د وچکالۍ درېيم کال؛ افغانستان کې د لوږې کړکېچ څنګه شدت مومي؟

له ساړه ژمي او له واورې او باران پرته افغانستان په اړه تصور دا و چې يو وچ پسرلی راتلونکی دی. دا وچ پسرلی را رسېدلی دی او د افغانستان ډېری برخې په ځانګړې توګه د دې هيواد پر مرکزي او سويل لويديځو سيمو د ژوند رګ پرې شوی دی. خشن طبيعت د سيمې خلکو ته د يوه سخت ژوند خبر ورکړی.

امير د دايکندي اوسېدونکی دی او يو سخت او سوړ ژمی يې تېر کړی، اوس د پسرلي او دوبي لپاره د څښاک د اوبو پيدا کولو په فکر کې دی. ده پر خپله ځمکه د درېيمې څاه د کيندلو کار پېل کړی، تر څو په دوبي کې د څښاک د اوبو له کمښت سره مبارزه وکړي. دی وايي: «سږ کال خلکو يو پاو (۴۰۰ ګرامه) غلې کرلې دي چې هيڅ دي، له همدې اوسه د څښاک د اوبو له ستونزې سره مخ دي.»

د افغانستان په مرکز کې دايکندي يو له ډېرو غرنيو او محرومو ولايتونو څخه دی. د تېرو ۲۰ کلونو پر مهال د دې ولايت خلکو په ناهموارو او غرنيو تپو کې د بادامو ونې کرلې دي. دا ونې د غله جاتو په نسبت کمو اوبو پالنې ته اړتيا لري. په وروستيو کلونو کې د دايکندي ولايت بادام په بازار کې د ښه نوم درلودلو له کبله د دې ولايت د خلکو د اقتصاد ملاتير جوړوي، خو اوس وضعيت بدل شوی دی.

امير د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکی دی. دی وايي چې د وچکالۍ له امله د بادام ونې وچې شوې دي او يا هم کم او بې کيفيته محصول کوي. امير زياتوي: «د بادامو تر ټولو ښه نیالګي مو واخيستل او په دې هیله مو کینول چې کمو اوبو ته اړتيا لري او حاصل به ځینې تر لاسه کوو، کلونه مو وپالل چې حاصل ته ورسېږي، خو اوس باران نشته، د اوبو د کمښت له وجې د وچېدو په حال کې دي.»

د دايکندي د مرکز نيلي ښار اوسېدونکی نورعلي هم وايي، چې د وچکالۍ له امله د بادامو په شمول د دوی زراعتي حاصلات کم شوي دي. د خلکو له وينا سره سم، مرکزي سيمې په پرلپسې توګه د وچکالۍ له درېيم کال سره مخ دي. د دوی لپاه د اوبو نشتون معنا د فقر په منګولو کې ژوند کول او د ډوډۍ نه درلودل دي.

تر ځمکې لاندې اوبو کمېدل

په افغانستان کې د بارانو او واورې د کچې له کمېدلو سره د دې هيواد د اوبو طبيعي سرچينې (يخچالونه) ختم شوي او د سطحې اوبه (سيندونه) وچ شوي دي. له همدې کبله خلکو تر ځمکې لاندې اوبو ته مخه کړې ده. اوس مهال د افغانستان په ډیری سيمو کې خلک نه يوازې د څښاک د اوبو بلکې د زراعت لپاره له کوم قانوني جواز پرته ژورې څاوې کني او تر ځمکې لاندې اوبه راباسي. د کيندل شويو څاوو په اړه دقيق ارقام نشته، خو په ټول افغانستان کې په زرګونو څاوې په خپلسرې او نامصئونه توګه کيندل شوې دي او نورې هم کښل کېږي. سره له دې چې له دې څاوو اوبه را ايستل کېږي، خو ډېرې ښځې او ماشومان هم پکې لوېدلي دي. د ۱۴۰۰ کال د کب له ۲۷مې بيا د ۱۴۰۱ لمريز کال د تلې تر ۱۰مې په څاوو کې ۲۰ ښځې او ماشومان لوېدلي دي چې ډېری يې مړه شوي دي.

