اطلاعات روز: د پروان ولايت په مرکز چاريکار ښار کې يو شمير خياطان وايي، چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر په شفاهي توګه دوی ته ويلي، چې تر دې وروسته د ښځينه جامو د ګنډلو اجازه نه لري.
دوی د طالبانو پر پرېکړه نيوکه کوي او غواړي چې د تېر په څېر خپل کار ته دوام ورکړي.
د حامد په نوم يوه خياط له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د بېکارۍ له امله د ده نارينه ګيراکان کم دي، مګر د ده ډېری عايد د ښځينه جامو له ګنډلو تر لاسه کېږي.
يو بل خياط رومان وايي، چې که د ښځينه جامو ګنډل منع شي، نو کاروبار به يې رکود وکړي.
په پروان کې د طالبانو د والي وياند حکمت الله شميم وايي، چې د نارينه خياطانو له لوري د ښځينه جامو ګنډل نه دي منع شوي، بلکې «د نارينه خياط له لوري د ښځو د اندازې اخيستل منع شوي دي».
طالبانو تر دې وړاندې هم په ځينو ولايتونو کې د نارينهوو له لوري د ښځو د جامو پر ګنډلو بنديز لګولی و.