انځور: BBC

ايران ته تللي افغان کډوال ولې په نشو اخته کېږي؟

کندهار کې د سويلي حوزې په کچه د معتادينو په روغتيايي مرکز او زندان کې يوشمېر په نشو روږدي کسان وايي، ايران هيواد ته له کډوالۍ وروسته په نشه‌يي توکو اخته شوي او له هغه وروسته د دې د هيواد حکومت لخوا بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.

که څه هم په دې وروستيو کې طالبانو د هيواد دننه د نشه‌يي توکو د پېر او پلور ترڅنګ د هغو پر استعمال هم بنديز لګولی او د روږدو کسانو د درملنې په موخه لاس په کار شوي خو لاهم د هیواد په داخل او بهر کې ډیری په نشو روږدي کسان د ټولنې پر اوږو بار او د پټو او ښکاره لارو نشه‌یي توکي ترلاسه کوي.

په داسې حال کې چې ايران ته د ورغلو افغان کډوالو شمېر تر پخوا زيات شوی خو، په ورته وخت کې بيا د دې هيواد واکمن حکومت هره ورځ لسګونه افغانان بیرته افغانستان ته شړي چې یو شمیر یې په نشو روږدي وي.

د سويلي حوزې په کچه د معتادينو لوی روغتيایي مرکز کې د کندهار سربېره د هلمند، نيمروز، زابل او ارزګان يو شمېر هغه معتادين ساتل کېږي او درملنه يې روانه ده چې پر نشو د اخته کېدو کیسه يې د افغانستان له ګاونډ ايران څخه پېلېږي.

کندهار کې د سویلي حوزې په کچه د روږدو د درملنې لوی مرکز کې سلګونه په نشو اخته کسان تر درملنې لاندې دي. انځور: اطلاعات روز

د فراه ولايت پنځه دېرش کلن منير احمد يو له هغو افغانانو څخه دی چې ايران ته له کډوالۍ وروسته په نشو روږدی شوی او اوس يې کندهار کې له نشو څخه د خلاصون په پار درملنه روانه ده.

هغه چې په تېر ۲۰۲۲ کال کې د ايران حکومت لخوا تر نيول کېدو وروسته هیواد ته راشړل شوی اطلاعات روز ته وويل، شاوخوا لس کاله وړاندې یې د اقتصادي ستونزو او جلاوطنۍ له غمه مخدره توکو ته مخه کړې.

نوموړی وايي، ايران ته په لکونو افغان کډوال د کارکولو او ښه ژوند لپاره تللي، خو اوس له هغې جملې زياتو کسانو هيروينو، شیشه، ټابليټ k او داسې نورو نشو ته مخه کړې چې درملنه يی ترډېره حده ستونزمنه شوې.

ده زیاته کړه: «په ايران کې د نشه‌يي توکو خرڅلاو ډير  زيات دی، موږ د ايران په يزد ښار کې اوسېدو هلته هره سيمه د خپل ځان لپاره د مخدره توکو د خرڅلاو مرکزونه لري، کله به مو چې زنګ ورته ووهه د پيسو په بدل کې به يې د کور دروازې ته مواد مخدر راوړل.»

هغه له نورو کسانو غوښتنه کوي ترڅو د نشه‌يي توکو ډډه وکړي او خپل ژوند له بربادیو څخه وژغوري.

همدارنګه د دايکندي ولايت اصلي اوسيدونکی سردار حسين علي يو بل افغان کډوالو دی چې په نشه‌يي توکو د روږدېدو کيسه يې د‌ ايران له شيراز ښاره راپېل او کندهار کې د‌ روږدو په همدې روغتيايي مرکز کې پای ته رسيږي.

نوموړی وايي، ايران کې د نشه‌يي توکو ازاد پېر او پلور افغان کډوالو ته د دې زمينه برابره کړې ترڅو بيابيا مخدره توکي راونیسي او پرې معتاد شي.

سردار حسين علي زیاتوي، ايران ته شاوخوا ۶۰سلنه تلونکي افغان کډوال په نشو اخته کېږي او بیا خپل اصلي ژوند ورڅخه هيریږي.

دی وایي: «له ايرانه راغلم غوښتل مي نيمروز کې نشه‌يي توکي واخلم د طالبانو امنيتي ځواکونه راغلل او ټينګ يې کړم وروسته يې کندهار ته د درملنې لپاره دې روغتيايي مرکز ته انتقال کړم.»

