انځور: خواله رسنۍ

د مطيع الله ويسا نيونه او د طالبانو اخلاقي زوال

شمشاد زلمی

زده کړو ته د ماشومانو او نجونو د لاسرسي په برخه کې د فعال مطيع الله ويسا نيول کېدو پراخ کورني او نړيوال غبرګونونه راوپارول. له مدني فعالينو سره د طالبانو بد چلند ته په پام، بيا هم دا نيونه حيرانوونکې وه ځکه د نوموړي ټول کار دا و چې د ماشومانو او نجونو د تعليم د حق غوښتنه يې کوله. داسې ګومان نه کېده چې طالبان به داسې غږونه هم په دومره بد ډول خاموشول وغواړي، بلکې په نړيواله او کورنۍ کچه خو تمه داده چې دوی به ښوونځي پرانيزي او حد اقل نجونو او ښځو ته به پوهنتون او ښوونځيو ته د تلو حق ورکوي، مګر کله چې د تعليم د ملاتړو داسې غږونه په زور چوپېږي، نو نه يوازې هيلې مړاوې کېږي، ورسره د طالبانو د تور ذهنيت يوه بله بېلګه هم تاريخ او خلکو ته را څرګندېږي.

طالبانو په تېر يوه نيم کال کې ګڼ کسان او نجونې نيولې دي، د ډېرو زياتو نيونو له منلو يې انکار کړی دی. ښايي د مطيع الله ويسا نيول به لومړی ځل وي چې دوی په دې اړه وضاحت ورکولو ته مجبورېږي. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له اشنا ټلويزیون سره په خبرو کې وويل چې نوموړي د نظام خلاف او خپلسري فعاليتونه کول. پوښتنه داده چې ايا د ذبيح الله مجاهد او د ده د ډلې په اند د تعليم حق غوښتنه د نظام خلاف او خپلسری کار دی؟ ښايي طالبان دې پوښتنې ته ځواب داسې ووايي چې نه، دا خو ښه کار دی مګر د ویسا «جرم» دا نه دی، بلکې د يوه بل شي له وجې نيول شوی دی چې دوی وايي هغه اړخ يې موږ ته معلوم دی. دا به ښايي د طالبانو رسنيز ځواب وي، مګر هم د دوی ذهنيت او هم واقعيت دادی چې مطيع الله ويسا يې يوازې د دوی په اند د همدې «جرم» له وجې نيولی دی ځکه اوس مهال د طالبانو د حکومت پاليسي داده چې نجونې د زده کړو حق نه لري، هر څوک چې په دې برخه کې راپورته کېږي او دا حق غواړي، نو هغه د نظام مخالفت کوي.

دا خبره يوازې زما تحليل نه دی، بلکې طالبان دا خبره په ډاګه کوي. هغوی پر ټويټر پر خپلو اکاونټونو په څرګنده ليکي چې کوم څه «نظام» بند کړي وي، نور خلک په دې اړه د غږیدو حق نه لري، تر څو چې ورته «نظام» اجازه نه وي ورکړې. دا خبره د دوی له منځه يو کس نه کوي بلکې په سلګونو کسان يې همدا استدلال تکراروي ځکه کوم څه چې دوی د خپل ديني تعبير پر اساس بند کړي وي او نور خلک يې د پرانيستنې غوښتنه کوي، دا دوی پر خپل ديني تعبير او هم خپل «اسلامي نظام» بريد ګڼي.

نه يوازې دا چې يو بريد يې بولي، بلکې په دې اړه غږېدل او فعاليت کول يو دسېسه هم انګېري. د طالبانو مشهورو شخصيتونو په ډاګه وليکل او ویې ویل چې د ويسا د نيول کېدو په تړاو پراخ غبرګون ته په کتلو داسې څرګندېږي چې د يوې پراخې دسيسې مخه نيول شوې ده. دوی په دې نه پوهېږي او يا هم سرټمبګي کوي چې يو څوک د افغانستان په څېر يوه ټولنه او اوسني وضعيت کې د نجونو د زده کړو لپاره فعاليت کوي، دا يو  ډېر نيک او د ستاينې وړ کار دی او د نړيوالې ټولنې او بل هر چا مسووليت دادی چې د داسې کس ملاتړ وکړي او که زيان ورته رسېږي تر څنګ يې ودرېږي او مرسته ورسره وکړي. مګر دا چې طالبان د انساني ټولنې په تړاو  د بشري حقونو له اړخه بحث نه کوي او نه هم د انسانانو پر بشري حقونو باور لري، هغوی د داسې موضوعاتو په اهميت نه پوهېږي او نه هم پرې ځان پوهوي، له همدې کبله په دې اړه هر په ډاګه کېدونکی غبرګون دوی ته داسې ښکاري چې دا د يوې دسېسې نمايندګي کوي.

طالبانو هڅه وکړه چې د ویسا نيونه په يو ډول انساني وښيي او توجيه يې کړي. په دې لړ کې چې دوی کوم اخلاقي تنزل وښود، ښايي پخوا يې ډېرې کمې بېلګي ليدل شوې وي. په دې لړ کې لومړۍ خبره داده چې د تعليم د برخې د يوه فعال پر کور د طالبانو چاپه ډېره زړه بوږنوونکې وه او د ويسا د ورور په وينا چې طالبانو يې مور ته سپکې – سپورې ويلې دي او د هغوی کور يې ورته پر بل مخ اړولی و. تر دې وروسته طالبانو نه يوازې دا چې ويسا د دوی په وينا د «اسلامي نظام» پر وړاندې په جاسوسي تورن کړ، بلکې پر نوموړي يې د اخلاقي فساد تور هم ولګاوه.

