د کندهار د دهلې بند د اوبو پرچاوېدول؛ زرګونه مېله وال ورمات شوي دي

 د کندهار شاوليکوټ ولسوالۍ کې د دهلې د اوبو بند له درې کلنې وچکالۍ وروسته یو ځل بیا له اوبو ډک شوی دی. سره له دې چې د یاد بند له اوبو څخه د کندهار ولایت اووه ولسوالۍ خړوبیږي، خو ترڅنګ یې یوه په زړه پورې تفریحی سیمه هم بلل کېږي او اوس زرګونه سیلانیان دغه ځای ته ورمات شوي دي.

د دهلې بند نږدې ۷۲ کاله وړاندې د امریکا متحده ایالاتو لخوا د کندهار ولايت په شاوليکوټ ولسوالۍ کې د ارغنداب د رود پرسر جوړ شوی، چې پر مټ یې د دغه ولایت په اووه ولسوالیو کې ۷۶ زره هکټاره ځمکې خړوبیږي.

ياد بند چې له تېرو درېو کلونو راهيسې نه و پارچاو شوی سږکال د وروستیو ورښتونو له کبله پارچاو او د کندهار ښار او ولسوالیو په ګډون یې د ګڼو هیواد والو پام ځانته اړولی دی.

دهلې بند ته راغلي سیلانیان په وړو کښتیو کې د چکر وهلو په حال کې.

له کندهار ښار څخه د دهلې بند ته راغلی مېله‌وال حميد الله وايي، زيات خوشحاله دی چې له څو کلن ځنډ وروسته د دهلې بند پارچاو شوی دی.

هغه زياتوي کندهار کې د مېله ځايونو نشتون او د دهلې د اوبو کمېدل د دې لامل شوي وو، ترڅو ډیری ځوانان نورو ولايتونو ته د مېلې لپاره ولاړ شي.

ده وويل، سږکال د ورښتونو او د دهلې د اوبو بند له پارچاوېد وروسته د يوه آباد او سمسور کال لپاره د بزګرانو هېلې را ژوندۍ شوي دي.

حمیدالله زیاته کړه: «زيات شمېر ځوانان اوس دهلې ته د مېلې او تفريح لپاره راځي، موږ خپله زيات خوشحاله يو غوښتنه مو داده چې دا بند پراخ شي، ترڅو نورې اوبه هم په ځان کې ذخیره کړي.»

د کندهار ښار څخه بل راغلی مېله‌وال سلطان غازي وايي، ډېر خوښ دی چې له څو کلونو وروسته د دهلې د اوبو بند پارچاو کېږي او ورسره يو وخت د راتلونکي کال لپاره خلکو ته د آبادۍ پيغام ورکوي.

دی وایي، هره ورځ په زرګونه کسان د دهلې بند لیدو ته ورځي او دغلته مېلې کوي، خو په وينا يې چې زيات شمېر کسان نظافت ته پاملرنه نه کوي.

غازي وویل: «دادی د دهلې بند هم پارچاو شو، سږکال موږ خوشحاله ځکه يو چې تر ډېره به د اووه ولسواليو خلک اوبه لري، په ولسواليو کې به هم مېلې کوو، باغونه شته مېوې شته، پروسږکال که شی نه وو خو اوس شکر شته.»

دهلې بند ته راغلي مېله وال.

همدارنګه د کندهار له ارغنداب ولسوالۍ څخه راغلی ځوان بصير احمد وايي، اوس مهال کندهار کې د ځانګړو تفريحي پارکونو او مېله ځایونو نشتون له وجې دلته راغلی ترڅو له خپلو ملګرو سره مېله وکړي.

هغه له خلکو غوښتنه کوي چې خپلو ملي او عامه تفريحي ځايونو ته پوره پاملرنه وکړي او په دې ډول ځانګړي ځايونو کې هوټلونه، تفريحي پارکونه او نورې اسانتياوې برابرې کړي.

ده زياته کړه، چې سږکال د‌ نورو کلونو په پرتله دهلې ته راتلونکو کسانو شمېر زيات دی او په خبره يې چې زيات شمېر کسان دغلته د مېلې لپاره راځي.

بصير احمد وويل: «په دا څو کاله دهله نه وه ډکه شوې زموږ دا ارمان و چې بيا دهله ډکه وي او د مېلې لپاره ورته راشو، دغه ډول بندونه او اوبه زموږ د هيواد په ملي شتمنیو کې راځي، فقد دا يو شمېر کسان چې راځي هغوی باندې نظم مراعات کړي او شاوخوا چاپیريال پاک وساتي.»

دی زیاتوي، هره ورځ په همدې لار کې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي او له ځوانانو غوښته کوي ترڅو مېلې ته د راتګ پرمهال ترافيکي قوانين په ځان عملي کړي او د ځان په څېر د نورو ژوند هم وژغوري.

له درې کلنې وچکالۍ وروسته د دهلې بند اوبه پرچاو شوې.

دغه راز د کندهار له ميربازار څخه راغلی حضرت ولي له مېله والو غواړي چې شاوخوا چاپیریال پاک وساتي او همدارنګه له ټولو پانګوالو غوښتنه کوي چې دهله کې هوټلونو، تفريحي پارکونه، دوکانونه او د مېله والو لپاره ځانګړې ځايونه جوړ کړي.

هغه وایي: د دهلې بند ګټه موږ ته داده چې مېلې به مو تازه وي، ملک به مو اباد وي نورو ته به نه يو محتاجه، خلک دې له اوبو سره احتياط کوي داسې نه چې سبا بيا وچکالۍ راشي، او نورو ته اړ شو، بزګران به اوبو ته لار پیدا کړي او هر څه به ښه شي.»

دی له واکمن حکومت څخه غواړي ترڅو په ټولو ولسواليو کې د ورغلو مېله‌والو امنيت ته پوره پاملرنه وکړي او د شته امنيتي ګواښونو مخنیوی دې وکړي.

په ورته وخت کې د کندهار لپاره د طالبانو د والي ویاند حاجي زید هم وایي، چې ټولو امنیتي سرتیرو او ترافیکو ته لارښوونه شوې ترڅو د امنیت په ټينګښت او ترافیکي نظم کې خپلې هڅې نورې هم زیاتې کړي.

دی زیاتوي: «دهلې ته خو په زرهاوو کسان ځي، دوی کولای شي په ښه امنیت کې مېلې وکړي ترافیکي او نور نظم په ډېره ښه توګه نیول شوی دی.»

د دهلې بند کاسه چې په پوره ډول له اوبو ډکه شوې او طبیعي ښکلا یې ګڼ مېله وال د ځان په لور رامات کړي دي.

د کندهار د دهلې بند چې د کندهار اووه ولسوالۍ ترې خړوبیږي اوس مهال یې اوبه په ظاهرشاهي کانال او د ارغنداب په سیند کې بهیږي، بزګران وایي له دې سره به تر ځمکې لاندې د‌ اوبو سطحه نوره هم لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر جمهوري نظام پرمهال ددغه بند د ارتفاع یا لوړیدو چارې تمدید شوې، خو د طالبانو د حکومت راتګ او د پخواني حکومت ړنګېدل د دې سبب شول چې نړيوال بانک د دې پروژې لپاره ټاکل شوی مالي لګښت وځنډوي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه