ننګرهار کې د ډاکټرانو د لوړو فیسونو له امله ناروغان خپلسري درمل خوړلو ته اړ کیږي

د ننګرهار اوسیدونکي وایي، چې یو شمیر کورنۍ د فقر او بې وزلۍ له امله د ځینو نارغیو د درملنې لپاره پرته له دې چې ډاکټر ته مراجعه وکړي په خپل سري ډول له بېلابېلو درملو کار اخلي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی صابر خان وایي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره په لویه کچه د خلکو بې روزګاري او اقتصادي وضعیت خرابوالی او د ډاکترانو لوړ فیسونه هغه علتونه دي چې له کبله یې زیاتره خلک په ښار او ولسوالیو کې د ډاکټرانو له نسخې پرته درمل پیري.

 نوموړی زیاتوي چې له سیاسي بدلون راوروسته له زیاتره کورنیو بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو هر څه اخیستي او ان ډیرې کورنۍ د خپلو ناروغانو د درملنې توان هم نه لري.

صابر خان زیاتوي: «له کله چې د طالبانو حکومت راغلی نو بې روزګاري زیاته شوې او دغه راز د خلکو اقتصادي وضعیت بیخي خراب شوی دی، نو ځکه خو زیاتره کورنۍ پر ځای د دې چې ډاکتر ته مراجعه وکړي په خپلسري ډول درمل اخلي ځکه د فیس د ورکړې توان نه لري او دغه راز د درملو بیې هم لوړې وي؛ زیاتره کورنۍ چې د ډاکتر د فیس توان نه لري نو مجبوریږي چې په خپلسري ډول له درملتون درمل واخلي او خپله درملنه پرې وکړي.»

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسیدونکی عزیزالله هم د ډاکټرانو د لوړو فیسونو او د درملو له لوړو بیو شکایت کوي.

هغه وایي، چې د عامه پوهاوي له پروګرامونو سره سره په ځېنو سيمو كې زیاتره کورنۍ د ډاکټرانو له مشورې پرته په خپل سر درمل کاروي، چې لامل یې د خلکو اقتصادي وضعیت خرابوالی او د روغتیاپالانو لوړ فیسونه دي.

 نوموړی د عامې روغتیا ریاست له چارواکو ډاکټرانو ته د هغوی د علمي کچې پر اساس د فیسونو د تعین غوښتنه کوي.

عزیزالله زیاتوي: «خلک اوس د رسنیو له لارې پوه شوي چې په خپلسري ډول درمل کارول دوی ته د ګټې پر ځای توان رسوي، خو ستونزه د ډاکټرانو لوړو فیسونو ده چې له امله یې زیاتره کورنۍ پر ځای د دې چې خپل ناروغ ډاکټر ته یوسي په خپلسري ډول ورته په درملتون کې درمل اخلي او ورکوي؛ چې دا ډول درملو کارول په ځینو سیمو کې د خلکو د مرګ لامل شوي هم دي په ښار کې هر ډاکټر له درې سوو افغانیو نیولې تر څلور سوه افغانۍ فیس اخلي چې دا د چا د وسې خبره نه ده.»

په ورته مهال جلال اباد ښار کې درمل پلورونکي هم مني، چې په دې وروستیو کې دوی ته د هغو کسانو ورتګ ډېر شوی چې د ډاکټر له نسخې پرته دوا او انټي بیوټیک اخلي.

امید الله په جلال اباد ښار کې درمل پلورونکی دی هغه وایي، د ټولنې د نورو وګړو سربیره ورته د پوهنتون محصلین هم ورځي او په خپلسري ډول آرام بښونکي درمل پیري، چې د ازموينې په ورځو کې د ذهني ستړيا د لېرې كولو لپاره کار وکړي.

نوموړی درمل پلورنكي هم پړه بولي چې د ډاكټر له نسخې پرته درمل پلوري، د هغه په خبره  دولت بايد داسې درمل پلورنكي مجازات او مخه يې ونيسي.

