انځور: خواله رسنۍ

د میلیونونو مرستو باوجود پکتیکا او خوست کې سلګونه زلزله ځپلې کورنۍ لاهم بې سرپناه دي

تېر ۲۰۲۲ کال د جون پر ۲۲مه نېټه یوې مرګونې زلزلې په پکتیکا او خوست ولایتونو بېساري مالي او ځاني زیانونه واوړل.

د وروستیو شمېرو له مخې چې یادې زلزلې د پکتیکا ولایت په ګیان، برمل، زیړوک ولسوالیو او د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه، د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې یې ټپیان او تر ۱۱۰۰۰ ډېر کورونه یې تخریب او یا هم په مکمل ډول له منځه یوړل.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ، هند، ترکیې، امریکا، اروپايي ټولنه، سعودي عربستان، بنګلدیش، په کور دننه خیریه بنسټونه او د طالبانو حکومت هغه ادارې او سازمانونه دي چې د پکتیکا او خوست له زلزله ځپلو خلکو سره یې د سرپناه، خوړو، البسې او بېړنیو روغتیايي خدماتو برخه کې همکاري کړې ده، خو د زلزلې قربانیان بیا وايي، په دومره لویه کچه د دوی په نوم شوې مرستې دوی ته نه دي رسېدلې او لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا UNHCR هغه اداره ده، چې برمل کې یې د ۱۰۰۰ کورنیو لپاره د سرپناه برخه کې د کورونو جوړولو چارې پېل کړې وې چې له ډلې یې ۷۵۰ تر جوړېدو وروسته د اوسېدو لپاره ځايي خلکو ته په واک کې ورکړل شوي دي، چې ۶ میلیونه امریکايي ډالره ورته ځانګړي شوي دي، په همدې ولسوالۍ کې ۳۸ د IHH یا ترکیې خیریه بنسټ، ۴۸ د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د کرکټ د ملي لوبغاړي راشد خان له لوري هم ۲۵ کورونه جوړ شوي دي، خو په سیمه کې خلکو ته د اوښتو ځاني زیانونو په پرتله دا شمېر خورا کم دی او سلګونه کورنۍ لاهم سرپناه نه لري او د بېلابېلو ادارو او سازمانونو له لوري په جوړو شویو کمپونو او خېمو کې ژوند کوي.

برمل کې زلزله ځپلو سره د یوه بنست مرسته. انځور: خواله رسنۍ

برمل د زلزله ځپلو له هغو ولسوالیو ګڼل کیږي چې خلکو ته پکې تر ټولو زیات مالي او ځاني زیانونه رسېدلي، د سیمې د اوسېدونکو په وینا چې د دغې ولسوالۍ د یو کلي له ۲۵۰ کسانو څخه یې ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور پکې ټپیان شوي دي.

د برمل ولسوالۍ زلزله ځپلي وايي، هغه مرستې چې د دوی په نوم نړیوالو د طالبانو له حکومت سره کړي نو خلکو ته دې ورکړل شي.

د دې ولسوالۍ اړوند د مرغه سیمې یو اوسېدونکي میرویس اطلاعات روز ته وویل، چې د ولسوالۍ په ځنیو نورو سیمو کې لاهم خلک لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري او د موسېساتو له خوا ورسره کړې مرستې کافي نه بلل کیږي.

هغه وویل: «برمل کې رښتیا هم ډېرو خلکو ته کورونه جوړ شول او ورسره د خوراکي توکو مرستې وشوې، خو ځینې سیمې لاهم تر پامه غورځول شوې دې، لکه د لمن سیمه، نوې اډه سیمه او ځینې نور کلي شته چې هلته سروې نه ده شوې او باید چې ورته ځانګړې پاملرنه وشي.»

