بلخ کې د مالياتو څو چنده زياتوالی؛ «نه يې د ادا کولو او نه يې هم پر وړاندې د درېدو توان شته»

د وروستيو بدلونونو له کبله د را پيدا شوي اقتصادي بحران پر مهال په بلخ کې د طالبانو له لوري لوړې او بې مخينې کچې مالیو د دوکاندارانو او کسبکارانو اقتصادي وضعيت بدل کړی او دې چارې د هغوی انديښنې راپارولې دي.

په بلخ ولايت کې ځيني دوکانداران د طالبانو تر دويم ځل واکمنېدو وروسته د ماليو پر زياتوالي نيوکه کوي، د دې ډلې سرپرست حکومت په اضافه‌توب تورنوي او وايي، چې اړ دي په راتلونکو ورځو کې څو چنده زيات او ملا ماتوونکي ماليات ورکړي.

د بلخ کسبکاران او دوکانداران وايي، چې د طالبانو مالياتي قوانينو، د دوی د پلور کچې او عايد ته له پام پرته ماليې په بې مخينې توګه څو چنده زياتې کړې دي. دوکانداران وايي چې دوی د طالبانو پر وړاندې د درېدو توان نه لري او اړ دي چې ور يې کړي.

يو دوکاندار اسماعيل تر ډېرې خوارۍ وروسته تيار شو چې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د طالبانو له لوري د ټاکل شويو لوړو ماليو په اړه خبرې وکړي. دا سړی د ماليو زياتوالی د پلور د کمبوت پر مهال غير عادلانه ګڼي.

اسماعيل چې له ښاره لېرې په يوه سیمه کې په دوکاندارۍ اخته دی، وايي چې د طالبانو له لوري د ماليو زياتوالي، دی له پلورنې بې‌زاره کړی دی او وايي، چې له بې‌کارۍ د خلاصون په موخه اړ دی چې همدا وضعيت وزغمي.

اسماعيل وايي، په تېر حکومت کې د دوی پلور ښه و او بازار هم ښه روان و، حکومت د دوی له عايد سره سم ترې ماليه اخيستله؛ خو اوس د پلور کچې ته له پام پرته، د بلخ مستوفيت پر دوی ملا ماتوونکې ماليې لګولې دي.

د اسماعيل په وينا، په تېر نظام کې يې له دریو زرو څخه تر شپږو زرو ماليه ورکوله خو اوس طالبانو يوازې د کال د لومړيو شپږو مياشتو لپاره ۲۳ زره افغانۍ ماليه ټاکلې ده.

اسماعيل زياتوي: «فکر مې کاوه چې طالبان به اسلامي نظام چلوي او موږ به راحت کېږو، خو اوس برعکس کيسه ده؛ ادعا کوي چې نظام يې اسلامي دی خو ماليې يې دومره پورته کړې دي چې موږ يې د ادا کولو وس نه لرو.»

بلخ کې دوکانداران : طالبان ځانونه د اسلام بیرغ پورته کوونکي ګڼي، خو واک ته له رسېدو وروسته یې څو برابره مالیه لوړه کړې ده.

دا دوکانداران وايي، چې دوی د طالبانو پر وړاندې د درېدو توان نه لري او له همدې کبله اړ دي چې ټاکلې اندازه پيسې ورکړې، که څه هم د ده په وينا ښکاره ظلم دی. که داسې ونه کړي نو دوکانونه به يې وتړل شي او په خپله به هم بې‌کاره شي.

ده زياته کړه: «په وړاندې يې د درېدو وس نه لرو. کله چې ماليې ته راځي، له ځان سره عسکر هم راولي. اړ يو هر څومره چې وليکي بايد وريې کړو.»

اسماعيل د دوکاندارانو پر ملاتړ ټينګار کوي او له طالبانو په ځانګړې توګه د بلخ ولايت له مستوفيت څخه غواړي چې د ماليو راټولولو او زياتو ماليو د لګولو په برخه کې دې دوکاندارانو ته پاملرنه کوي.

اسماعيل همدا راز وايي: «اسلامي امارت بايد زموږ ملاتړ وکړي. د ماليې د لوړولو پر ځای بايد له موږ سره وي ځکه په دې شرايطو کې چې خلګ د اخيستنې وس نه لري، موږ نه شو کولای چې لوړې ماليې ادا کړو.»

په همدې حال کې د بلخ ولايت د مرکز مزار شريف ښار يو بل دوکاندار د طالبانو له لوري د ماليو د ټولولو بدتره کيسه کوي او هغوی د ماليې په نوم د باج په ټولولو تورنوي.

حکمت الله واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تر اوسه يوازې درې دورې ماليه ورکړې خو، اوس يې پرېکړه کړې چې ژر تر ژره دوکان وپلوري او خپله پانګه له هيواده دباندې وباسي.

دا سړی وايي، چې د بلخ د مستوفيت کارمندان پرته له دې چې پلور، پانګې او د مياشتې پر مهال د ده د دوکان عوايدو ته پام وکړي، د هرو شپږو مياشتو په مقابل کې يې له ده ۹۰ زره افغانۍ ماليه اخيستې ده. حکمت الله وايي چې د حکومت له لوري د ماليې وضع کول او لګول خپل اصول او قوانين لري چې طالبان ورته هيڅ پام نه کوي.

حکمت الله زياتوي: «په تېرو کلونو کې د مستوفيت کارمندانو د پانګې، عايد او زموږ د پلور تر ارزونې وروسته يوه اندازه ماليه ټاکله. اوس مهال طالبان له محاسبې پرته او په خپل زړه ماليه ليکي.»

دا سړی همدا راز زياتوي: «په اول دور کې چې کله د طالبانو کارمندان له وسلو سره يو ځای راغلل، ۱۲۰ زره افغانۍ ماليه يې وليکله. کله چې مې زيات جنجال ورسره وکړ، بيا يې ۹۰ زره افغانۍ وليکلې. جالبه داده چې د ماليې په اړه تفاهم کوي. دا کار يې ښيي چې د کومو اصولو له مخې مخ ته ځي.»

په همدې حال کې د زياتو مالياتو لګولو تر کسبکارانو او دوکاندارانو ها خوا د خصوصي روغتيايي مرکزونو فعاليت هم له ننګونو سره مخ کړی دی.

په بلخ کې د خصوصي کلينيکونو يو مالي مسوول چې نه غواړي هويت يې په دې راپور کې خپور شي، د طالبانو د ماليې ټولوونکو د ماليات ټولونې د پروسې نورې کيسې کوي.

حبيب (مستعار) په مزار شريف ښار کې د يوه روغتيايي مرکز مالي مسوول د زياتو مالياتو په ځانګړې توګه پر روغتيايي مرکزونو د زياتو لګېدلو مالياتو په اړه وايي، چې دوی اړ دي په خپلو لومړيو دريو کاري مياشتو کې ۲۰۰ زره افغانۍ ماليه ورکړي.

حبيب واييو چې د طالبانو سرپرست حکومت د هر مرکز د هغې ورځې د عايد پر اساس ماليه ټاکي چې دوی ورته مراجعه کړې وي. دی زياتوي: «طالبان يوه کاري ورځ زموږ کلينيک ته راغلل، په هغه مو ناروغان زيات و او هماغه ورځ يې معيار وټاکله، په داسې حال کې چې د هغې ورځې نيم ناروغان په نوره اونۍ کې نه لرو. اوس اړ يو چې هماغه پيسې ورکړو.»

کم عايدات او څو چنده ماليې

د ماليو زياتوالي بد اقتصادي وضعيت او پېښ شوي بحران ته له پام پرته د دوکاندارانو تر څنګ په بلخ کې د اقتصادي چارو د کارپوهانو انديښنې هم را پيدا کړې دي او هغوی د طالبانو له حکومته د ماليې د راټولولو پر بهير د بيا کتنې غوښتونکي دي.

د بلخ ولايت د اقتصاد پوهنځي يو شمېر استادان چې په هيواد کې د حاکم وضعيت له وجې د خپلو نومونو له اخيستلو ډډه کوي، وايي چې حاکم حکومت د مالياتو د راټولولو له روش سره بلد نه دی او همدا چاره د دې سبب شوې ده چې ملا ماتوونکي ماليات ولګوي.

