طالبان

د «نږه اسلامي» نظام خوب؛ طالباني دور ته ستنېدل

خبریال: حسين علي کريمي

ژباړن: امېد اشنا

داسې ښکاري چې د سولې دويم دور مذاکرات پڅ روان دي. په دې دور کې د افغانستان اسلامي جمهوريت ډېر ټينګار پر اوربند او د تاوتريخوالو په بندولو دی او د طالب دلې ټينګار د «نږه اسلامي نظام پر رامنځته کولو.» طالبانو د مذاکراتو له پيله پر اسلامي نظام او پر شريعت ولاړ نظام ټينګار کړی دی. پر اسلامي نظام د هغوی ټينګار د «دوه ګوني اعتقاد، کافر ــ مومن» پر فکر ولاړ دی. د دې فکر اساسي ځانګړتيا د هغه توروالی او سپينوالی دی. دا ډول نظر د داعش په څېر د ډېری افراطي او بنسټپالو ډلو په فکر کې ليدلی کېدی شي.

د “خالص اسلامي نظام” په تړاو د طالبانو د ادعا په اړه اندیښمنوونکې دا ده چې طالب د دې نظام د منځپانګې په اړه روښانه تصوير نه ورکوي. د هغه نظام اړيکه، چې طالب يې يادوي، د نننۍ افغاني ټولنې د ډېرو واقعيتونو په اړه روښانه نده. د طالباني نظم لومړی انځور چې د ډېری افغانانو په ذهن کې دی، په نويمه ميلادي لسيزه کې د دې ډلې واکمني ده. وچ، غصه ناک او له شريعت د بيخي کمې پوهې انځور. د طالبانو بنسټپالي ډلې په نوييمو کلونو کې اسلام د جمعې تر لمونځ، د عقايدو تر تفتيش، په عام محضر کې تر وهلو، له عصري پديدو سره تر مخالفت، په کور کې د ښځو تر بندي کولو او… محدود کړی و.

اساسي پوښتنه دا ده چې د طالب مطلوب اسلامي نظام تر کومه بريده د افغاني ټولنې له واقعيتونو سره اړخ لګوي؟ هغه اسلامي نظام چې طالبان يې حاکمول غواړي، د افغانستان له ننني ټولنيز او کلتوري چاپېريال سره مطابقت لري؟

له اسلامي نظام څخه د طالب موخه څه ده؟

د اسلامي مطالعاتو څېړونکی او په مصر کې د افغانستان سفیر محمد محق پر دې باور دی چې «اوسني وخت کې تر ټولو مهمه سیاسي نظريه چې د مذهبي سیاسي ډلې پام ورته کوي، د اسلامي نظام رامنځته کولو په نوم عمومي شعار ورکول دي، چې هرې ډلې ورته خپل نوم په نظر کې نيولی دی؛ هغه شعار چې په ظاهره راښکونکی او په عمل کې له ځانګړې منځپانګې بې برخې دی. ځینې​​ لکه حزب التحریر له پيله خپله ادعا د خلافت بيا احيا بللي او دا يې خپل لوړ هدف ټاکلی دی.

ځينو نورو، لکه اخوان المسلمین ځينې وخت د اسلامي واک سره د خلافت او ځینې وخت د مدني دیموکراتیک نظام وړاندیز کوي، پرته له دې چې پدې کار کې تضاد ته پام وکړي یا د دې دوه ګوني ابهام لرې کولو هڅه وکړي. ځينو نورو ډلو لکه القاعده او داعش هم د خلافتي نظام راژوندول خپل اصلي هدف بللی دی. “د طالبانو په څیر خلکو د خلافت نوم نه دی غوره کړی او پر ځای یې اسلامي امارت ټاکلی دی.”»

عبدالکریم سروش پر دې باور دی چې د اسلام پېغمبر په يوه تاريخي دوره کې تخم وکاره، چې دې تخم د تاريخ په اوږدو کې وده وکړه، زرخېز شو او دا ونه په تاريخي ــ ټولنيز بستر کې په داسې ټولګه واوښته چې اوس يې ۱۴۰۰ کاله وروسته موږ د اسلام په نوم پېژنو. سروش وايي موږ نشو کولی په کې خپله خوښه وکړو او مثلا د خلفای راشدين دوره اسلامي وبولو او پاتې له نظره وغورځوو او غير اسلامي ورته ووايو. هغه له اسلام څخه دا ډول پوهه د اسلام او دين له تاريخ سره د تاريخي ناسم پوهاوي له امله بولي. د هغه په نظر له اسلام څخه د داسې پوهې برخليک بنسټپال او سلفي پال دی.

د ایډیالوژیکو او بنسټپالو ډلو طبعیت د بل په مخالفت او نفاق کې دی. داسې ښکاري چې طالبان دې ته په پام چې ټول شيان (د افغانستان اسلامي دولت، رسنۍ، ښوونځی، پوهنتون، بشرحقونه، د ښځو ازادي، اقتصاد او …) له اسلام څخه د خپل برداشت سره په ټکر کې بولي، په داسې مصيبت ګرفتار شوي دي. هغه څه چې طالبان بنسټپالنې او افراطیت ته ګرځوي، له دين او د اسلام له تاريخ څخه د هغوی سرسري او ډېر کم او ناوړه برداشت دی، چې ورڅخه د دې کړنلارې ټکر منځته راځي او دين په دود او وسيله بدليږي.

سیاسي څېړونکی ډاکټر ابوالفضل فصيحي پر دې باور دی چې «طالبان د یوې بنسټپالې اسلامي ډلې په توګه روښانه او سیستماتیکه نظریه نلري. طالبان باید تر ډېره “د ځانګړتيا ضد” وبلل شي؛ يانې دا ډله بايد د هغو څيزونو پر اساس تعريف کړو چې له هغو ضد لري: طالبان يانې له امريکا سره خيالي ضديت، له مډرنو بنسټونو سره ضديت، د تنوع او زغم ضد، د ښځو ضد او داسې نور. د طالبانو هېڅ روښانه او سیستماتیک تقریر او متن نشته چې پر اساس يې د طالب ايديالوژيک سير، فکري نظام او د فکري بدلون سير بررسي شي.

که طالبان د اخوان المسلمين په څېر له سازمان يافته اسلامي جريان سره پرتله کړو، توپير په بشپړ ډول روښانه کيږي. د اخوان المسلمين د بدلون او فکري بدلون د سير په تړاو روښانه خبره کيږي، خو د طالبانو په اړه داسې برداشت ته نشو رسېدی. له ناچاري بايد هماغه د ځانګړتياوو ضد په نظر کې ونيسو، چې په هغه کې د تېر په پرتله د طالبانو په څرنګوالي کې هېڅ بدلون نه ليدل کيږي.»

د ښاري کېدو زیاتوالی؛ له طالبانو وروسته د ژوند د ډول بدلون

افغانستان د کرنې او ځمکې د اقتصاد پر اساس ولاړه کليوالي ټولنه ده چې په چټکۍ په ښاري کېدو د بدلون په حال کې ده. د افغانستان د ښارونو د حالت رپوټ ښيي چې په ۱۹۵۰ کې له هرو ۲۰ تنو يوازې يو کس په ښارونو کې اوسېده، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴ کې له هرو ۴ کسانو يوه په ښار کې ژوند کاوه. وړاندوينه کيږي چې تر ۲۰۶۰ پورې به له هرو ۲ افغانانو څخه يو په ښار کې ژوند کوي. په دې معنی چې تر ۲۰۶۰ پورې به د هېواد ۵۰ سلنه نفوس ښار مېشتی شي.

د ودې دا کچه او ښاري کېدو ته لېوالتيا د سيمې د هېوادونو په سطحه يوه لوړه کچه ده. اټکل کیږي چې په راتلونکو ۳۰ کلونو کې به ښاري نفوس درې چنده شي او په افغانستان کې به دا شمېر له ۲۴ ميليونه زیاتو کسانو ته ورسيږي. د ګاونډيو هېوادونو په پرتله ښاري کېدو ته تمايل ښيي چې افغانستان به د خپلو شاوخوا هېوادونو په څېر په راتلونکو لسيزو کې ښار مېشتېدنې ته دوام ورکړي.

ښارونه د انسان د تر ټولو لویې اختراع په توګه، د انساني تمدن او افکارو ښکارندوی دي، چې د نړيوال کېدو څخه پام وړ اغېزمن دي. د نړیوال کېدو پروسه له جغرافیوي بريدونو څخه په اووښتو د وخت مفهوم د لنډون لامل شوې ده. د ښاري کېدو له ډېر مهمو او ملموسو اغېزو څخه يوه په وروستيو لسیزو کې په ټولنه کې د خلکو د ژوند د سبک بدلون دی. افغانستان هم د انټرنټ او ټولنيزو او انځوريزو رسنيو په مټ د ژوند په ډول کې له بدلونونو څخه بې برخې ندی پاتې شوی. د ژوند سبک يو مډرن مفهوم او د خلکو د شخصي او ډله ييزو سليقو، چلندونو، ټاکنو، د لګښت د ډول، باورونو او عقايدو منعکس کوونکی دی.

د ژوند سبک د دوديز او ثابت ژوند ډول ندی. د ژوند سبک د دوديز ژوند له جوړښتونو او چوکاټونو سره نوی چلند دی. د خلکو د ژوند لویې برخې لکه موسيقي، تلویزیون، خواړه، جامې، ټولنیزې اړیکې، تفرېح، ساتیرۍ او … د ژوند د سبک تر اغېز لاندې بدليږي.

د طالبانو د واکمنۍ له ظالمه او تیاره دورې وروسته د افغانانو ژوند تازه رنګ او بوی خپل کړ. ښاري ټولنيز چاپېريال رنګارنګ شو. په دې پروسه کې د افغان ښاري ښځو ونډه د پام وړ ده. د طالبانو له رژيم وروسته ښاري مېرمنو زياتې هڅې وکړې چې د خپلو شاوخوا پديدو په اړه خپل تفسير ولري او له خپل چايېريال او ښار څخه د خپل زنانه اخذ شونتيا برابره کړي. د دې لپاره چې پوه شو د طالبانو له تياره دورې وروسته د خلکو ژوند څومره بدل شوی، کافي ده چې د زیاتو زده کړو لپاره د انجونو غوښتنو يا د موسيقي او فلمونو توليد يا د بېلابېلو خوړو رسټورانټونو او همدارنګه ښاري ټولنيز چاپېريال ته وګورو. دا عناصر د خلکو د ژوند داسې برخې دي، چې انکار نشي ترې کېدی.

د دې ليکنې لومړۍ پوښتنې ته به وګرځو. هغه خيالي اسلامي نظام چې طالب يې فکر لري، د افغانستان له ننني کلتوري او ټولنيز چاپېريال سره څومره مطابقت لري؟ ځواب واضح دی. د ژوند چاپېريال او په تېره د خلکو د ژوند سبک په تېرو دوه لسيزو کې بدل شوی او ناشونې ښکاري چې انجونې او ښځې دې ښوونځی او پوهنتون پرېږدي او د کورونو کونج ته دې ستنې شي. لنډه دا چې د طالبانو د اسلامي نظام خوب د افغاني ټولنې له واقعيتونو سره په ټکر کې دی. د داسې ټکر پايله د تاوتريخوالي زياتوالی، کډوالي او د ټولنې د سولې او امنيت ګواښ دی.

د اسلامي نظام رامنځته کولو لپاره د طالبانو وسیله

اړینه ده چې هرې ايډيا او فکر ته په نظري ډول وکتل شي، وليکل شي، نقد او بررسي شي. بېلابېلې ډلې د هغه په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړي، تر څو بلاخره هغه ايډيا او فکر پوخ او بشپړ شي. هغه څه چې طالب يې د خيالي اسلامي نظام په اړه وايي، نه ښکاري چې دا د بشپړېدو او سيسټم سير وي. سره له دې چې هغوی له تېرو درې لسيزو د اسلامي نظام رامنځته کولو ادعا کوي، تر اوسه ندي بريالي شوي چې د خپلو افکارو د بيان يو اثر وليکي. په عوض کې يې ډېر تمرکز پر جګړه، د تاوتريخوالي پر زياتولو او د عصري عناصرو سره په ضديت کړی دی، لکه د خپل واک يا نفوذ لاندې سيمو کې د ښوونځيو سوځول.

د افغانستان ډېری خلکو ته تر اوسه د طالب فقهي، کلامي او فکري سرچینې روښانه ندي. معلومه نده د طالب فکري اسلامي نظام د کومو سرچينو او منځپانګې پر بنسټ رامنځته کيږي. البته ناشوني ښکاري چې اصلا دې دا ډول سرچينې وي. په سیمه او نړۍ کې له نورو سلفي او تروریستي ډلو سره د دې ډلې اړیکو ته په پام د طالبانو د اسلامي نظام په رامنځته کېدو به افغانستان له مخکې زيات د سلفي ډلو دام ته وغورځوي او د افراطيت د توليد پر بستر به بدل شي.

داسې ښکاري چې طالبان د خپل فکر د اسلامي نظام رامنځته کولو لپاره د دې ډلې له جوړېدو راهيسې يوازې يوه وسيله لري چې هغه جګړه، تاوتريخوالی او له عصري عناصرو سره ضد دی؛ هغه وسيلې چې اوس هم په پوره ځواک ورڅخه استفاده کوي. دا ډله د حکومتداري، دندو رامنځته کولو، پراختيا، بې روزګاري او فقر له منځه وړلو او د ټولنې د ډېرو نورو اقتصادي برخو لپاره هېڅ پلان نلري. که داسې پلانونه ولري هم، ناشوني ښکاري چې د هغو له مخې د ټولنې بېلابېلو اړتياوو ته قانع کوونکی ځواب وويلی شي. په ټوله کې هغه خيالي اسلامي نظام چې طالب يې يادوي، په عمل کې د افغانستان لپاره له شاتګ او بدويت ته له ستنېدو پرته بله پايله نه لري.