زابل کې يوه محلي ښوونځي ته اور ورته شوی

اطلاعات روز: زابل کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دې ولایت د مرکز اړوند جلدک سیمه کې یو شمیر کسانو دشپې لخوا دخپل کلي ښوونځي ته اور اچولی او یو لیک یې هم پریښی چې پکې لیکل شوي « له ښوونځي کرزی او غني پیداکېږي او له مدرسې ملا محمد عمر او ملا هبت الله.»

یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې د مرکز اړوند جلدک سیمې «شوخک» کلي کې ياد ښوونځی څه موده وړاندې د همدې کلي د ملک «حکیم الله» لخوا جوړ شوی و او تېره شپه (سې شنبه، ۲۲ د وري)  د دغه کلي خلکو د ملک سره د قومي دښمنۍ له امله سوځولی دی.

سرچينې زیاته کړه: «دحکيم الله په نوم دا کس د جلدک سيمې په شوخک کلي کې ملک دی او دلته یې د موسېساتو په همکارۍ ښوونځی جوړ کړی و، د دغه کلي خلکو د حکيم الله سره د تضاد او قومي دښمنۍ له امله دا محلي مکتب سوځولی، دلته دا کسان د قومي دښمنۍ له وجې سره خلاف دي.»

د سرچینو په خبره، ياد محلي ښوونځی د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف لخوا تمويل کېده.

په ورته وخت کې زابل ولايت کې د طالبانو ځايي امنيتي مسوولين هم دغه پېښه تایيدوي او وايي، په همدې قضيې کې ښکېل کسان يې نيولي دي.

د دوی په خبره چې د شوخک کلي ياد محلي ښوونځی د کلي د خلکو له‌ لوري سوځول شوی او کوم سياسي اړخ نه لري.

دغه راز هغه کسانو چې یاد ښوونځی سوځولی یو لیک یې پریښی چې پکې لیکل شوي: «موږ تاسو ته د اسلام په خاطر وایو چې د مکتب څخه کرزی او اشرف غني پیدا کېږي او د حجرې [مدرسې] څخه ملا عمر مجاهد او شیخ هبت الله.»

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د هيواد په نورو سيمو کې هم د نامعلومو کسانو له لوري محلي ښوونځي سوځول شوي وو.