انځور: استول شوی

د مارچ اتمه؛ د اعتراضونو ځپل او په غور کې د يوې معترضې ښځې نيول کیدل

اطلاعات روز: د مارچ له اتمې يا هم د ښځو له نړيوالې ورځې سره هممهاله طالبانو د غور ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کې د ښځو يو اعتراض تیت و پرک کړی او يوه اعتراض کوونکې يې له خپل پلار سره يو ځای نيولې.

په غور ولايت کې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې نن (چهارشنبه، ۱۷ د کب) د حبیبې شريفي په نوم یوې معترضې ښځې په يوازې ځان پر ښځو د طالبانو د بنديزونو پر وړاندې اعتراض کړی و.

د سرچينو په وينا، يو شمېر نورې ښځې هم د غور ولايت د مقام په دروازه کې له حبيبې شريفي سره يو ځای شوې، خو يو څو شيبې وروسته طالبانو د ښځو دا اعتراض وپاشه او حبيبه شريفي يې د هغې له پلار سره يو ځای ونيوله.

معترضو ښځو په غور کې د «زده کړو بندول جنايت دی، پر جنايت چوپتيا ذلت دی»، «زده کړه، کار او ټولنيز عدالت زموږ حق دی»، «تبعيض نه» او «زنده باد برابري» شعارونه ورکول.

نن د مارچ له اتمې يا هم د ښځو له نړيوالې ورځې سره برابره ده، د تېرو کلونو پر مهال دا ورځ د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې په مختلفو مراسمو لمانځل کېدله، خو دوه کاله کېږي چې د طالبانو د شتون له وجې دا ورځ نه لمانځل کېږي.

نن ښځو د پلازمينې کابل په شمول په يو شمير ولايتونو کې پر ښځو د طالبانو د بنديزونو پر وړاندې اعتراضونه وکړل. «جنسيتي اپارتايد نه غواړو» او «ډوډۍ، کار، ازادي» د معترضو ښځو شعارونه دي.