انځور: Khovar

د افغانستان وضعیت د امام علي رحمان او د ډله‌ييز امنيتي تړون د سرمنشي د خبرو محوري اړخ

اطلاعات روز: تاجکستاني رسنيو خبر ورکړی چې د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان او د ډله‌ييز امنيت د تړون عمومي منشي اميانقلي تاسماګامبتوف تر منځ د خبرو يوه محوري اړخ د افغانستان د وضعيت په اړه بحث و.

د خاور خبري اژانس په وينا، امام علي رحمان د سياسي همکاريو د زياتوالي پر اړتيا، د ډله‌ييز امنيتي تړون د سازمان د نړيوالو فعاليتونو پر پراختيا، د اغېزناکو نظامي، نظامي – تخنيکي او نظامي – اقتصادي همکاريو پر زياتوالی ټينګار کړی دی.

ده همدا راز له امنيتي ګواښونو او خطرونو لکه تروريزم، افراطيت، د نشيي توکو قاچاق، سايبري جرمونو او د هيوادونو په سطحه سازماني جرمونو سره د مبارزې لپاره د هر اړخيز کار پياوړي کول مهم بللي.

خاور ليکلي، چې امام علي رحمان او ايمانقلي تاسماګامبتوف له شته خطرونو او ګواښونو سره د مبارزې لپاره د ډله‌ييز امنيتي تړون د سازمان ظرفيت لوړول مهم بللي دي.

دې رسنۍ ليکلي، چې په دې خبرو – اترو کې د افغانستان د وضعيت او نورو مهمو نړيوالو او سيمه‌ييزو موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله شوي.

د مرکزي اسيا هيوادونه چې د ډله‌ييز امنيتي تړون غړي دي، د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د نفوذ په اړه اندېښنه لري.

د ډله‌ييز امنيتي تړون د سازمان د ګډو ځواکونو مشر اناتولي سيدوروف په يوه خبري غونډه کې ويلي و، چې په افغانستان کې د داعش جنګياليو شمېر شپږ زره او ۵۰۰ ته رسېدلی او څلور زره يې د تاجکستان پولې ته څېرمه مېشت دي.

د ده په وينا، د مرکزي اسيا د ثبات لپاره تر ټولو مهم ګواښ هغه ګڼې افراطي ډلې دي چې په افغانستان کې موجودې دي.

طالبانو د اناتولي سيدوروف ادعا رد کړې وه او ويلي يې و، چې د افغانستان خاوره د هيڅ هيواد لپاره ګواښ نه ده.