پاکستان خليلزاد ته: د چا ناغوښتل شوې مشورې ته اړتيا نه لرو

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز بلوچ د افغانستان د سولې په چارو کې د متحده ايالاتو د پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څرګندونو ته په ځواب کې ويلي، چې پاکستان له هغو ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره چې ورسره مخ دی، د چا ناغوښتل شوې مشورې ته اړتيا نه لري.

زلمي خليلزاد د پاکستان د پخواني لومړي وزير د نيولو لپاره د پاکستاني پوليسو اقدام «پر ناسم لوري» يو ګام بللی و او له اوسني کړکېچ څخه د وتلو لپاره يې د ټولټاکنو د کېدو غوښتنه کړې وه.

ده پرلپسې ټويټونو کې ليکلي و، چې پاکستان اوس مهال د سياست، اقتصاد او امنيت له دریو کړکېچونو سره مخ دی او د عمران خان نيونه يوازې دا کړکېچ ژورولای شي.

پاکستان راډيو د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت د وياندې ممتاز بلوچ له قوله لیکلي، چې پاکستان له شته ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره د چا ناغوښتل شوې مشورې ته اړتيا نه لري.

بلوچ ويلي: «پاکستان به د يوه مبارزه کوونکي ملت په توګه له اوسنيو سختو شرايطو په پياوړې توګه راووځي.»