بلخ کې د طالبانو په زندانونو کې څه تېرېږي؟

تر غرمې وروسته د بلخ يوه ډېره سړه ورځ وه. اسدالله (مستعار) د مزار شريف ښار په يو دوکان کې له خپلو ملګرو سره پر بانډار و چې ناڅاپه سيمه د طالبانو له لوري محاصره شوه. طالبانو اسدالله بندي کړ او له ځان سره يې يووړ.

واک ته د طالبانو د دویم ځل رسېدو وروسته دا دويم وار دی چې اسدالله د طالبانو له لوري نيول کېږي، خو څه چې متفاوت دي هغه د ده د نيونې ډول دی. طالبانو دا ځل دی تر نيولو وړاندې د خپلو ګاونډيانو په مخ کې تر مرګه وهلی دی.

اسدالله چې نه غواړي هويت يې ښکاره شي او يا يې هم پر بدن د شکنجو د پاتې نښو کوم انځور خپور شي، وايي چې د طالبانو د استخباراتو رياست دی لومړی د خپلو ګاونډيانو پر وړاندې دومره وهلی چې بې هوښه شوی؛ خو د ژمي په هماغو سړو ورځو کې يې بيرته پر ده اوبه اچولي، پر هوښ يې راوستلی او له ځان سره يې وړی دی.

اسدالله وايي، چې په موټر کې تر لس دقيقې مزل وروسته طالبانو دی په مزار شريف ښار کې يو لندبل لرونکې او تيارې تل خونې ته وړی چې د طالبانو د استخباراتو په رياست پورې يې تړاو درلود.

دا سړی وايي، چې که څه هم سخت وهل شوی و، خو کله چې يې هغه ځای وليد چې طالبانو ده ته انتخاب کړی نو بدن يې له ډېرې وېرې ولړزېده. «کله چې مې زيرزميني وليده، پر بدن مې وېښتان جګ ودرېدل. پوه شوی وم چې دا ځل به راسره طالبان څه کوي.»

اسدالله د هغو ورځو يوه ډېره غمجنه کېسه کوي چې کله د دې ډلې د استخباراتو په وحشتناکه زندان کې و. دی وايي چې تر نيم ساعت وروسته د وهلو يو نوی بهير پېل شو او وړاندې تر دې چې زما د بندي کېدو علت راته ووايي، زما سر يې له اوبو په ډک لوښي کې دننه کړ او په ډبل پېچل شويو سیمانو به يې پر بدن وهلم.

اسدالله د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د دې ډلې له لوري د غير قانوني وسلې په درلودلو تورن دی، په داسې حال کې چې نوموړی وايي، د نظام تر سقوط وړاندې يې وسله خپل مالک ته سپارلې ده.

دا سړی زياتوي: «که څه هم زر ځله مې ورته فرياد وکړ چې له ما سره هيڅ وسله نشته، خو باور يې ونه کړ او همداسې يې شکنجې ته دوام ورکړ؛ دا ځل يې نوې طريقه پيدا کړې وه او په پښو به يې راځړول کول.»

وهل ټکول، په پښو را ځړول، برېښنايي شاټونه، په لاس يا دسمال سره خفه کول او يا هم په تناسي اله د ډبې راځړول د طالبانو د شکنجو ډولونه و چې اسدالله زغملي دي. خو کله چې طالبانو ته هيڅ په لاس ورنغلل، دی يې په ضمانت خوشې کړ.

د اسدالله غمجنه کېسه د سلګونو نورو هغو افرادو کېسه ده چې ده ته ورته شکنجې يې د طالبانو له لوري ليدلې دي مګر له خبريالانو سره د هغه څه شريکول چې پر دوی تېر شوي دي ستونزمن کار دی.

له دې سره – سره اطلاعات روز ورځپاڼې هڅه کړې چې له هغو افرادو سره د طالبانو د شکنجو او بد چلند کېسه وکړي چې د دې ډلې په ۲۰ مياشتني حکومت کې زنداني شوي دي.

په دې راپور کې له شپږو نفرو سره خبرې شوي چې د طالبانو زندان يې تجربه کړی دی، دوه يې مدافع وکيلان او نور يې نظامي کارپوهان دي.

طالبانو د نظام تر بدلون وروسته د هغو افرادو پر وړاندې چې نظامي او سياسي مخينه يې د عمومي بخښنې لومړنی اقدام وکړ، خو د نظامي او سياسي چارو يو شمير کارپوهان له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې دا ډله ملامتوي چې له عمومي بخښنې يې سرغړونه کړې ده.

دا سرچينې چې د امنيتي وضعيت له کبله نه غواړي په دې راپور کې يې نوم خپور شي، وايي سره له دې چې د طالبانو رهبر عمومي بخښنه اعلان کړې ده، خو بيا هم پر رسنيز فعاليت له زيات محدوديت سره – سره له خلکو او په ځانګړې توګه له پخوانيو نظاميانو سره د بد چلند، د هغوی د شکنجې او وژنې انځورونه او ويډيوګانې پر ټولنيزو رسنيو خپرېږي.