د دې کارپوهانو په باور، مالي اصول او قوانين د پانګې، د بازار د وضعيت او د کسبکارانو د عايد کچې ته په پام سنجول کېږي.

نعمت الله (مستعار) په بلخ کې د اقتصادي چارو يو کارپوه وايي: «طالبان بايد په اوسنيو شرايطو کې له کسبکارانو او دوکاندارانو سره له زغمه کار واخلي، نه دا چې د لوړو مالياتو په لګولو سره له هغوی د کار انګيزه او د هغوی سرمايه ترې واخلي.»

همدا راز په بلخ کې د اقتصادي چارو يو بل کارپوه وايي، چې طالبان د خپلو داخلي عايداتو د لوړولو په هدف پر دوکاندارانو فشار راوړي او دا چاره د دې سبب شوې ده چې هغوی ماليات په پام وړ کچه پورته کړي.

بلخ کې یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونه وايي، چې طالبانو د دغو مرکزونو لپاره د یوې ورځې عاید پر بنسټ کلنۍ مالیه ټاکې ده.

د داخلي عواید زياتوالی

سره له دې چې په بلخ کې د طالبانو له لوري د لوړو مالياتو کچې دوکانداران زړه توري کړي دي خو بل لور ته د دې ولايت په مستوفيت رياست کې مسوولين سږ کال د دې رياست د عايد د زياتوالي خبرې کوي.

د بلخ مستوفي عصمت الله وايي، چې سږ کال د دې ولايت د مستوفيت رياست تر ټاکل شوي هدف ۴۰ ميليونه افغانۍ زياته ماليه ټوله شوې ده. د بلخ ولايت مستوفي وايي، چې سږ کال د دوی لپاره يو ميليارد او ۶۷۲ مليونه افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو اوس مهال د دې ادارې عايدات تر دوه ميليارد افغانۍ زيات شوي دي.

د طالبانو غړی عصمت الله چې تازه په تازه د بلخ ولايت مستوفي ټاکل شوی دی، د ماليو د زياتوالي خبره ردوي او د عايداتو د راټولونې په بهير کې د شفافيت ادعا کوي. دی وايي: «موږ په شفافه او منظمه توګه ماليات راټولوو او د دولت بودیجې ته يې جمع کوو.»

بل لور ته، د بلخ ولايت له مستوفيت رياست څخه يوه باوري سرچينه چې نه غواړي هويت يې په راپور کې ياد شي، وايي چې په پخواني نظام کې د ناسمې درجه بندۍ له وجې ښاروند او دوکانداران فکر کوي چې ماليات د طالبانو تر راتلو وروسته زيات شوي دي.

دا سرچينه وايي، چې په تېر نظام کې د زيات اداري فساد له وجې ډېری سوداګريزو مرکزونو له ماليو ورکولو تېښته کوله او يا به يې هم د رشوت په ورکولو سره تر اصلې ماليې کمه ماليه ورکوله.

دا سرچينه زياتوي: «پخوا فساد و. که به د يوه دوکان ماليه ۲۰ زره افغانۍ وه، څلور زره افغانۍ ورته تمامېدله. خو اوس مهال ټول دوکانداران يو ډول ارزښت لري. هيڅوک نه شي کولای چې له ماليې وتښتي.»

د ماليو زياتوالی يوازينی سردرد نه دی چې په بلخ کې ترې دوکانداران، کسبکاران او روغتيايي مرکزونه شکايت کوي، بلکې لوړې او د ادا کولو تر توان زياتې ماليې يو مشترک درد دی چې د وروستيو مياشتو پر مهال يې په تړاو د هيواد په بېلابېلو ولايتونو کې شکايتونه شوي دي.

که څه هم طالبان په پرلپسې توګه په خپله حکومتولۍ کې د اسلامي ارزښتونو د پلي کولو خبرې کوي، خو د نظام تر بدلون او د خلکو پر برخليک د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته يې په هيواد کې پر ټولو شيانو لوړې ماليې لګولې دي.

د بلخ دوکانداران: «که څوک د طالبانو د مستوفیت ریاست د غوښتنو پر وړاندې ودرېږي، هټۍ یې تړل کېږي.»