انځور: نيويارک ټايمز، ساينه بشير

دارالعلوم حقانيه-اکوړه خټک؛ «د جهاد پوهنتون» او پر طالبانو يې اغېز

و.پ

مولانا سميع الحق چې د طالبانو په پلار هم مشهور دی [۱] د ده پلار مولانا عبد الحق (۱۹۱۲ – ۱۹۸۸) د ۱۹۴۷ ميلادي کال پر مهال د پاکستان په شمال لوېديځ ايالت خبير پښتونخوا په اکوړه خټک سيمه کې د حقانيې مدرسې بنسټ کېښود او دا مدرسه يې حقانيه ونوموله چې په يوه لحاظ ده ته منسوبېږي ځکه د ده نوم هم عبدالحق و. نوموړي څلور کاله د هند په ديوبند مدرسه کې درسونه وويل خو کله چې د پاکستان او هند تر منځ د بېلتون موضوع راپورته شوه، نوموړی اکوړه خټک ته راغی او حقانيه مدرسه يې جوړه کړه چې د پاکستان له ډېرو لومړنيو مدرسو څخه ګڼل کېږي. ښاغلی عبدالحق د اسلامي علومو عالم او په حقانيه مدرسه کې شيخ الحديث و، دی درې دورې د پاکستان په ولسي جرګه کې استازی هم پاتې شوی دی.

تر مولانا عبدالحق وروسته د حقانيه مدرسې چارې د ده زوی مولانا سميع الحق (۱۹۳۷ – ۲۰۱۸) په غاړه واخيستې. دی هم د خپل پلار په څېر يو ديني عالم و، د پاکستان په حکومت کې له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۱ او له ۱۹۹۱ تر ۱۹۹۷ پورې سناتور پاتې شوی. [۲] نوموړي په پاکستان کې د جمعيت علماء اسلام – سين (JUI-S) په نوم ګوند درلود، دا اصلا د جمعيت علماء اسلام له ګونده يو بېل ښاخ دی او داسې ويل کېږي چې مولانا سميع الحق د پاکستان د پوځي واکمن ضياء الحق د پاليسيو ملاتړی و او پر همدې اساس د جمعيت علماء اسلام له ګونده بېل شو او د خپل نوم د لومړني حرف په ور زياتولو يې په همدې نوم بېل ګوند جوړ کړی چې اوس مهال يې مشري د ده زوی مولانا حامد الحق حقاني کوي. دی اوس مهال د مدرسې د چارو مشري هم پر غاړه لري.

له کيڼ اړخه: مولانا عبد الحق (د اکوړه خټک حقانيه بنسټګر)، بيا د هغه زوی مولانا سميع الحق، ورپسې حامد الحق (د مولانا سميع الحق زوی او د اکوړه خټک حقانيه مدرسې اوسنی چلوونکی). انځور: ډان نيوز، ايکسپريس نيوز

د اکوړه خټک حقانيه مدرسه د هند او پاکستان د ډېری مدرسو په څېر درس نظامي تدريسوي او د ديوبندي فکر لرونکې مدرسه ده. د ديوبندي تفکر لومړنۍ ځانګړتيا داده چې د ښځو په اړه ډېر افراطي چلند کوي او باور يې دادی چې ښځې بايد تر کورونو پورې محدودې کړای شي. دا تفکر د ديوبندي ملايانو له لوري په توليد شويو ادبياتو کې په پراخه کچه موندل کېږي. مګر له دې سره – سره حقانيه مدرسه د نورو مدرسو بر خلاف يوه لويه ځانګړتيا دا هم لري چې په افغانستان کې د روسانو پر خلاف د جګړې پر مهال او همدا راز په تېرو شلو کلونو کې د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو په جګړه کې ډېره نږدې ښکېله وه. دې مدرسې په دواړو دورو کې د افغانستان خاورې ته جنګيالي ورکړي او له همدې مدرسې د دواړو دورو د جګړو لپاره د مجاهدينو او طالبانو رهبران راوتلي دي. ښايي همدا وجه وي چې دا مدرسه د «جهاد په پوهنتون» [۳] نومول شوې ده.

