ننګرهار کې سږکال د خرما حاصلات لوړ اټکل شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کانال ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال به په دغه ولایت کې د خرما حاصل د تیرو کلونو په پرتله څو برابره زیات وي.

د کانال ریاست لپاره د طالبانو ویاند سید همایون غریبمل نن (شنبه، ۱۲ د وري) وویل، تمه لري چې سږ کال به یې د خرما په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله څلور ټنه زیاتوالی راشي.

نوموړی وایي، د کانال اړوند د خرما بڼ چې په څلویښت جریبه ځمکه جوړ شوی تیر کال یې حاصل ۱۸ ټنه راټول شوی و، خو سږکال یې حاصلات دوه ویشت ټنه اټکل شوي.

غریبمل زیاتوي:« مونږ تیر کال د کانال اړوند په هډې فارم سیمه کې د خرما څلویښت جریبه بڼ څخه ۱۸ ټنه حاصل راټول کړی و، خو سږکال هیله لرو چې حاصلات به یې ۲۲ ټنه وي او د همدې بڼ سره په خوا کې مونږ په پنځه ویشت جریبه نوره ځمکه هم تازه د خرما بڼ جوړ کړی چې راتلوونکې کې به د خرما حاصلات نور هم زیات شي.»

نوموړی د خرما د حاصلاتو د ډیروالي لامل د خرماوو په بڼ کې د کرنیزو اسانتیاوو زیاتوالی او د خرما د نویو بوټو په حاصل راتلل یادوي.

غریبمل همداراز وایي، په پلان کې لري چې د خرما د حاصلاتو کچه لوړه کړي چې په دې سره به تر ډیر په کور دننه د خرما اړتیا پوره شي.

عام خلک بیا د خرماوو د بڼونو په زیاتوالي ټینګار کوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د ننګرهار اوسیدونکی او د کرنیزو چارو کارپوه محمد زمان وایي، دغه ولایت د اقلیمي جوړښت له مخې د خرما د کښت لپاره مناسب دی او حکومت ته په کار ده چې د خرما د کرکیلې لړۍ هغه ولسوالیو ته هم وغځوي چې خرما پکې ښه حاصل ورکوي.

د خرما یاد بڼ کلونه وړاندې د کانال ریاست له لوري د جلال اباد ښار اړوند فارم هډې سیمه کې په۴۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی او شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې پکې کینول شوي چې هغه وخت سعودي عربستان افغانستان ته ورکړې وې.