د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو له عمومي منشي سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انټونيو ګوتريش سره د افغانستان د وضعيت په اړه خبرې کړې دي.

د ايکسپريس ټريبيون رسنۍ په وينا، په هغې رسنيزې اعلاميې کې چې په ملګرو ملتونو کې د پاکستاني پلاوي له خوا خپره شوې ده، راغلي چې دواړو اړخونو د افغانستان د سولې او ټيکاو پر ارزښت ټينګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د وضعيت په اړه انديښنه ښودلې او ويلي يې دي چې هيواد يې د بشري مرستو د رسولو، د ثبات د زياتولو او د ښځو پر کار او زده کړو د طالبانو د بنديزونو لېرې کولو لپاره هڅې کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازولۍ له رسنيزې اعلاميې سره سم، ګوتريش د اسلامي همکاريو د سازمان د رييس په توګه د پاکستان ستاينه کړې او همدا راز په برياليتوب سره د ۷۷ ډلې (مخ پر ودې هيوادونه) د رياست د پای ته رسولو له وجې يې پاکستان ستايلی دی.

همدارنګه نوموړي د افغان پناه غوښتونکو د څو لسيزې کوربتوب ستاينه هم کړې ده.