پوښتنه داده چې ويسا به د څه شي جاسوسي کوله؟ ايا د خلکو د حجرو، کليو، د کابل ښار، د خلکو او نجونو د تعليمي محروميت، …؟ ايا ويسا د طالبانو په حکومت کې يو لوړپوړی چارواکی و چې محرمو اسنادو او معلوماتو ته يې لاسرسی درلود او هغه يې د طالبانو له دښمنانو سره شريکول؟ د دوی په وينا چې ويسا خو يو عادي کس و، ولې يې له دې لوړپوړو خلکو سره ليدنې کولې؟ لومړۍ خبره داده چې ويسا عادي کس نه و، ويسا د افغان ماشومانو او نجونو د تعليم په حق غوښتنه کې يو رسا غږ او ټولو د بشري حقونو ملاتړو سازمانونو ته د ويسا کار مهم و او د ده د کار ملاتړ يې کاوه. دويمه خبره داده چې د ده ناستې خو د نورو هيوادونو له استخباراتو او نظامي خلکو سره نه وې، خو د ملکي برخې له هغو ادارو سره وې چې د طالبانو غړي او نور سياسي او ولسي مشران هم هره ورځ ورسره ويني. که دا ليدل بد کار او جرم وي، نو ولې يوازې د ويسا لپاره جرم دی؟ او بل ولې هغه کسان په وطن کې د اوسېدو اجازه لري چې ويسا يې په ملاقات مجرم شوی او نيول شوی دی؟

ويسا د خپلو فعاليتونو په اړه پر ټولنيزو رسنيو هم ليکل کول او اکثريت وختونه به يې خپل عکسونه هم خپرول. طالبان چې له مېرمنو او نجونو سره د ويسا عکسونه د هغه د اخلاقي فساد د ثبوت په توګه خپروي، يو نهايي غير اخلاقي او لوېدلی اخلاقي کار دی. که په طالبانو کې يو څوک ډېر لږ هم په بشري تعاملاتو وپوهېږي، بايد له شرمه ومري. ښځه د نارينه په څېر يو انسان دی، له هغې سره کتل او خبرې ورسره کول هيڅ عيب نه دی او نه هم له ښځو سره د کتنې او ليدنې مطلب دادی چې هغه نارينه به ورسره جنسي اړيکې لري. داسې سوچ يوازې هغوی کولای شي چې د خپل روحاني مشر له فکر سره سم ښځه يوازې «د څملولو» لپاره ګڼي.

جالبه داده چې طالبان ادعا کوي د جرمونو او تورونو د بررسۍ لپاره محکمې لري او په ځلونو يې ادعاوې کړې دي چې د دوی محکمو پر خلکو «حدود» تطبيق کړي دي او سزاوې يې ورکړې دي مګر طالبانو چې د بشري حقونو کوم فعالين نيولي دي، ولې هغه خپلو محکمو ته نه وړاندې کوي؟ ايا د ويسا په اړه د طالبانو کومې محکمې ويلي و چې نوموړی په اخلاقي فساد ککړ دی؟ که دا خبره ان د طالبانو کومې محکمې هم نه وي کړي او د دې خبرې د ثبوت لپاره د عامه غونډو يو څو عکسونه شريکېږي، ايا طالبان د خپلو هغو باورونو پر اساس پړه نه دي چې د دوی په وينا دوی د هغو لپاره قربانۍ ورکړې دي. تور لګول يو لوی مسووليت دی، که ثابت نشي د اسلامي فقهې له مخې د قذف حد لري. مګر طالبان په ډېره سپين سترګۍ پر لسګونو پاکو او باشهامته ميرمنو چې د خپل حق لپاره درېږي دا تور لګوي او هم يو داسې کس تورنوي چې د تعليم له حق غوښتنې پرته يې بل څه نه دي کړي.

ديني شاتګپالي غورځنګونه او په ځانګړې توګه طالبان تل پرمختګپالي شخصيتونه او ډلې لومړی په همدې ډګر کې په نښه کوي. هغوی په فحشا، «ناروا» جنسي اړيکو او الحاد تورنوي او په دې توګه هڅه کوي چې خپل غير بشري اعمال توجيه کړي او هم هر هغه ځواک او شخص ووهي چې په يوه نه يوه ډګر کې د دوی رايه، ځواک او صلاحيت ننګوي. په کار داده چې نور افغان ځوانان او پېغلې له دې تورونو ونه وېرېږي او په ډېر جرأت د دې پر وړاندې ودرېږي.

ښځه هم د نارينه په څېر يو خپلواک موجود دی، له هغې سره عکس اخيستل، بانډار او غونډې کول پيغور نه بلکې وياړ دی او د بشري حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې لومړنی کار دادی چې ښځې د ټولنې منځته راشي او د خپلو نارينه مبارزو ملګرو تر څنګ د حق غوښتنې مبارزه وکړي. د کومې ډلې چې د «نظام» په کچه پاليسي دا وي چې ښځې په کورونو کې بنديوانې کړي او د کار او زده کړې پر حق يې خېټه واچوي، د هغوی خو بايد هرو-مرو له ښځو سره د ناستې په اړه فکر تر همدې کچې ټيټ او غير اخلاقي وي. زموږ او د دوی اخلاقيات له همدې کرښې بېلېږي، موږ ته ښځه وياړ ده او د هغې سيال کېدل غواړو خو د دوی په اند ښځه «فتنه» ده او بايد په کور کې وتړل شي. دوی به هر هغه غږ ځپي چې د بشر په توګه د ښځې د حق او ارزښت خبره کوي.