کندهار کې د روږدو د درملنې مرکز. انځور: اطلاعات روز

د نعمت الله په نوم په نشه‌يي توکو يو بل روږدی اطلاعات وایي، ايران کې یې له خپلو ملګرو سره يو ځای کلونه وړاندې مخدره توکو ته مخه کړې او پرې معتاد شوی دی.

هغه وايي، د ايران حکومت وروسته له هغه نوموړی له خپلې خاورې افغانستان ته شړلی چې هلته يې درملنه ناممکنه وه.

دی زياتوي: «هغه افغانان چې په ايران کې ژوند کوي اکثريت يې په دغه نشو باندې اخته دي، شاوخوا ۴زره افغانانو په يزد ښار کې نشې کولې زيات شمېر د‌ يزد ښار په محبس کې بنديان شوي وو.»

دغه راز عتیق الله هم ايران کې هغه مهال نشو ته مخه کړې چې درې کال دمخه دې هيواد ته د مزدورۍ په موخه تللی و.

هغه چې اوس کندهار کې د معتادينو په روغتيايي مرکز کې له تېرو څو مياشتو راهيسې تر درملنې لاندې دی اطلاعات روز ته یې وویل، چې د ايران په هر کونج کې د روږدو کسان لپاره نشه‌يي توکي موندل کېږي او ادعا کوي چې ياد هيواد له لوري ورته هیڅ پاملرنه نه کېږي.

دی زیاتوي: «د ايران په کوم ښار کې چې موږ اوسيدو بندر عباس نومېده، هلته هم شاوخوا ۲۰سلنه معتادينو شتون درلود، ژوند مې دلته خراب شو، وروسته لاړم ايران ته هلته مې واده وکړ اوس يو کال کيږي چې ايراني ځواکونو رد مرز کړی يم.»

عتیق الله زياتوي که د معتادينو له مرکز څخه خوشي شي نو د نشه‌يي توکو له پرېښو سره به يو وخت بېرته ايران ته ولاړ شي او د خپلي کورنۍ سره به يو ځای نوی ژوند پېل کړي.

په اعتياد د ککړو افغان کډوال شمیر او ترخې خاطرې پرهمدې ځای نه ختميږي بلکې د دوی په څېر زرګونه نور افغانان د هیواد دننه او بهر په نشو روږدي دي.

طالب مسوولین وایي، د کندهار تخته پل ولسوالۍ کې د معتادینو یو لوی مرکز شتون لري چې د شاوخوا ولسوالیو او ولایتونو څخه ورته روږي کسان را انتقالیږي او درملنه یې ترسره کېږي. انځور: اطلاعات روز

په ورته وخت کې د کندهار د مرکزي محبس لپاره د طالبانو ریيس نعمت الله سراجي بیا وایي، چې اوس مهال د دوی له لوري په دې ولايت کې د شاوخوا ۱۵۰۰ پر نشو د روږدو کسانو درملنه روانه ده چې له هغې جملې نږدې ۳۰۰ د نورو ولايتونو معتادين دي.

نوموړی زياتوي چې د تير يو نيم کال راهيسې يې د لسګونو معتادينو درملنه کړې او خپلې کورنيو ته يې تسليم کړي دي.

د ده په خبره چې له تېرو دوو اونيو راهيسې يې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده په امر سره له نورو ولايتونو کندهار ته د روږدو کسانو د انتقال لړۍ پېل کړې چې له ډلې یې ترټولو زيات د نيمروز ولايت معتادين دي چې شمېر يې ۳زرو تنو ته رسېږي.

سراجي وويل: «له نورو ولايتونو څخه کندهار ته د معتادينو د لېږد لړۍ پېل شوې، د کندهار په تخته پُل ولسوالۍ کې موږ د معتادينو لوی روغتيايي مرکز لرو چې د ۴۰۰۰ کسانو ظرفيت لري، دلته د معتادينو خوراکه او هر څه برابر دي، زموږ سره درې روغتيايي ټيمونه فعاليت کوي او د معتادينو درملنه کوي.»

د کندهار مرکزي محبس مسوول زياتوي، چې مخکې به يې معتادين له درې میاشتنۍ درملنې وروسته خوشې کول خو اوس يې د خوشې کيدو پروسه له اتو څخه بيا تر شپږو مياشتو اوږده کړې ده.