که څه هم د برمل له زلزله ځپلو سره یوه اندازه مرستې شوي او د قربانیانو ځینو ستونزو ته رسېدنه هم شوې خو ګیان بیا د پکتیکا هغه ولسوالۍ ده چې د لسګونو کسانو مړینې، سلګونه ټپیانو او د ګڼو مالي زیانونو ور اوښتو سربېره بیا هم ورته د طالبانو حکومت، نړیوالو سازمانونو او داخلي خیریه بنسټونو له لوري څومره چې لازمه ده پام نه دی شوی.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي بیا په شویو مرستو او توپیري چلند نیوکه کوي او وايي، چې دغو مرستو ته په کتو له دوی سره د سرپناه، خوراکي موادو ویش او نورو برخو کې په نشت همکاري شوې ده.

دوی زیاتوي ګیان کې سلګونه کورونه نړیدلي او خلکو په لویه کچه مالي او ځاني زیان لیدلی دی، خو د لارې خرابوالي له امله حکومت، موسېسات او خیریه بنسټونه د دوی ولسوالۍ ته د ورتګ زړه نه ښه کوي.

د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا چې تر اوسه د سویډن کمېټې له لوري ۵۰ کورنیو ته کورونه جوړ شوي او همدا راز ځینې نورو سازمانونو لکه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا هم سرپناوې جوړې شوي، چې مالي زیان ته په کتو خورا کمې دي.

د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکي احمد یار اطلاعات روز سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، چې د ګیان اوسېدونکي نه یوازې د سرپناه برخه کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې د سړې هوا او پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله لسګونه ماشومان په سینه بغل او نورو ناروغیو اخته شوي دي.

پکتیکا کې یو شمیر زلزله ځپلو ته کورنه جوړ شوي خو یو شمیر لاهم سرپناه نه لري. انځور: خواله رسنۍ

هغه غوښتنه وکړه، چې د طالبانو له خوا زلزله ځپلو ته جوړه شوې کمېټه دې په ګیان او برمل کې دقیقه سروې ترسره او له ستونزو سره مخ خلکو ته دې خدمات وړاندې کړي.

احمدیار وايي: «زمونږ د ګیان له خلکو سره په ښکاره د مور او میرې چلند کیږي، له کله راهیسې چې زلزله شوې او مونږ ته تلفات رسیدلي نو، په ډېر کمه اندازه راسره د خوراکي توکو، کورونو او نغدي پیسو برخه کې همکاري شوې، خو له نورو سیمو چې خبریږو هلته بیا په دومره اندازه مرستې شوي چې ځینو یې خرڅلاو ته هم وړې دي، خو زمونږ ماشومان بیا له ډېرو ناروغیو کړیږي.»

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د ولایتي ادارې مسوولین بیا وايي، چې د دغه ولایت ګیان، برمل او زېړوک ولسوالیو زلزله ځپلو ستونزو ته تر ډېره رسېدنه شوې ده.

د دغه ولایت د طالبانو د والي ویاند ثناءالله معصوم له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې په برمل ولسوالۍ کې د سرپنا ځایونه جوړ شوي، خو په خبره یې چې د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکو د سرپناه پر ځای د نغدي پیسو غوښتنه کوله.

نوموړی زیاتوي چې اوس په سیمه کې د زلزله ځپلو سیمو د ځايي خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوي او د هغه په وینا چې له بشري مرستو هیڅ کورنۍ نه ده بې برخې شوې.

معصوم وايي: «مونږ تر ډېره د زلزله ځپلو خلکو لاسنیوی کړی دی، د برمل اوسېدونکو د سرپنا غوښتنه کوله چې تر ډېره ورته د نړیوالو موسېساتو او خپله د حکومت له لوري سرپناوې جوړې شوې، خو د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکو بیا د سرپنا پر ځای د نغدي پیسو غوښتنه کوله او ویل یې چې مونږ خپله ځان ته کورونه جوړو، طبعي ده چې د بشري مرستو برخه کې به ځینې ګیلې لري، که یو څوک درې وارې مرسته واخلي او په څلورم ځل ورته و نه رسیږي نو هغه حتما شکایت کوي.»  

