د سږ کال د جنوري مياشتې تر ۱۵مې پورې طالبانو د ښځو، سړو او ماشومانو په شمول تر ۱۸۰ زيات نفر په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. ده ويلي چې تورن مدافع وکيل ته لاسرسی نه لري او په ځينو پېښو کې تورن هم په يوه ورځ نيول کېږي او هم يې په اړه حکم صادرېږي.
د بيان ازادي او غونډې
د راپور په يوه برخه کې راغلي چې ټولنيزې ازادۍ محدودې شوې دي او د معترضانو خپلسرې نيونې زياتې شوې دي. د بيان د ازادۍ او رسنيو په اړه هم په راپور کې راغلي چې د طالبانو له بيا – بيا ډاډ ورکولو سره – سره په افغانستان کې د رسنيو لرليد او ازادي نوره هم بدتره شوې ده. له دې راپور سره سم، خبريالان په زياتېدونکې توګه د څار، فشار، ګواښ، تاوتريخوالي او نيونې له خطرونو سره مخ دي. د ۲۰۲۱ کال د اګست له مياشتې بيا تر اوسه د رسنيو د ازادۍ ۲۴۵ پېښې ثبت شوې دي چې ۱۳۰ يې نيونې، فزيکي تاوتريخوالی، بد چلند او شکنجه دي. همدا راز په راپور کې راغلي چې په دې موده کې ۴۰ سلنه رسنو خپل فعاليت بند کړی او ۶۰ سلنه خبريالانو خپلې دندې بايللې دي.
امنيت
ريچارډ بېنټ د طالبانو له لوري د پخوانيو نظاميانو د هدفي وژنو او غچ اخيستنو په اړه هم اندېښنه ښودلې او د پخواني حکومت د لسګونو څارنوالانو د قتل د راپورونو په اړه يې هم خبرې کړې دي.
د ده په راپور کې راغلي چې د ملکيانو امنيت اوس هم خوندي نه دی او داسې ښکاري چې د هرې ورځې په تېرېدو بدتر کېږي. ښوونځي، عبادت ځايونه، هوټلونه او ټول غير نظامي ځايونه د بريدونو هدف ګرزي او ملکيان تر ټولو زیات زيان ويني. د راپورچي په وينا، د دې بريدونو اکثر مسووليت په ځانګړې توګه د لږکيو پر خلاف داعش مني.
د ماشومانو وضعيت
راپورچي د دې راپور په يوه برخه کې د ماشومانو په اړه ليکلي چې دوی د رژيم د بدلون له وجې په سخت ډول اغېزمن شوي دي او د ۲۰۲۲ کال له جنوري تر سپټمبر پورې د ماشومانو پر وړاندې د شديد تخلف ۱۸۵۵ پېښې ثبت شوې دي. راپورچي په تېر يوه کال کې د ماشومانو د استخدام او له هغوی د سرتېري په توګه د ناوړه ګټې اخيستنې د کچې له زياتېدو هم پرده پورته کړې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي د خپل راپور په وروستيو کې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نارينهوو، نجونو او هلکانو برابري ومني او هغوی ته دې د زده کړې او کار د حق په شمول ټول اساسي بشري حقونه له کوم تبعيض پرته ورکړي.
بېنټ همدا راز له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو له غړو هيوادونو غوښتي چې د افغانستان وضعيت ته دې په خپلو بهرنيو سياستونو کې پاملرنه وکړي. د ده په وينا، نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او لږکيو بشري حقونو او د خلکو رفاه او د بشري حقونو د نه رعايت له وجې سيمهييزو او نړيوالو پايلو ته پام وکړي.