اوچا: افغانستان کې د تېرو دریو لسیزو پرمهال ماین چاودنو ۵۷ زره تنو ته مرګ ژوبله اړولې

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې له ۱۹۸۹ کال راهيسې په افغانستان کې ۵۷ زره ملکي وګړي له جګړې د پاتې ماينونو او چاودېدونکو توکو له کبله مړه او يا ژوبل شوي دي.

اوچا دا شميرې نن (سې‌شنبه، ۱۵ د وري) د ماین د خطرونو په اړه د پوهاوي له نړيوالې ورځې سره هم مهاله خپرې کړې دي.

دې بنسټ په يوه ټويټ کې ليکلي، چې له ۱۹۸۹ راهيسې ۱۹ ميليونه چاودېدونکي توکي د ماين پاکۍ د عملياتو پر مهال شنډ شوي دي.

اوچا وايي، چې د ماين تر څلور زره او ۱۵۰ زيات خطرونه پېژندل شوي، چې د ټولنو او په ځانګړې توګه د ماشومانو لپاره مرګوني ګواښونه دي.

دغه راز د ماين د خطراتو په اړه د پوهاوي په نړيواله ورځ سره صليب کميټې بیا ويلي، چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال پر مهال، په افغانستان کې د ناچاودو توکو او ماينونو چاودنې ۹۹۵ نفر مړه او ژوبل کړي دي.

دې کميټې په يوه ټويټ کې ليکلي، چې تېر کال په افغانستان کې ۴۵۰ ناچاودي ماينونه او مهمات ثبت شوي دي.

د سره صليب نړيوالې کميټې ويلي، چې ۹۷ سلنه وګړي چې په دې پېښو کې وژل شوي او يا ژوبل شوي، ملکي وګړي دي او په دې کې ۵۶ سلنه يې ماشومان دي.

د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو دفتر (اوچا) وايي، چې په افغانستان کې د څو لسيزو جګړې له امله دا هيواد په نړۍ کې يو له هغو هيوادونو دی چې ډېره زياته ځمکه يې په چاودېدونکو توکو لړلې ده.

دا دفتر وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د چاودېدونکو توکو د شنډولو، ماينونو د پاکولو، د خطر په اړه د پوهاوي او د ژوندي پاتې شویو د ملاتړ لپاره ۱۸.۳ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.

ويل کېږي چې د افغانستان ۶۰۶ مربع کيلومټره خاوره په ماين او چاودېدونکو توکو ککړه ده.