ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي افغان کډوال بیرته پاکستان ته ورګرځيدلي

د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي وایي، په تیر جمهوري حکومت کې له پاکستان څخه د راستانه شويو افغان کډوالو له ډلې یې زیاتره کورنۍ د اقتصادي ستونزو، بې روزګارۍ او د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز له امله مجبورې شوي چې بیرته پاکستان ته ور وګرځي.

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسیدونکی نجیب الله وایي، چې په هیواد کې واک د طالبانو په رسیدو سره زیاتره هغه افغان کډوال چې په تیر کې له پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي وو، بیرته د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله په مختلفو لارو پاکستان ته کډوال شوي دي.

نوموړی د خپل یو کلیوال کېسه کوي چې له پاکستان راستون شوی و، خو د طالبانو د حکومت له لوري د نجونو په زده کړو او کار پر وړاندې محدودیتونو دیته اړیستی، چې بیرته له خپلې کورنۍ سره د سپین بولدک له لارې پاکستان ته کډوال شي.

نجیب الله زیاتوي: «زیاتره کورنۍ چې په تېر کې له پاکستان څخه هیواد ته راستنې شوې وې، د طالبانو دحکومت په راتګ سره بیرته پاکستان ته کډوالې شوي او لامل یې اقتصادي ستونزې او بې روزګاري ده او دغه راز زمونږ یو کلیوال چې په تیر کې له پاکستان راستون شوی و، لوڼې یې په ښوونځي کې وې

خو کله چې طالبانو د نجونو په زده کړو بندیز ولګاوه؛ نو هغه هم له خپلې کورنۍ سره بېرته پاکستان ته کډوال شو او لامل بې روزګاري او دغه راز د نجونو په زده کړو د طالبانو محدودیتونه وو.»

ننګرهاریان وایي، د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز او بې روزګاري دېته اړ کړي چې راستنې شوې کورنۍ بیرته پاکستان ته ور وګرځي. انځور: خواله رسنۍ

د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ د «دامان» اوسیدونکی عنایت الله وایي، چې د هغه زیاتره خپلو خپلوان او کلیوال د طالبانو د حکومت په راتګ سره د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ له امله اړ شوي چې پاکستان ته کډوال شي.

نوموړی وایي، زیاتره افغان کورنۍ د اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سربیره د طالبانو له لوري د ځینو محدودیتونو له امله هم اړې شوي، چې خپل هیواد پریږدي او پاکستان ته کډوال شي.

هغه پر طالب چارواکو غږ کوي چې په هیواد  کې د شته اقتصادي بحران د مخنیوي او خلکو ته د کاري زمینو د برابریدو په برخه کې لاس په کار شي.

عنایت الله زیاتوي: «زمونږ په دامان سیمه کې زیارتره خلک بیرته پاکستان ته لاړل او وایي، دلته بې روزګاري زیاته او ګوزاره یې نه کیږي، نو په همدې خاطر کډوال شوي او کله چې طالبانو دلته د نجونو ښوونځي له شپږم ټولګي پورته بند کړل او هم یې د ږیرو په پریښودو ټینګار وکړ؛ نو له دې امله هم زیاتره ځوانانو خپلې کورنۍ مجبورې کړې چې بیرته پاکستان ته کډوال شی خو اوس طالبانو ته په کار ده چې خلکو ته د روزګار برابر کړي او شته ستونزو ته دحل یوه لاره ولټوي.»

یو شمیر نور بیا وایي، چې زیاتره افغانان د بې روزګارۍ او د طالبانو د ځینو کړونو له امله په تنګ راغلي او که دا حالت دوام وکړي نو ولس به په رواني ناروغیو اخته شي.

د محمد طاهر په نامه یو کس چې له خپلې کورنۍ سره پنځلس کلونه کیږي له پاکستان څخه هیواد ته راستون شوی وایي، راستانه شوي کډوال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي، تېر او د طالبانو اوسني حکومت ورسره د نمرو د ورکړې او نورو برخو کې ژمنې کړي وې خو تراوسه یې عملي کړي نه دي؛ چې له امله یې زیاتره کډوال د اوسیدو د ځای د نشتون له امله په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې په کرایي کورونو کې ژوند کوي.

محمد طاهر زیاتوي: « تیر جمهوري حکومت او اوس طالبانو چې کومې وعدې کړې وې تراوسه یې نه دي عملي کړي، نه یې مونږ ته نمرې راکړي او نه یې په نورو بشري مرستو کې له مونږ سره مرسته کړې اوس نو زیاتره کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړیږي او ځینې یې د کورونو د نشتون له امله په کرایې کورونو کې اوسیږي چې د کرایې د ورکړې توان هم نه لري د طالبانو له حکومت غوښتنه کوو چې باید کډوالو ته د استوګنې نمرې ورکړي او په نورو برخو کې دې زمونږ لاسنیوی وکړي.»

د تورخم دروازه چې هره ورځ پرې زرګونه کسان تګ-راتګ کوي. انځور: خواله رسنۍ

په همدې حال کې دننګرهار لپاره د طالبانو د کډوالو چارو ریاست چارواکي وایي، له پاکستان د راستانه شویو افغان کډوالو د بیرته ورګرځیدو دقیق ارقام نه لري، خو زیاتوي راستانه شوي کډوال په انفرادي ډول او نورو بهانو پاکستان ته ستنیږي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کډوالو رییس اکرام الدین مفتون وایي، چې په تیر یوه کال کې د تورخم له لارې له پاکستان څخه درې زرو زیاتې افغان کورنۍ هیواد ته راستنې شوي، چې زیاتره یې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې میشتې دي.

هغه وایي، چې هره ورځ په اوسط ډول لس کورنۍ د تورخم له لارې هیواد ته راستنیږي او که ورته زمینه برابره شي زرګونه نورې کورنۍ به هم راستنې شي.

مفتون زیاتوي: «کیدای شي ځینې کورنۍ بیرته پاکستان ته تللي وي او دوی په انفرادي ډول پاکستان ته ځي، خو مونږ یې په اړه دقیق معلومات نه لرو، خو په یوه کال کې له درې زرو زیاتې کورنۍ له پاکستان هیواد ته راستنې شوي او هره ورځ شاوخوا لس کورنۍ هیواد ته راستنیږي او که چیرې ورته د کډوالۍ په اصول زمینه برابره شي زیاتره افغان کډوال غواړي هیواد ته راشي، خو په لاره کې دوی زیات په عذابول کیږي په یوه او بله بهانه نو هیله ده چې افغان کډوالو ته د کډوالو ټول حقوق ورکړل شي.»

نوموړی وایي، چې د مرستندویه موسېساتو په همکارۍ یې درې زره راستانه شویو کډوالو ته سرپناه برابره کړې او په پلان کې لري، چې پر مستحقو کډوالو د استوګنیزو نمرو د ویش لړۍ هم پېل کړي.

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست د معلوماتو له مخې نه یوازې له پاکستان بلکې له ایران او ترکیې هم سږکال زرګونه افغانان دې ولایت ته راستانه شوي، چې د یاد ریاست او نورو همکارو موسېسو په مرسته یې ورته دحرفوي زده کړو او نورو برخو کې د کار زمینې برابرې کړي دي.