اطلاعات رزو: ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې ماین چاودنې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ وژلې او د هغې مور یې ټپي کړې ده.
د حصارک ولسوالۍ یو قومي مشر ملک میاګل وایي، چې پېښه نن (چهارشنبه، ۱۶ د وري) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د یادې ولسوالۍ اړوند په «صاحبزاده ګانو» کلي کې د سړک غاړې ځای پر ځای شوي پخواني ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، ټپي شوې میرمن یې ځایي روغتون ته رسولې خو ډاکترانو یې روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ ښودلی دی.
خو بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، چې پېښه نن لس بجې د حصارک ولسوالۍ صاحبزاده ګانو کلي کې د تیر نظام د یو چارواکي په کور کې د یوې پخوانۍ راکټ مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي د چارواکي نوم نه دی څرګند کړی خو ویلي یې دي، چې په یاده چاودنه کې د هغه یوه اتلس کلنه لور وژل شوې او یو ۱۶ کلنه لوري یې ټپي شوې ده.
ننګرهار او د هیواد په نورو ولایتونو کې ډیر کله دا ډول پېښې د ناچاوده توکو سره د بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي، چې ډیر کله یې قربانیان میرمنې او ماشومان وي.