دې سرچينو ویلي، چې د بشر حقونو څار سازمان د يوه راپور په خپرولو سره ويلي چې کله طالبانو د ۲۰۲۱ اګست پر ۱۵مه واک واخیست، دوی د پخواني دولت د ۱۰۰ غړو د اعدام او تښتونې پېښې مستندې کړې دي.

دا کارپوهان همدا راز وايي، چې بلخ د هيواد په شمال کې د يوه مهم ولايت په توګه چې د طالبانو لپاره هم ډېر ارزښت لري، د نورو ټولو ولايتونو په څېر د نيونو، وژنو او د طالبانو د بد چلند شاهد دی او اوس هم د طالبانو او په ځانګړې توګه د دې ډلې د استخباراتو زندانونه په پخوانيو نظاميانو ډک دي.

د دې کارپوهانو په وينا، اوس مهال چې کوم کسان د طالبانو له لوري نيول کېږي، په دوو ځايونو د کورنيو چارو وزارت تر کنټرول لاندې په عمومي زندان او دويم د دې ډلې د استخباراتو رياست په زندانونو کې ساتل کېږي.

د دې سرچينو په باور، سياسي زندانيان، د طالبانو له ضد جبهو سره د همکارۍ په تور نيول شوي افراد او هغه افراد چې د دې ډلې پر نظام نيوکې لري د استخباراتو رياست په زندانونو کې ساتل کېږي او کوم کسان چې د جنايي جرمونو په تړاو نيول شوي وي، د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې د کورنيو چارو وزارت په عمومي زندان کې ساتل کېږي.

پوځي او سیاسي کارپوهان وايي، چې عمومي عفوه دوکه ورکول دي او طالبان اوس هم په شکنجې، وژلو او نیولو سره د غچ اخیستلو په لټه کې دي.

په همدې حال کې د پخواني حکومت يو نظامي د سجاد په مستعار نوم سره تيار شوی چې اطلاعات روز ورځپاڼې ته د څو مياشتنې زنداني کېدو کېسه وکړي، خو غواړي چې د شته ګواښونو له وجې دې ترې انځور نه اخيستل کېږي او همدا راز موږ ته اجازه هم نه راکوي چې غږ يې ثبت کړو.

سجاد درې کاله وړاندې د طالبانو په لاس د نظام تر سقوط مخکې له پوځه وځي او د خپل ژوند او د واده د زياتو لګښتونو د پوره کولو لپاره ايران ته کډوالېږي خو کله چې د ۲۰۲۲ کال په جون مياشت کې بلخ ته د واده کولو لپاره راځي، د طالبانو له لوري نيول کېږي.

طالبانو سجاد له دې وجې نيولی چې پخوانۍ نظامي سابقه لري او د نظام تر بدلون وروسته يې له پخوانيو نظامي څېرو سره چې په ايران کې مېشت دي انځورونه اخيستي او پر ټولنيزو رسنيو خپاره شوي دي، همدا راز د احمد مسعود تر مشرۍ لاندې له «مقاومت جبهې» سره د همکارۍ تور پرې لګېدلی دی.

د پخواني حکومت دا نظامي وايي، چې که څه هم ډېره هڅه يې وکړه چې طالبانو ته ووايي چې د جمهوريت تر سقوط درې کاله وړاندې يې له نظام سره خدای په اماني کړې، خو د طالبانو پر پرېکړه يې کوم اغېز نه درلود او طالبانو تر نيولو وروسته شکجه کړی دی.

سجاد زیاتوي چې طالبانو لومړی تر نيولو وروسته د استخباراتو رياست يوه زندان ته وړی دی خو تر څو ورځنۍ شکنجې او وهلو ټکولو وروسته يې په مزار شريف ښار کې د کورنيو چارو وزارت عمومي زندان ته انتقال کړی دی.

سجاد په دواړو زندانونو کې له زندانيانو سره د طالبانو د هر ډول شکنجې، بد چلند او سپکاوي تجربه لري، دی وايي: «طالبان له زندانيانو سره د حيوان په څېر چلند کوي. د انسانيت هيڅ ارزښت نه مني او يوازې سپکاوی، تحقير او شکنجه پېژني.»

همدا راز سجاد زياتوي: «زياتې شکنجې مې وليدې. هره ورځ به يې يوه موضوع تکراروله چې ولې له مقاومت جبهې سره همکاري کوو او په پايپ، ډبل سيم او برقي ډنډه به يې وهل کول. حتا يوه ورځ يې د پلټنې پر مهال د اوبو پايپ زما په خوله کې راکړ، تر دې چې نس مې وپړسېد او بې هوښه شوم.»