وروستیو وچکالیو سره کروندګر د ژورو څاوو کیندلو ته اړ شوي او له دې لارې خپلې ځمکې خړوبوي. د بلخ ولایت بزګران

د سطحي سرچينو وچېدلو او د ژورو څاوو زياتوالي تر ځمکې لاندې اوبو کچې هم ټيټې کړې دي. له ولسي راپورونو سره سم، تر ځمکې لاندې اوبو سطح يوازې د وروستيو دریو کلونو پر مهال له ۱۰ متره څخه بيا تر ۴۰ مترو پورې لاندې تللې ده. تر ځمکې د لاندې اوبو ډېره ټيټه شوې کچه په کابل کې ده. د اوبو رسونې د شرکتونو له اتحاديې څخه نجيب الله محمدي هم دا موضوع تاييدوي او وايي: «په تېرو پنځو کلونو کې د کابل تر ځمکې لاندې اوبه له ۲۰ څخه تر ۴۰ مترو کمې شوې دي.»

تر ځمکې لاندې اوبو متخصص احمد سمير دهپور چې پخوا يې تر ځمکې لاندې اوبو د ډيټابيس د رياست د آمر او مسوول په توګه هم دنده کړې وايي، چې تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدلو کچه د کابل په بېلابېلو سيمو کې تفاوت لري او د يوه کال پر مهال په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدلو اوسط ۶.۱ ته رسېږي. دهپور زياتوي: «له شمېرو او ارقامو سره سم، د کابل ښار تر ځمکې لاندې اوبه په يوه کال کې له جدي تغييراتو سره مخ وې. د ۲۰۲۱ پر مهال تر ځمکې لاندې اوبو سطح په اوسطه توګه ۲۱.۸۳ متره وه. په داسې حال کې چې د ۲۰۲۲ پر مهال تر ځمکې لاندې اوبو اوسط کچه ۳۴.۹۵ وه.»

د دې کارپوه په وينا، تر ځمکې لاندې اوبو د کمېدلو له وجې په کابل ښار کې د څښاک پاکو اوبو هغه ټولې څاوې وچې شوي چې د «UN HABITAT» او ملګرو ملتونو د سازمانونو له لوري کښل شوې وې او د اوبو د رسونې خصوصي شرکتونه هم له ستونزو سره مخ دي.

د دايکندي ولايت اوسېدونکی امير چې په تېرو دریو کلونو کې يې درې څاوې کيندلي وايي، چې په وروستيو کلونو کې د واورې او باران د نه ورېدلو له وجې په دې ولايت کې تر ځمکې لاندې اوبه د پام وړ کچې کمې شوې دي. امير وايي: «څلور کاله وړاندې زموږ په ځای کې تر ځمکې درې متره لاندې اوبه وې. تېر کال له ۱۰ څخه تر ۱۵ مترو لاندې اوبه نه وې او يا به هم ډېري کمې وې. سږ کال په ځينو ځايونو کې تر ۲۰ مترو پورې هم څاوې کيندل شوې دي.»

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د  چاپېريال ساتنې اداره هم وايي، چې سيلاب، وچکالي او د حرارت لوړې درجې په افغانستان کې په زرګونه کسان اغېزمن کړي او په ميليونونو ډالره زيان يې رسولی دی.

د دې ادارې رييس روح الله امين وايي، چې له ۱۹۶۹ راهيسې پرلپسې وچکاليو د افغانستان پر ټولنو زياتې اغېزې کړې دي. تر دې چې له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۸ پورې وچکاليو تقريبا ۱۰ ميليونه وګړي او د وچکالۍ يوې بلې څلور کلنې دورې هم ۶.۵ ميليونه وګړي په يو ډول اغېزمن کړي دي. دې ډول وچکاليو د هيواد د اوبو په «هايدرولوژي» سيسټم کې دايمي بدلونونه راوستلي دي، د يو شمير سيندونو سيسټمونه همدا بدلون بيانوي. امين زياتوي: «پخوا د سيندونو د اوبو سرچينې واورې او يخچالونه و، خو اوس مهال د باران په اوبو پسې تړلي دي.»

ښاغلی امين ټينګار کوي چې د حرارت د درجې په لوړېدو او د واورې او باران په نشتون سره په افغانستان کې وچکالي هره ورځ زياتېږي. امير چې له وچکالۍ اغېزمن دی، وايي چې که وچکالي دوام پيدا کړي، نو تر راتلونکو دوو کلونو پورې به ډېری مرکزي سيمو په ځانګړې توګه دايکندي له اوسېدونکو خالي شي.

افغانستان کې اقلیمي بدلون او د موسمي بارانونو د بڼې تغییر وچکالي نوره هم سخته کړې چې له امله یې، ناڅاپي او بې وخته بارانونو هیواد کې سخت مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. انځور: د وروستیو سیلابونو. سرچینه: خواله رسنۍ

زراعت

په افغانستان کې زراعتي سکتور که څه هم په سنتي بڼه دی، خو د هيواد په اقتصاد کې تر هر څه ډېر اغېز لري. د نړيوال بانک او د افغانستان د احصايې ادارې له شمېرو سره سم، د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي په کليو کې ژوند کوي او ډېری يې په کرنيزو ځمکو کې بوخت دي. په دې لړ کې د ۶۱ سلنه کورنيو عايدات له زراعتي سکتور څخه لاس ته راځي. د وچکالۍ دوام او اقليمي بدلونونو د افغانستان زراعتي سکتور اغېزمن کړی دی او په افغانستان کې يې شخړې او سياسي بې ثباتي زياته کړې ده.

د چاپېريال ساتنې اداره وايي، چې وچکالۍ او اقليمي بدلونونو د افغانستان اقتصاد په جدي توګه زيانمن کړی دی. د دې ادارې رييس روح الله امين وايی: «اټکلونه دادي چې سختو وچکاليو زراعت ته تر درې ميليارد ډالرو پورې زيان اړولی او له امله يې د فقر کچه لوړه شوې ده او هم له کليو ښارونو ته او له هيواده دباندې کډوالي زياته شوې ده.»

د باميانو ولايت اوسېدونکی عارف انصاري چې څو کاله يې په دې ولايت کې کښت کړی او د زراعت له لارې يې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتياوې پوره کولې، د وچکالۍ له امله يې په ښار کې ژوند کول پېل کړي دي. دی اوس مهال نه يوازې دا چې له خپلې ځمکې عايد نه لري، بلکې د څښاک د اوبو لپاره هم پيسې ورکوي.

د اوبو رسونې د شرکتونو د اتحاديې له معلوماتو سره سم، د تېرو دریو کلونو پر مهال د وچکالۍ له امله د اوبو بيه دوه برابره زياته شوې ده. اوس مهال په کابل کې د يو متر مکعب اوبو بيه له ۶۰ تر ۱۱۰ افغانيو ده.

د اقليمي مسايلو کارپوه کاظم همايون هم وايي، چې د وچکالۍ دوام او کښتونو ته د اوبو نه رسېدل د ځمکې خاوره تروه کړې او هغه يې له کرنې ايستلې ده.

د جرمن واچ (German Watch) د ۲۰۱۹ کال له راپور سره سم، افغانستان د اقليمي بدلونونو له کبله د ۱۰ ډېرو زيانمنېدونکو هيوادونو په لړليک کې شپږم ځای لري. خو د اقليمي چارو کارپوهان وايي، چې له ۲۰۱۹ راهيسې بيا تر اوسه وضعيت بدل شوی دی. د اقليمي چارو کارپوه کاظم همايون زیاتوي چې د اقليمي بدلونونو نظارت کوونکو سازمانونو د تازه شميرو او شاخصونو پر اساس افغانستان د ډېرو زيانمنېدونکو په لړ کې څلورم ګڼلی دی. همايون وايي: «د اقليمي بدلونونو نړيوال پينل يا (IPCC)، ناسا او همدا راز د اقليمي بدلونونو کنوانسيون (UNHCC) هيوادونه د اغېزمنېدو له اړخه درجه بندي کړي دي او له بده مرغه افغانستان د اقليمي بدلونونو له کبله څلورم تر ټولو ډېر زيانمن هيواد دی.»

دا کارپوه د هيواد په بېلابېلو سيمو کې د تېرو څو ورځو سيلابونو او واورو ته په اشارې وايي، چې په افغانستان کې د حرارت درجې بدلونونه د ورښت کچه او د باران فصل تغيير کړی دی.

امير وايي، چې د وچکالۍ له وجې د ده په ولايت کې فقر زيات شوی دی او د دې لامل شوی دی چې اکثريت تکړه افراد او ځوانان دا ولايت پرېږدي. امير زياتوي: «په سيمه کې کرنه او زراعت نشته، کار نشته. ځوان او کاريګر هلکان نه دي پاتې شوي، ټول مهاجر شوي دي. که هغوی يو څه راولېږل، نو خلک ډوډۍ لري او که يې ونه لېږل هيڅ هم نه لري.»

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) له وينا سره سم، په افغانستان کې شاوخوا شپږ ميليونه وګړي د خوراکي ناامنۍ له جدي کچې سره مخ دي او له لوږې يو ګام لېرې دي.

اوچا په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې بشري اړتياوې په ۲۰۱۹ کال کې له ۶.۳ ميليونه وګړو څخه په تصاعدي توګه زياتې شوې دي او په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۳ ميليونه وګړو ته رسيدلې دي او ورسره يې شدت هم زيات شوی دی.

تر دې وړاندې، د ماشومانو د خونديتوب سازمان ويلي و، چې په افغانستان کې ۲۴.۴ ميليونه وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري. دې سازمان د ملګرو ملتونو د پراختيا دفتر په قول ليکلي چې ۹۷ سلنه وګړي تر فقر لاندې کرښې ته د سقوط له خطر سره مخ دي.

افغانستان په نړۍ کې دويم هيواد دی چې ډېری وګړي يې کډوال دي او د طالبانو په لاس د حکومت تر پاشل کېدو وروسته له دې هيواده د کډوالۍ بهير په بې مخينې توګه زيات شوی دی.

ولې افغانستان له وچکالۍ سره مخ شو؟

کاظم همايون وايي، چې د افغانستان جغرافيايي موقعيت د سمندر له سطحې لوړ دی او نيمه وچ دی. له همدې وجې د سختو اقليمي بدلونونو له زيان سره مخ دی. ښاغلی همايون زياتوي: «اقليمي بدلونونه او وچکالي دوې بېلابېلي پديدې دي. شونې ده چې دا دواړې پديدې له يوې-بلې سره اړه ونه لري، يا هم اړه ولري. په افغانستان کې اوس دا دواړې پديدې يو ځای شوې دي چې ډېرې خطرناکې او وژونکې دي.»

د اقليمي چارو دا کارپوه وضاحت ورکوي چې اقليمي بدلونونه د ځمکې د ګرمېدو له وجې پېښېږي او د ورښت فصل او شکل بدلوي. «د ځمکې د ګرمېدو له وجې ورښت د واورې په شکل نه، بلکې د باران په شکل کېږي او په معين موسم يا فصل کې نه کېږي.»

د دې کاپوه په وينا، د ورښت د بڼې بدلون د افغانستان اوبيزې سرچينې (يخچالونه) له منځه وړي او د ورښت د موسم يا فصل بدلون د سيلاب، د کروندو او يا هم د زراعتي محصولاتو د تخريب لامل کېږي.

احمد سمیر دهپور وايي، چې اوس مهال اقليمي بدلونونو ناڅاپي بارانونه زيات کړي دي چې له امله يې سيلابونه راوځي او ځمکې ويجاړوي. د ده په وينا، د دې بر خلاف اوږدمهالي بارانونه چې تر ځمکې لاندې اوبه تغذيه کوي، کم شوي دي او له دې سره – سره، يخچالونه هم مخ پر کمېدو دي. دهپور زياتوي: «وروستۍ څېړنې وايي چې د کابل په سينديزه حوضه کې يخچالي طبقې ۱۵ سلنه کمې شوې دي.»

دا په داسې حال کې چې وروستيو ورښتونو د افغانستان د شمال په بېلابېلو ولايتونو کې قوي سيلابونه را ايستلي دي. د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي، چې د پسرلي د موسم له پېل سره سختو بارانونو او د سيلابونو راوتلو په افغانستان کې تر ۷۰۰ زياتې کورنۍ اغېزمنې کړې دي. له دې سره – سره، سيلابونه زيات مالي زيانونه هم رسولي دي.