 امیدالله زیاتوي: «اوسني وخت کې زیاتره هغه کسان د ډاکټر له مشورې او نسحې پرته درمل اخلي، چې اقتصادي وضعیت یې خراب وي یا په ښار کې کراچۍ چلوي او یا اطرافي سیمو خلک وي؛ چې د ډاکتر د فیس وس نه لري او مجبوریږي چې په خپلسري ډول درمل واخلي او ځینې وخت محصلین هم راځي او وایي داسې درمل راکړه چې ذهني ارامه شم نو مونږ یې ورکوو.»

درمل پلورونکي وایي، په دې وروستیو کې دوی ته د هغو کسانو ورتګ زیات شوی چې له دوی څخه د نسخې پرته د درملو غوښتنه کوي.

 بل لور ته روغتیاپالان هم مني چې یو شمیر ډاکتران د ورکړل شوې لایحې لوړ فیس اخلي او له همدې امله خلک مجبوریږي چې د ډاکټر له مشورې پرته درمل وپیري.

د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر شیرشاه له میرمنو غواړي او ټینګار کوي، چې د ډاکټر له نسخې پرته د درملو او ځانګړي ډول انټي بیوټیکونو کارونه د ناروغانو لپاره خطرناکه ده.

ډاکتر شیرشاه زیاتوي: «ښه خبره دا ده چې ډاکټران باید وڅارل شي او د هر ډاکټر لپاره دې فیس وټاکل شي د هغې د تخصص پر اساس او دغه راز زیاتره دا ډول خپلسري درمل په کلیو او بانډو کې د میندو له لوري خپلو اولادونو ته ورکول کیږي او دا د دوی د اولاد ژوند ګواښي؛ که چیرې یو ناروغ ته له تشخیص پرته درمل ورکړل شي نو د ناروغ د مرګ باعث کیږي.»

ډاکټران اندیښنه لري که خلک له نسخې او تشخیص پرته درمل استعمال کړي نو د مرګ سبب یې کیدای شي، دوی لارښونه کوي چې د ډاکټر له مشورې پرته دې خلک په خپلسري ډول درمل نه کاروي.

د ننګرهار روغتیایي چارواکي هم مني چې د دغه ولایت په ښاري او لېرې پرتو سیمو کې د ځینو کورنیو له لوري په خپلسري ډول درمل کارول کیږي.

د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند نقیب الله رحیمي وایي، په داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې نه یوازې په خپلسري ډول د درملو د پیر او پلور مخنیوی وشي، بلکې د یادې طرحې له پلي کیدو وروسته به هیڅوک د ډاکټر له مشورې او نسخې پرته له درملو کار وانخلي.

رحیمي زیاتوي: «د ننګرهار په ځینو ولسوالیو او ښاري سیمو کې خلک په خپلسري ډول درمل اخلي او دې ستونزې د حل لپاره مونږ د عامه پوهاوي ټيمونه هم ګمارلي او دغه راز مو د ډاکټرانو د فیسونو لپاره هم یوه لایحه جوړه کړې چې د هماغه لایحې له مخې خلک کولای شي معالج ډاکتر ته فیس ورکړي او کوښښ کې یو چې داسې یوه طرحه باندې کار وکړو؛ هیڅوک د ډاکتر له نسحې پرته درمل وانخلی او په دې سره به تر ډیره د خپلسري درملو د کارولو مخنیوی وشي.»

ډاکټران او روغتيايي چارواکي په داسې حال کې په خپل سر د درملو د خوړلو خبره او له قانون نه د درمل پلورنکو سرغړونه يادوي، چې په ځینو درملتونونو کې وخت تېره (تاریخ تېره) او پریمانه بې کیفیته درمل هم پلورل کېږي.

كه څه هم د ننګرهار روغتیایي چارواكي وایي، چې په تېر یوه کال کې یې پنځه ټنه بې کيفيته او تاریخ تېري درمل د ښار او ولسوالیو له درملتونونو راټول کړي او په عام محضر کې يې له منځه وړي دي، خو له دې سره سره بیا هم په درملتونونو کې د داسې درملو شتون خلک شکمن کړي چې ګواکې د عامې روغتيا چارواکي په دې برخه کې پاتې راغلي او ياهم په خپله په دې کارونو کې لاس لري.