د ختیځو ولایتونو ښوونکي: حکومت راسره په کړو ژمنو عمل نه دی کړی

اطلاعات روز: د ختیځو ولایتونو ښوونکو نن (پنج شنبه، ۲ سلواغې) د یوې اعتراضیه ناستې پر مهال پر پوهنې وزارت نیوکه وکړه چې له ښوونکو سره د استوګنې د نمرو د ورکړې او د معاشونو د لوړیدو ژمنې کړې وې، خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.

خیتځ کې د ښوونکو د حق غوښتنې ټولنې مشر عبدالطیف مل شینواری اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ښوونکو د ګمارل کیدو په پروسه هم نیوکې وکړې او وویل، څه ډول چې لازمه په یاده پروسه کې روڼوالی په پام کې نه نیول کیږي.

د شنیواري په وینا، په ننګرهار او د ختیځ په یو شمیر نورو ولایتونو کې چې کوم ښارګوټي چې د ښوونکو لپاره ځانګړي شوي وو، اوسمهال د غصب له ګواښ سره مخ دي.

شینواری زیاتوي: «ښوونکو سره دنمرو د ورکړې ژمنې شوي خو د نورو ولایتونو سربیره په ختیځو ولایتونو او په خاص ډول ولسوالیو کې تراوسه ښوونکو ته نمرې نه دي ورکړل شوي، مونږ د نمرو د ورکړې غوښتنه کوو.»

یو شمیر نور ښوونکي د پوهنې وزارت مسولین په بې پروایي تورنوي او وایي، د دوی ستونزو ته یې په وخت رسیده ګي نه ده کړې، چې له امله یې دوی له کړاو سره مخ دي.

د کونړ ولایت د ښوونکو په نماینده ګۍ سید رقیب اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې له پوهنې وزارت د ښوونکو د تنخواوو د لوړیدو، د نمرو د ورکړې او د تقاعد په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کیدو تر څنګ د ښوونکو د ظرفیت لوړیدو غوښتنه هم وکړه.

هغه زیاته کړه: «مونږ ته باید د تقاعد په برخه کې اسانتیاوې رامڼخته شي او همداراز د کورونو لپاره نمرې راکړل شي که چیرې حکومت زمونږ غوښتنې ونه مني مونږ به مدني حرکتونه پیل کړو.»

بل لور ته د پوهنې وزارت مسولین وایي، د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې ښوونکو ته د نمرو د ویش لړۍ پیل کړې چې دا لړۍ به په نیږدې راتلونکې کې په ختیځو ولایتونو کې هم پیل شي.

د پوهنې وزارت ویاندې نیجیبې ارین اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که چیرې دملکي مامورینو تنخواوې لوړیږي نو ښوونکي به هم له پامه نه غورځول کیږي.

ارین زیاته کړه: «د هیواد په ټولو ولایتونو کې د ښوونکو د نمرو دویش لړۍ پیل شوې او هو ورته ښارګوټي ځانګړي شوي دي او هم مو د ښوونکو د معاشاتو ستونزه له اړونده ادارو سره شریکه کړې.»

د ختیځ د نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې د ښوونکو  کمبود بل هغه ستونزه ده چې، له امله یې زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ولایت د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار په ټولو ښوونځیو کې شاوخوا اووه زره ښوونکو ته اړتيآ لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه