د لغمان بزګران سږکال د تازه سبزیجاتو له حاصلاتو راضي نه دي

لغمان دهیواد يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې د بزګرانو د لاسي خواريو حاصلات يې د دې ولايت سربیره بېلابېلو ولايتونو ته رسېږي خو سږکال يې کروندګر له حاصلاتو راضي نه دي.

د لغمان الینګار ولسوالۍ اوسیدونکي حضرت ولي وایي، سږکال یې په درې جریبه ځمکه تازه سبزیجات کرلي و، خو وايي د ځينو لاملونو له کبله په کروندو کې د کرلو سبزيجاتو حاصلات ښه نه دي.

 د نوموړي په خبره د باکيفيته درملو او اصلاح شویو تخمونو نشتوالی او د کیمیاوي سرو لوړې بیې هغه لاملونه یادوي چې له امله يې د دوی حاصلات کم رنګه دي.

حضرت ولي زیاتوي: «ما سږکال درې جریبه ځمکه په دهقانۍ کرلې او په دې ځمکه کې مې هر ډول تازه سبزي کرلې وه، خو سږکال به یې حاصلات ډیر ښه نه وي، ځکه اقتصادي ستونزې زیاتې دي او مونږ ونشو کولای چې په خپل وخت کیمیاوي سرې ورکړو او نه هم تراوسه د غنمو او یا سبزیجاتو په برخه کې اصلاح شوي تخمونه راکړل شوي؛ غوښتنه کوو چې باید د بزګرانو لاسنیوی وشي او د هر ډول کیمیاوي سرو او دغه راز د اصلاح شویو تخمونو مرسته دې وشي.»

کروندګر وایي، سږکال یې حاصلات ځکه کمزوري دي چې د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای خپلو خاصلاتو ته پر وخت کیمیاوي سرې ورکړي.

د دغه ولایت یو شمیر نور بزګران بیا د سبزیجاتو د کم رنګه حاصلاتو لامل بې وخته موسمي بارانونو، سړې سیلۍ او نور لاملونه یادوي.

د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ بزګر محمد سید وایي، سږکال یې تمه درلوده، چې له کرل شویو سبریجاتو به ډیر حاصل او عاید ترلاسه کړي خو وایې، دا ټولې هیلې نیمګړي ښکاري.

په ورته مهال په دغه ولایت کې د شنو خونو د جوړیدو غوښتنه کوي، تر څو دوی وکولی شي په لوړ کچه حاصل ولري او په غېرې موسمي وخت کې پرې د خلکو اړتیا پوره شي.

محمد سید زیاتوي: «سږکال ما په خپله یو جریب ځمکه ټينډۍ او نور تازه سبزي کرلې وه، خو سږکال بې وخته بارانونه هم وشول او دغه راز هوا پرې هم ډیره سړه شوه؛ نو کومه سبزي چې ما کرلې وه اوس یو څه حاصل ته رسیدلې خو حاصل یې ښه نه دی او زیاتره یې په منځ کې خوسا شوی او یا تور شوی چې دا ډول سبزیجات بیا په بازار کې هم څوک نه اخلي. نو مونږ له حکومت غواړو چې باید د بزګرانو سره په هره برخه کې مالي او تخمونو مرسته وکړي.»

بزګران د طالبانو له حکومت څخه غوښته کوي چې دوی دې سړې خونې جوړې کړي ترڅو ښه حاصلات بازار ته وړاندې کړي.

بزګران دغه راز د تازه سبریجاتو له ټیټو بیو او د مناسب بازار له نشتوالي هم شکایت کوي او وایي، ډیر کله یې تازه سبزیجات د بازار د نشتون له امله په کور پاتې کیږي.

 د قرغیو ولسوالۍ اوسیدونکي مسعود د سړو خونو نشتون بله هغه ستونزه يادوي، چې په خبره یې د حاصلاتو د رسیدو پر مهال دوی تر ډېر وخته د یو موسم تازه سبزيجات تر بل موسم نشي ساتلی او ژر له منځه ځي.

مسعود زیاتوي: «په لغمان کې په دومره کچه تازه سبزیجات تولیدیږي چې تر ډیره د هیواد په داخل کې د تازه سبزیجاتو په برخه کې د خلکو اړتیاوې پوره کولای شي، خو ستونزه دا ده چې کله چې زمونږ حاصلات رسیږي نو بیا یې بازار کې څوک بې پېسو هم نه اخلي او که اخلي نو په ډیره ټیټه بیه وي؛ چې د دې تاوان ټول بزګر ته رسیږي مونږ د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې باید د تازره سبزیجاتو د ساتلو لپاره دې سړې خونې جوړې کړي، څو مونږ له دې لارې وکولای شو د یو موسم سبزیجات بل موسم ته وساتو چې هم به یې بزګر ته ګټه وي او هم به حکومت ته خو تراوسه حکومت په دې برخه کې هیڅ نه دي کړي.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه محمد سلیم د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه په کرنیزه برخه کې پر سوداګرو غږ کوي چې پانګونه وکړي.

نوموړی د هیواد په ټولو ولایتونو او هغه ولسوالیو کې چې د بریښنا اسانتیاوې ولري د سړو خونو پر جوړیدو ټینګار کوي.

نوموړی دغه راز د طالبانو له حکومت هم غوښتنه کوي، چې د کورني حاصلاتو د رسیدو پرمهال دې هېواد ته له بهره د سبزيجاتو د راتګ مخه ونيسي.

لغمان کې یو شمیر بزګرانو د ښه حاصل لاسته راوړلو لپاره شنې خونې جوړې کړي دي.

محمد سلیم زیاتوي: «که چیرې په کور دننه پانګوال وهڅیږي او د بزګرانو د تازه سبزجاتو او نورو تولیداتو لپاره سړې خونې جوړې کړي نو دا به هم پانګوال ته ګټه ورسیږي او هم به بزګر ته ځکه په دې سره کولای شو، چې په هیواد دننه د هر موسم تولیدات ترلاسه کړو؛ چې ډیره کټه به یې په هیواد دننه پاتې کیږي او د دې سره سره دې حکومت هم د خپلو حاصلاتو د رسیدو پرمهال چې له پاکستان او ایران څخه تازه سبزي راوړل کیږي باید بندیز ولګوي او اجازه دې نه ورکوي چې زمونږ د کورنیو تولیداتو په بازار دې منفي اغیز وکړي.»

په همدې حال کې د لغمان لپاره د طالبانو والي ذين العابدين عابد هم د بزګرانو ستونزې مني او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکوي.

نوموړی وایي، د مرستندویه ادارو په همکار یې د دغه ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې په ګڼ شمیر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشلي دي.

د هغه په خبره د لغمان په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې یې د سړو خونو سربیره لسګونه شنې خونې هم جوړې کړي او لا هڅه کوي دا لړۍ جاري وساتي.

عابد زیاتوي: «مونږ د لغمان په مختلفو ولسوالیو برګزانو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ویشلي او دغه راز مو د حاصلاتو د ساتنې لپاره سړې خونې او هم شنې خونې جوړې کړي او لا کوښښ کې یو چې مرستندویه ادارې دې برخې ته وهڅوو چې مرستې زیاتې کړي.

 که څه هم د پخوا په پرتله په ختیځ کې د شنو خونو شمېر زیات شوی، خو په ورته مهال غوښتنې کېږي، چې د طالبانو حکومت او ملي سوداګر دې د سړو خونو جوړولو لپاره هم هڅې وکړي تر څو پکې د اړتیا وړ ترکاري او میوه خوندي او د اړتیا پر مهال بازار ته عرضه شي.

اوس مهال په غېرې موسمې وخت کې په زیاته کچه میوه او ترکاري له ګاونډي ایران او پاکستان هېوادونو واردېږي.