د طالبانو د چارو کارپوه رحمان الله يوسفزی وايي، چې د دې مدرسې ډېری شاګردانو په افغانستان کې جګړې کړې دي او ډېری يې اوس هم د پاکستاني او افغانستان د طالبانو په ليکو کې شته دي. دی وايي چې که څه هم د دې مدرسې ټول زده کوونکي جنګ [جهاد] ته نه ځي خو ځينې يې له دې وسله والو ډلو سره يو ځای کېږي او ان د دې ډلې ځينې رهبران د همدې مدرسې فارغين دي او يا يې همدلته زده کړې کړې دي. د ښاغلي يوسفزي په وينا چې دار العلوم حقانيه که څه هم د تروريستانو روزنځای نه دی، خو فارغين او زده کوونکي يې د اوسنيو شاګردانو لپاره ښې بېلګې دي چې هغوی يې پيروي وکړي. همدا راز يوسفزی وايي چې دا مدرسه داسې يو روايت وړاندې کوي چې په پاکستان کې ډېری خلکو ته زړه راښکونکی دی، هغه دا چې اسلام د لوېديځ  له لوري تر بريد لاندې دی.

د اکوړه خټک مدرسې ودانۍ. انځور: نيويارک ټايمز، ساينه بشير

حقانيه مدرسه د ديني علومو د يوه مرکز په توګه خپلو زده کوونکو ته قرآن ور يادوي، اسلامي قانون ورته ښيي، د اسلام د پيغمبر احاديث ورته وايي مګر له دې سره – سره د دې ريښه تر ديوبند پورې رسېږي او ديوبند د نولسمې پېړۍ پر مهال د انګرېزانو پر وړاندې يو غبرګوني غورځنګ و چې د نامسلمانو پر وړاندې د جهاد او مخالفت قوي روحيه لري او همدا روحيه په دې مدرسه کې د تېرو څو لسيزو پر مهال د افغانستان د جګړو له وجې نهايي قوي شوې او دا چې له دې مدرسې د دې جګړو ځينې رهبران راوتلي، د دې مدرسې د زده کوونکو او ادارې پر ټول ذهنيت او حيثيت يې بېل اغېز کړی دی.

په کوين پوهنتون کې د افغانستان او پاکستان د چارو څېړونکی ميکايل سيمپل هم وايي، چې د حقانيې مدرسې اداره، زده کوونکي او فارغين له ګڼو وسله والو ډلو سره اړيکې لري. د ده په اند چې په دې منځ کې نو افغان طالبان تر نورو جنګي ډلو ډېرې ښې اړيکې لري او د مدرسې تنکي او ځوان زده کوونکي ځانته جلبوي. د ده په وينا هغوی د فراغت له غونډو ځان ته جنګيالي داسې جذبوي لکه يو کمپنۍ چې د کاريګرو په لټون پسې راغلې وي. [۴]

د نيويارک ټايمز په وينا چې له حقانيه مدرسې د ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ کلونو پر مهال کوم زده کوونکي فارغ شوي دي، هغوی وايي چې دوی ته دلته پوځي او جګړييزه روزنه نه ده ورکړل شوې البته په مدرسه کې به په ښکاره د جهاد په اړه بحثونه او خبرې کېدلې او زده کوونکي به هڅول کېدل چې په افغانستان کې له بغاوت سره يو ځای شي او [جهاد] وکړي. [۵]

په ۲۰۰۳ کال کې بي بي سي د حقانيه مدرسې له يوې فراغت غونډې راپور ورکړی دی. د بي بي سي خبريال هارون رشيد راپور ورکوي چې دلته ۶۰۰ کسان فارغېږي. دی د دوی له منځه د يوه تنکي افغان کډوال ځوان خبرې رااخلي، هغه وايي چې «زه هيله لرم چې له کفارو سره جګړه وکړم. زه غواړم بيرته ژر ولاړ شم او له امريکايانو سره وجنګېږم، دلته نور هيڅ صبر نشم کولای.» د هارون رشيد په وينا چې د ده پاکستاني ټولګيوال هم عين نظر لري. له هغوی څخه يو وايي چې «زه به مې خپل ژوند جهاد ته وقف کړم. جهاد پر مسلمانانو فرض دی. زه به د اسلام دښمنان وژنم.»

د اکوړه خټک حقانيې مدرسې طالبان تر لمانځه وروسته د خپلې لیلې مخې ته. انځور: نيويارک ټايمز، ساينه بشير

د هارون رشيد له همدې راپور سره سم چې ټوله غونډه د طالبانو د چپه شوي رژيم، اسامه بن لادن او «جهاد» د ملاتړ په شعارونو ډکه وه. ملايان له طالبانو او زده کوونکو غواړي چې تر بل هر شي دې د خپلو عقيدو ساتنې ته پام کوي. د هارون رشيد په وينا چې سميع الحق غونډې ته وويل چې «د خپل دين ساتونکي شئ، تاسو په طبيعي توګه د خپلو دښمنانو لومړنی هدف ياست.»

له طالبانو سره د حقانيې مدرسې نږدې اړيکې پټې نه دي. په همدې غونډه کې هم د ملاعمر پيغام ولوستل شو. سميع الحق په څرګنده توګه د مدرسې فارغين او زده کوونکي جګړې ته هڅوي او ورته وايي چې ستاسو مسووليت «جهاد» دی او دښمن د جګړې په ډګر کې موجود دی او موږ او تاسو ننګوي. د ده په وينا چې اسلام او مسلمانان هيڅکله هم په داسې توګه نه و ننګول شوي. [۶]

مولانا سميع الحق له ملامحمدعمر سره نږدې اړیکې درلودې، هغه يې د پاکستاني ملايانو تر منځ ډېر درناوی کاوه، ملاعمر ته يې د خپلې مدرسې افتخاري اسناد هم ورکړي و. د دوی دواړو تر منځ اړيکې له دې هم څرګندېږي چې احمد رشيد په خپل کتاب «طالبان» کې وايي، چې مولانا سميع الحق وايي چې ملاعمر ماته په خپله زنګ وواهه چې طالبانو ‎په شمال کې د مزار شريف د نيولو په لړ کې ماتې خوړلې او ملاتړ ته اړتيا لري. له ده يې غوښتنه کړې وه چې د مدرسې طالبانو ته اجازه ورکړي چې افغانستان ته ولاړ شي. ده بیا مدرسه تړلې وه او د خيبر پاس له لارې يې طالبانو ته افغانستان ته د تلو زمينه برابره کړې وه او هارون رشيد هم په خپل وړاندې ياد شوي راپور کې وايي چې دې مدرسې ۲۰۰۰ کسان لېږلي وو، چې د افغانستان په شمال کې له طالبانو سره په جګړه کې مرسته وکړي او داسې هم ويل کېږي چې سميع الحق ته د ملا عمر تر ټیليفون کولو وروسته مدرسه په بشپړه توګه رخصت شوې وه او هڅه شوې وه چې د مدرسې زده کوونکي طالبان په افغانستان کې د طالبانو جګړييزې مرستې ته ولېږي.

د مجاهدينو له مشرانو څخه محمد يونس خالص هم په حقانيه مدرسه کې زده کړې کړې دي او همدا راز د حقاني خطرناکې شبکې بنسټګر جلال الدين حقاني هم د دې مدرسې زده کوونکی پاتې شوی دی. د جلال الدين تخلص (حقاني) ښايي همدې مدرسې ته منسوب وي او دا شبکه هم همدې مدرسې ته منسوبېدلای شي. د جلال الدين حقاني زوی، د حقاني شبکې اوسني مشر او د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني هم په همدې مدرسه کې زده کړې کړې دي. د اکوړه خټک د حقانيې مدرسې يوه ملا يوسف شاه له وې او اې ډېوه راډيو سره په خبرو کې ويلي، چې د طالبانو په اوسنۍ کابينه کې شاوخوا اته تنه د دې مدرسې زده کوونکي او يا فارغين تېر شوي دي. [۷]

له همدې او د ځينو نورو سرچينو له معلوماتو سره سم د طالبانو پخوانی مشر اختر منصور، د طالبانو د بهرنيو چارو اوسنی وزير امير خان متقي، د طالبانو د ازموينو د ملي ادارې مشر عبد الباقي حقاني، د طالبانو د عدليې وزير عبد الحکيم حقاني، د مخابراتو سرپرست وزير مولوي نجيب الله حقاني، د حج او اوقافو وزير مولوي نور محمد ثاقب، د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر ملا خير الله خيرخواه، د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور او د کډوالو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني د اکوړه خټک له حقانيه مدرسې فارغ شوي دي او يا يې هم دلته زده کړې کړې دي. د نيويارک ټايمز د مخکيني ياد شوي راپور پر اساس د اکوړه خټک حقانيې مدرسې ادارې ويلي چې د همدې کسانو په شمول د طالبانو ډېری قاضيان، قومندانان او واليان د دې مدرسې زده کوونکي پاتې شوي دي.