هیره دې نه وي چې د پکتیکا په ګیان او برمل ولسوالیو کې ښوونیز بهیر هم سخت زیان لیدلی دی، د دغه ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې چې د یادې زلزلې له امله ۲۲۵ زده کوونکو ته مرګ، ژوبله اوښتې وه او پر مهال یې د ۷ ښوونځیو په ګډون ۶۶ د ښوونیزو مرکزونو ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.

له پکتیکا ور هاخوا بیا د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې هم ځايي اوسېدونکي د تېرې زلزلې له امله سخت مالي او ځاني زیان لیدلی دی.

په دې ولسوالۍ کې هم سلګونه کورونه نړیدلي او د زلزلې په لومړیو ورځو کې د بېلابېلو ادارو او هیوادونو له خوا د خوست هوايي ډګر له لارې خوراکي او نور توکي ور وړل شوي و، خو ټولې ستونزې پرې نه دي هوارې شوي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو همغږۍ اداره یا «اوچا» د معلوماتو پر اساس چې د تېرې زلزلې له کبله په سپېره ولسوالۍ کې ۴۱۶ کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او د دې دوه برابره نورو زیان لیدلی دی.

د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په سیمه کې د سرپنا سربېره تر ټولو لویه ستونزه چې خلک ورسره مخ دي، پاکو اوبو ته نه لاسرسی دی.

په دغه ولسوالۍ کې د افغان دوبۍ سیمې اوسېدونکي میر بادشاه وايي، پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله تر لسو ډېر ماشومان مړه شوي دي.

هغه د دې ستونزې د هواري لپاره له نړیوالو موسېساتو غوښتنه کوي، چې د څاګانو په ایستلو کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «مونږ د موسېساتو له هغو مرستو مننه کوو، چې د خوراکي توکو برخه کې یې کړي، خو دلته د سرپنا برخه کې ستونزه لرو او بل زه باید تاسو ته ووایم چې دلته مونږ د خوړ له اوبو استفاده کوو او هغه پوره پاکې نه وي او نه پوهېږو چې کومه ناروغي به وه خو زمونږ په افغان دوبۍ سیمه کې ۱۰ ماشومان د نس ناستي له امله مړه شول، نو مونږ ته باید د اوبو نلکې جوړې شي.»

د سپیرې ولسوالۍ خلک وایي، دغلته په افغان دوبۍ کلي کې یو شمیر ماشومان د سرپناه او پاکو اوبو نشتون له امله په ناروغیو اخته شوي.

خو په خوست کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني د خلکو د شکایتونو په ځواب کې وایي، چې بشري مرستې د دوي اړوندو مسوولینو له لوري په عادلانه ډول ویشل شوي او په دې برخه کې یې له ډیر دقت څخه کار اخیستی.

نوموړي وایي، خلک د هغو مرستو د ویش څخه شکایت کوي چې ځینو موسېساتو په خپل سر خلکو ته رسولي او د ټول خلکو رضایت یې نه دی حاصل کړی.

عثماني همداراز زیاتوي، چې خوست کې د زلزله ځپلو د سرپنا لپاره په یوه ښارګوټې کار روان دی چې ۵۰۰ کورونه پکې جوړیږي چې له جملې یې ۲۰۰ کورونه جوړ شوي او د نورو کار دوام لري.

دا چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د طالبانو له خوا د زلزله ځپلو لپاره د مرستو ویش برخه کې ولایتي کمېټې هم جوړې شوې، خو بر علاوه بیا هم زیاتره قربانیان په دومره لویه کچه له شویو مرستو نه دي برخمن شوي.

د تر لاسه شویو معلوماتو له مخې چې لاهم د پکتیکا او خوست ولایتونو کې ۱۰۰ زره زلزله ځپلي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.