د اوبو رسونې د شرکتونو له اتحاديې څخه هم سرچينې وايي، چې د اقليمي بدلون تر څنګ د چاپېريال د وښو د پوښښ تخريب او ښار مېشتېدنه په افغانستان کې د وچکالۍ د کړکېچ د زیاتوالي عوامل دي. د اوبو رسونې د شرکتونو له اتحاديې څخه نجیب الله محمدي د غرونو د وښو د پوښ تخريب او د ښارونو پخېدلو ته په اشارې وايي: «د افغانستان غرونو خپل د وښو پوښ بايللی دی او نه يوازې دا چې باران نه جذبېږي، بلکې د سېلاب په توګه ځمکه هم تخريبوي. په همدې توګه ښارونه په چټکۍ جوړ شوي او کانکريټ شوي دي او دا کار د باران او واورې د اوبو جذبېدل ناشوني کوي. له دې سره – سره، اوبو د معدني اوبو او انرژي څښاکونو په توليد کې په سوداګريزه توګه تر ځمکې له لاندې اوبو استفاده کولو او نورو سيمو ته يې لېږلو د هغو پر سرچينو اغېز کړی دی.»  

د چاپېريال ساتنې ادارې له لوري له ورکړل شويو معلوماتو سره سم، روان کال شمال او ختيځ ولايتونه د زيات ورښت شاهدان و او د دې برعکس مرکزي په غرنيو مرکزي، سويل ختيځو او سويل لويديځو سيمو کې کم ورښت شوی دی او له وچکالۍ سره مخ دي.

حل لاره

د چاپېريال ساتنې اداره وايي، چې د وچکالۍ د بهير ورو کولو لپاره بايد له ښاري فاضلابونو استفاده وشي او د سيندونو په مسير کې بايد د بندونو د تړلو ځايونه مشخص او کار پرې پېل شي. له نامعلومو اوبیزو سرچينو څخه بايد ګټه واخيستل شي او د وريځو د بلاربولو له ټکنالوژۍ بايد استفاده وشي او د زراعت په برخه کې د اوبو لګولو لپاره د څاڅکې سيسټم فعال شي.

د اوبو رسولو د شرکتونو اتحاديه هم وايي، چې دولت بايد خلک پوه کړي چې په خپلو کورونو کې د باران او واورې د اوبو جذبولو لپاره څاوې وکني. په غرونو کې هم بايد د باران له اوبو د ګټې اخيستنې لپاره خندقونه وايستل شي. د پنجشېر د سيند اوبه کابل ته انتقال شي او د ټولو سيندونو په مسير کې اوبه راګرځوونکي بندونه جوړ شي.

احمد سمير دهپور وايي: «د وچکالۍ او اقليمي بدلونونو د معضلې د مديريت لپاره بايد له بېلابېلو تګلارو کار واخيستل شي.»

د اوبو د دې متخصص په اند، په بېلابېلو سيمو کې د ځمکې جيولوژيکي شرايطو ته په پام په کم لګښت سره د باران او واورې اوبه راټولېدلای او تر ځمکې لاندې اوبو مصنوعي تغذيه کېدلای شي.

د اقليمي چارو کارپوه کاظم همايون وايي، چې د چاپېريال ساتنې په برخه کې بايد قوانين تصحيح شي. ښاغلی همايون وايي: «په لنډه موده کې بايد موږ خپلې مصرفي الګووې بيا وارزوو. د اوبو او طبيعي سرچينو ساتنه وکړو. په اوږده مهال کې بايد چاپېريالي مسايل د بېلابېلو برنامو او سياستونو برخه وي او په سياسي، حقوقي، فرهنګي او ديني چارو کې شامل کړل شي. د بېلګې په توګه، قوانين بايد زرغونه شي او ټولې ادارې او بنسټونه بايد د طبيعي سرچينو د ساتنې او چاپېريال ساتنې په برخه کې يو وخت کار وکړي. په تعليمي او تحصيلي نصاب کې پر فرهنګ جوړونه او د نويو تګلارو پر موندنه تمرکز وشي.»

دا کارپوه ټينګار کوي چې د کرکيلې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت بايد د داسې وښو د کرنې په ترويج کې هڅې وکړي چې کمو اوبو ته اړتيا ولري او له سختو اقليمي شرايطو ته سره برابر وي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کرنې او اوبو لګونې وزارت په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.