انځور: @MFAIran

د ايران، چين، روسيې او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان په اړه غونډه وکړه

اطلاعات روز: د ايران، چين، روسیې او پاکستان بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان په اړه د ازبکستان په سمرقند کې غير رسمي غونډه وکړه. د دې غونډې په اعلاميه کې له طالبانو غوښتل شوي چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې دې د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره «د مشاهدې وړ او رښتني» اقدامات وکړي.

دا غونډه پرون (چهارشنبه، ۲۳ د وري) د افغانستان د ګاونډيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې يوه ورځ وړاندې ترسره شوې ده.

د دې غونډې په اعلاميه کې چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت له لوري خپره شوې راغلي، چې د ايران، چين، روسيې او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان پر حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا او د «افغان رهبرۍ، افغان مالکيت» اصل ته په پام يې د هيواد پر سياسي تعين او پرمختيايي مسير ټينګار کړی دی.

دوی ويلي، چې د نړيوالې ټولنې ټول غړي په افغانستان کې باثباته او سولييزې ګټې لري او دا هيواد بايد «د جيوپوليټيکي سياليو د صحنو پر ځای د نړيوالو همکاريو ځای وي».

د ايران، چين، روسيې او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په افغانستان کې له تروريزم سره د اړوند امنيتي وضعيت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د داعش، القاعده، د شرقي ترکستان اسلامي خوځښت، تحريک طالبان پاکستان، د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ او جيش العدل په شمول په افغانستان کې ټولې مېشتې تروريستي ډلې د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ دی.

د دې هيوادونو په اعلاميه کې راغلي: «د [بهرنيو چارو] وزيرانو د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د افغانستان د موقت دولت (طالبانو) هڅو ته پام کړی او له دوی يې غوښتي چې له تروريزم سره د مبارزې په برخه کې دې خپلې کړې ژمنې عملي کړي او هر ډول تروريستي ډله چې د افغانستان له خاورې استفاده کوي بايد له منځه يې يوسي.»

همدا راز د ايران، چين، روسيې او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله ګډه اعلاميه کې له طالبانو غوښتي چې د ټولو قومونو په ګډون دې يو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو او قومي لږکيو پر خلاف محدودوونکي اقدامات دې لغو کړي.

دوی طالبان د دوستانه بهرني سياست ساتنې، د نړيوالو قوانينو مراعتولو او له ګاونډيو هيوادونو او ټولې نړۍ سره همغږۍ ته هڅولي دي.

د ايران، چين، روسيې او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو له امريکا او متحدینو يې هم غوښتي چې په افغانستان کې د اوسني وضعيت مسووليت دې ومني او سمدستي دې د افغانستان پر خلاف يو اړخيز بنديزونه لېرې او کنګل شتمني دې ازاده کړي.

دوی له نړيوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره بشرپالو مرستو ته دې دوام ورکړي او له دې هيواد سره دې مرسته وکړي تر څو د دوامدارې ودې لپاره خپل ظرفيت جوړ کړي.