د بشر حقونو څار: د نجونو د تعلیم پر حق د طالبانو بريدونه دوام لري

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار بنسټ وايي، چې د نجونو د تعلیم پر حق د طالبانو بريدونه لا هم دوام لري.

د طالبانو د ژمنو بر خلاف، په روان تعليمي کال کې هم نجونې له زده کړو محرومې دي.

د بشر حقونو څار په راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان نجونې د زده کړو لپاره له خپل حق او هم د دې اقدام د مخنيوي په لړ کې د نړۍ له ناکامۍ ناراحته دي.

د دې سازمان راپور چې پرون (جمعه، ۴ د وري) خپور شوی، پکې راغلي چې د طالبانو ښځه ځپونکي (زن ستيز) رژيم افغانستان په يوازيني داسې هيواد بدل کړی چې نجونې پکې له زده کړې راګرځول شوې دي.

د بشر حقونو څار ويلي، چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د نجونو مکتبونه تړلي دي، خو ژمنه يې کړې وه چې د نجونو د تحصيل د حق درناوی به کوي.

خو د دې بنسټ په وينا، په کومه ورځ چې د نجونو ښوونځي پرانيستل شول، طالبانو په بې شرمۍ خپله وعده ماته کړه او ځوانې نجونې يې د ښوونځي له دروازو بيرته خپلو کورونو ته ولېږلې.

د بشر حقونو څار ويلي: «دا ډېره بې رحمي ده چې طالبان د داسې شيبې په تمه و چې نجونې په خوشالۍ مکتبونو ته ولاړې شي او هغوی ته يې بيرته د تللو امر ورکړ. نجونې په ژړا خپلو کورونو ته ولاړې، خو بيا يې هم هيله درلوده چې بيرته به [مکتب ته] ځي.»

دا بنسټ زياتوي د تېر کال په وروستيو کې طالبانو په پوهنتونو کې د ښځو پر تحصيل د بنديز په لګولو د ښځو پر وړاندې خپله دوه چنده بې پروايي وښوده.

د بشر حقونو د څار په وينا، دې اوامرو نه يوازې ښځو او نجونو په اړه د طالبانو بې پروايي تثبيت کړه، بلکې دا يې هم ثابته کړه چې طالبان د يوه هيواد په توګه د افغانستان له ودې سره هيڅ لېوالتيا نه لري.

د بشر حقونو څار ويلي، چې هيڅ هيواد د ښځو او نجونو له تحصيل پرته نشي کولای د يوې پرمختللې راتلونکې تصور وکړي او افغانستان د بې سوادۍ له لوړې کچې سره مخ دی.

دې بنسټ ټينګار کړی، چې طالبان بايد ژر تر ژره خپل ښځه ځپونکی نظام بدل کړي، د ښځو او نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونونه پرانيزي او د نجونو، ښځو او هيواد پر راتلونکې له بريد څخه لاس واخلي.

د بشر حقونو څار ويلي، چې د نړۍ رهبران بايد د طالبانو د سياستونو پر وړاندې چټک، عملي او بامعنا اقدامات وکړي.