د اکوړه خټک حقانيې مدرسې انګړ. انځور: نيويارک ټايمز، ساينه بشير

طالبان په داسې مهال کې په ډېر وياړ سره د حقاني تخلص په کارولو سره ځان دې مدرسې ته منسوبوي چې دا مدرسه په پرلپسې توګه د پاکستان د حکومت يوه وفاداره مدرسه پاتې شوې او د دې مدرسې چلوونکي او بنسټګر نه يوازې دا چې په پاکستان کې سياستوال دي او وو، بلکې د پاکستان په ولسي او مشرانو جرګه کې استازي پاتې شوي او تل يې هڅه کړې چې د ټاکنو له لارې سياسي مبارزه وکړي، هغه څه چې طالبان يې په افغانستان کې «کفر» او «ناروا» ګڼي او د «امير المؤمنين» د استبدادي رژيم په وسيله پرې چليپا کشوي. له دې سره – سره د حقانيې مدرسې اوسنی مرستيال مشر راشد الحق سميع په ډاګه نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته وايي، چې د حکومت پر خلاف چې له دې ځايه هره هڅه کېږي، مدرسه يې پر خلاف چټک او سخت اقدام کوي او دلته تاوتريخجنو چارو ته په هيڅ توګه اجازه نشته.

همدا راز، طالبان له هغې مدرسې سره د تړاو په درلودلو د وياړ احساس کوي چې د نيويارک ټايمز په وينا عمران خان ورته د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو پر مهال شاوخوا درې ميليونه ډالر ورکړل. د پوښتنې ځای دادی چې کومه مدرسه د پاکستان په دولتي فنډونو چلېږي، طالبان ولې هلته د درس په ويلو وياړ کوي او په افتخار سره ځان يوې داسې مدرسې ته د «حقاني» تخلص په کارولو منسوبوي چې د تاريخ په اوږدو کې يې پاکستان ته له وفادارۍ پرته بل څه نه دي کړي. له دې سره – سره، د دې مدرسې بنسټګر او چلوونکي په خپله د طالبانو په اند په يوه «طاغوتي» نظام کې د پارلمان غړي دي، سياست پکې کوي، خو نور هڅوي چې وجنګېږي.

د مولانا سميع الحق زوی هم په خپله تازه وينا کې له طالبانو غوښتي و، چې له دې مدرسې سره په تړاو درلودلو دې د شرم احساس نه کوي او نړۍ ته دې په وياړ ووايي چې دوی له دې مدرسې راوتلي دي. جالبه داده کومه مدرسه چې د «جهاد پوهنتون» يادېږي او د طالبانو او مجاهدينو دومره لوړپوړي کسان يې روزلي وي، مګر د کرښې يوه لور ته جنګيالي او ځانمرګي لېږي او بل اړخ ته د سولييزې سياسي مبارزې لپاره ګوندي سياست کوي او بنسټګر او چلوونکي يې د ټاکنيز سياست له لارې د پاکستان په حکومت کې له پارلماني امتيازاتو خوند اخلي.

[۱] https://jamestown.org/interview/the-father-of-the-taliban-an-interview-with-maulana-sami-ul-haq/

[۲] https://senate.gov.pk/en/profile.php?uid=755

[۳] http://news.bbc.co.uk/2/hi/south_asia/3155112.stm

[۴] https://www.rferl.org/a/pakistan-jihad-university-haqqania-government-funding-haq-taliban-omar/29092748.html

[۵] https://www.nytimes.com/2021/11/25/world/asia/pakistan-taliban-afghanistan-madrasa.html

[۶] د بي بي سي مخکينی ماخذ

[۷] https://www.voadeewanews.com/a/6219505.html