TOPSHOT - A member of the Taliban special forces pushes a journalist (L) covering a demonstration by women protestors outside a school in Kabul on September 30, 2021. (Photo by BULENT KILIC / AFP) (Photo by BULENT KILIC/AFP via Getty Images)

د خبريال ورځ؛ د خبريالانو مرکز: د خبريالانو او رسنيو لپاره د کار فضا په جدي ډول محدوده شوې

اطلاعات روز: د افغانستان د خبريالانو مرکز (AFJC) وايي، چې د افغانستان د خبريالانو پر خلاف د تاوتريخوالي او ګواښ له دوه چنده کېدو سره – سره د خبريالانو او رسنيو لپاره د کار فضا په «ډېر جدي» ډول محدوده شوې ده.

دې مرکز نن (شنبه، ۲۷ د کب) د خبريال د ملي ورځې په مناسبت، د ۱۴۰۱ کال پر مهال په افغانستان کې د خبريالانو او رسنيو د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړی دی.

له دې راپور سره سم، د ۱۴۰۱ کال پر مهال په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو د ازادۍ وضعيت بدتر شوی دی او له دې سره چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله د خبريالانو پء وړاندې د تاوتريخوالي او ګواښ پېښې دوه چنده شوې دي، د خبريالانو او رسنيو لپاره د کار فضا هم په ډېر جدي ډول محدوده شوې ده.

د افغانستان د خبريالانو مرکز ويلي، چې په تېرو ۱۲ مياشتو کې يې ۲۳۷ داسې پېښې ثبت کړي چې د خبريالانو او رسنيو ازادۍ پکې نقض شوې او په دې کې ګواښ، نيونې او تاوتريخجن چلند شاملېږي.

دا پېښې د ۱۴۰۰ کال پر مهال د تاوتريخوالي او رسنيزو ازاديو د نقض د ۱۱۷ پېښو په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د خبريالانو د مرکز له راپور سره سم، که څه هم ۱۴۰۱ کال کې يو خبريال د چاودنې له امله وژل شوی دی، خو په ۱۴۰۰ کال کې د وژل شويو رسنيزو کارکوونکو په پرتله اوس هم د مړينې شمير درې مورده کم دی.

د دې راپور موندنې ښيي په مزار شريف کې د خبريالانو په غونډه کې د چاودنې له پېښې پرته چې د صدای افغان د خبريال حسين نادري په شمول لږ تر لږه دوه خبريالان پکې ووژل شول او ۱۹ نور خبريالان يې ژوبل کړل، د خبريالانو د حقونو د نقض په نورو ټولو پېښو کې د طالبانو افراد يا ادارې په ځانګړې توګه استخبارات لاس لري.

د ۱۴۰۱ کال پر مهال، د افغانستان د خبريالانو د مرکز له لوري په ټولو ثبت شويو پېښو کې ۱۱۳ پېښې ګواښ، يا بد چلند او يا هم د خبريال سپکول دي. د دې پېښو تر نيمايي لږ کمې (۴۵ مورده) په کابل کې ثبت شوي دي.

همدا راز د تېرو ۱۲ مياشتو پر مهال، د فزيکي تاوتريخوالي او يا هم د خبريال د وهلو لږ ترلږه اته پېښې ثبت شوې دي چې له دې پېښو څلور قضيې يې په کابل کې ثبت شوې دي.

په دې موده کې په ۲۱ موردونو کې خبريالان ژوبل شوي دي او په دې لړ کې ۱۹ مورده په مزار او دوه مورده په کابل کې دي.

د ۱۴۰۱ کال پر مهال د خبريالانو د موقتې نيونې لږ تر لږه ۹۴ قضيې ثبت شوې دي چې دا نيونې يو ساعت، يا څو ساعته، يا څو ورځې او ان څو مياشتې وې او په دې لړ کې دوه خبريالان له تېرو دوو مياشتو راهيسې تر اوسه بنديان دي.

په نيول شويو خبريالانو کې يو مرتضی بهبودي دی چې افغانی الاصله فرانسوی دی، بل د هميشه بهار ټلويزیون او راډيو ورزشي خبريال خير الله پرهر دی چې د ۱۴۰۱ کال د مرغومي له منځنيو راهيسې تر اوسه په زندان کې دي.

بهبودي د جدې پر ۱۷مه په کابل کې ونيول شو او پرهر د جدې پر ۱۹مه له جلال اباده د طالبانو استخباراتو کابل ته احضار کړ او ويې نيوه.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز موندنې ښيي چې امنيتي بنسټونه په ځانګړې توګه د طالبانو استخبارات او همدا راز د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په مستقيم او غير مستقيمه توګه، د خبريالانو د نيونې، ګواښنې او ويرونې له لارې د رسنيو او بيان د ازادۍ ځپنې بهير مخته وړي.

د خبريالانو مرکز وايي، چې اوس مهال نه يوازې په ولايتونو بلکې په کابل کې هم اطلاعاتو ته پر لاسرسي د سختو بنديزونو، ګواښونو او د زندان او شکنجې له وېرې د ازادو راپورونو تيارول او خپرول په شدت محدود شوي دي او ځان سانسوري اوج ته رسېدلې ده.

د خبريالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې د رسنيو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانين دې پلي کړي، تر څو د دې قوانينو پر بنسټ د ازادو رسنيو د فعاليت زمينه برابره شي.