ارزګان کې سوداګر: سوداګریزه راکړه ورکړه ۵۰ سلنه کمه شوې

د ارزګان ولايت په مرکز او ولسواليو کې سوداګر د پېر او پلور د سوړ بازار څخه شکايت کوي او وایي، چې د پخوا په پرتله سوداګریزه راکړه ورکړه ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

د دې ولايت هټۍوال وایي، د طالبانو له لوري لوړ ماليات د خلکو اقتصادي ستونزې او په دې ورستيو کې د پاکستانۍ کالدارو پر ځای د افغانيو ترويج دغلته د سوړ بازار اصلي لاملونه بلل کېږي.

يو تن سوداګر امان الله وايي، دا مهال ارزګان کې خلک د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او يوازې هغه توکي پیري چې ډیره اړتيا ورته لري.

امان الله وویل: «اقتصادي ستونزې ډيرې زياتې دي کاروبار نشته خلک یوازې خپل ژوند مخته وړي ماليه زياته شوې پخوا کالدارې وې اوس افغانۍ دي ځکه زموږ کاروبار ورسره ۵۰ سلنه کمزوری شوی دی.»

ارزګانیان وایي، د کار نشتون او کمزوري اقتصاد له امله نشي کولای چې په بازارونو کې د خپلې خوښې وړ توکي وپیري.

يو بل سوداګر ولي جان هم په سوداګريزه برخه کې د سوړ بازار خبره کوي او زياتوي چې باید په دې برخه کې د طالبانو حکومت دوی ته پاملرنه وکړي او ماليات کم کړي.

نوموړی زیاتوي، د نورو کلونو په پرتله سږکال د طالبانو حکومت له دوی څخه زيات ماليات اخیستي چې امله يې دوی اړ شوي د توکو قيمتونه لوړ کړي.

ولي جان وویل: « ماليه بیخي پورته شوې بله موضوع دا چې خلک افغانۍ بیخي نه پیژني او نورې ستونزې دا دي چې خلک له ډيرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي.»

ورته مهال بیا عام خلک د اقتصادي ستونزو سر ټکوي او وایي، چې حکومت دې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

د دې ولايت يو اوسيدونکی غلام فاروق وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت او په ښار کې راکړه ورکړه هغه وخت ښه کیدای شي چې حکومت بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

دی زیاتوي: «مخکې موږ یو شی دوه کيلو اخیسته اوس کيلو وړو کارونه نشته خلک هيڅ نه لري مجبوره دي چې يوازې خپله ورځ تېره کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، هیواد کې ناسم سیاسي او امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې سوداګر تیښته وکړي او دننه په هیواد کې له پانګونې لاس واخلي. انځور: اطلاعات روز

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته په ټول هېواد کې د سوداګرۍ مارکيټ کمزورۍ شوی او ډيری پانګوال له هېواد څخه د ناسم سياسي وضعيت له امله په تيښته کې دي.

يو تن د اقتصادی چارو کارپوه عبدالسلام رحيمي وايي، چې د طالبانو حکومت باید سوداګرو ته ډاډ ورکړي او هغوي په افغانستان کې کار روزګار ته تشويق کړي.

نوموړی زیاتوي، طالبان په ټولو ګمرکاتو کې د پخوا په پرتله لوړ ماليات اخلي چې دغه کړنې په ټوله هېواد کې پر سوداګرۍ اغيزې کړي او د ټولو توکو قيمتونه ورسره لوړه شوي دي.

هغه وویل، د توکو لوړو قيمتونه ددې لامل کيږي چې خلک يوازې اړين توکي په ښار کې واخلي او د اضافي توکو اخیستلو څخه لاس واخلي.

د رحیمي په خبره:«سوداګر اوس هم په تشويش او ويره کې دي چې د افغانستان سياسي حالات به څه ډول کيږي باید سوداګرو ته يو ډاډ ورکول شي بله اساسي موضوع لوړ ماليات دي چې په بازارونو کې د سوداګرۍ پر راکړي ورکړي اغيزې کړي دي بل لويه ستونزه د خلکو اقتصادي وضعيت دی چې ډير خلک موږ وينو چې يوازې د خپل کور د اړتيا پوره کولو توکي اخلي او ډير هغه توکي چې پخوا يې اخيستل هغه اوس نه اخلي.»

ارزګان کې د طالبانو د مستوفيت رياست مسوولين بیا دغه څرګندونې ردوي او ادعا کوي چې د پخوا په پرتله ښار کې سوداګریزې راکړې ورکړې ۹۰ سلنه وده کړې ده.

د ارزګان ولايت مستوفي شفيع الله فاييز وايي، چې جګړه دريدلې لويې لارې خلاصې شوي او ورسره کار وبار هم وده کړې ده.

فاييز زياته کړه: «د پخوا په پرتله ۱۰ چنده د خلکو عايد او کاروبار زيات شوی پخوا چې چا لس سلنه پیر او پلور کاوه اوس هغه ۹۰ سلنې ته رسيدلی.»