دا پخوانی نظامي وايي، چې په اوسپنيزه ډنډه او د وسلې په ميل سره وهل او ټکول، د خونې په چت پسې په پښو راځړول، د نارينه په تناسلي الې پسې د ډبرې او يا بل درانه شي راځړول، د نوکانو کښل، په خوله کې د اوبو د پايپ ورکول او په لسګونو نور ډولونه شته چې طالبانو يې په زندانونو کې د پلټنې پر مهال کاروي.

د طالبانو ښځينه زندان د ښځو لپاره يو وحشتناک او بد خوب

بياځلې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته د دې ډلې سخت او ښځينه ضد محدودیتونه د دې سبب شول چې د هیواد په اکثريت لويو ښارونو کې ښځې مدني اعتراضونه وکړي.

د ښځو دا اعتراضونه چې د عدالت او د تحصیل، زده کړې، کار او په ټولنه کې د معنادارې ونډې په څېر د اساسي حقونو د لاسته راوړلو لپاره و، د طالبانو له لوري په سخت ډول وځپل شول. طالبانو د مدني اعتراضونو د ځپلو لپاره زياتې نجونې او ښځې ووهلې او ان ويې نيولې.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د يوه څېړنيز راپور موندنې ښيي چې طالبانو په تېر يوه کال کې تر زر زياتې ښځې نيولې او بنديانې کړې دي.

فروزان (مستعار) يوه له هغو ښځو ده چې تېر کال د اکتوبر مياشتې پر مهال يې په پوهنتونونو کې د نجونو د تحصیل پر بنديز په اعتراض کې د بلخ پوهنتون د محصلینو له لوري په جوړ شوي لاريون کې ګډون وکړ او ونيول شوه.

دا نجلۍ د فروزان په مستعار نوم سره چمتو شوې چې د شکنجې، تاوتريخوالي، توهين او له طالبانو سره په زندان کې د خپلو سترګو ليدلی حال شريک کړي.

فروزان وايي، چې د لومړيو ۱۵ ورځو پر مهال چې د استخباراتو د رياست په زندان کې وه، د زندان په هغو برخو کې چې د ښځو لپاره ځانګړي شوي د تاوتريخوالي، توهين او وهلو-ټکولو بدترين ډولونه يې ليدلي دي.

دا نجلۍ زیاتوي چې طالبانو پرلپسې ۱۵ ورځې دې ته برقي جټکې ورکړې دي، په څپیړه او لغته يې پر سر او پر بدن په وهلو سره شکنجه کړې ده. دا نجلۍ زياتوي چې طالبانو به د پلټنو پر مهال پوښتنه ترې کوله چې له کوم هيواد او کوم سازمان څخه يې د نظام د ختمولو او د دوی د حکومت پر وړاندې د اعتراض کولو لپاره پيسې اخيستې دي.

فروزان زياتوي: «هره ورځ به تکراري خبرې وې چې له کومه ځايه دستور اخلئ او څوک تاسو ته پيسې درکوي چې زموږ پر وړاندې اعتراض وکړئ؟»

په همدې حال کې د بلخ ولايت يو مدافع وکيل چې د طالبانو له لوري د نيول شويو نجونو قضيې يې مخته وړې دي، د طالبانو په زندان کې د ښځو د بندي کېدلو غمجن کېسې کوي.

دا وکیل د رفيع په مستعار نوم چمتو شوی چې د هغې زنداني ښځې کېسه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره شريکه کړي چې تېر کال د طالبانو پر وړاندې په څو لاريونونو د ګډون له وجې نيول شوې ده.

بهشته (مستعار)، د دې مدافع وکيلې موکله لومړنۍ ښځه ده چې تر نيول کېدو وروسته د بلخ ولایت ښځينه زندان ته انتقالېږي. خو رفيع وايي چې بهشته هم شکجه شوې او له لوږې او تاوتريخوالي سره مخ شوې ده.

بهشته ناروغه وه خو په يوه اعتراضي غونډه کې د ګډون له وجې يې طالبان را پيدا کوي او نيسي يې او عمومي زندان ته يې وړي.

رفيع د بهشتې له خولې وايي: «که څه هم کورنۍ مې په ځلونو راته وويل چې نور په اعتراضونو کې ګډون ونه کړم، خو بريالۍ نشوم چې خپل ځان راضي کړم چې د ښځو پر وړاندې دا ټولې نابربراۍ وګورم.»

په زندان کې له ښځو سره د طالبانو بد چلند

د بلخ په ښځينه زندان کې له معترضو ښځو سره يو ځای د نامشروع اړيکو، له کوره د تېښتې، مخدره موادو د ساتنې، تن پلورنې او کورني تاوتريخوالي په تورونو تورنې هم ساتل کېږي.

په بلخ کې د طالبانو د امنيې قومندانۍ د وياند او د بلخ له عمومي زندانه د يوې باوري سرچينې په وينا، اوس مهال په دې زندان کې شاوخوا دوه زره کسان بنديان دي چې په دې منځ کې لږ تر لږه ۳۰۰ تنه يې ښځې دي.

يو شمير ښځې چې د طالبانو په زندان کې د بندي کېدلو تجربه لري او يو شمير مدافع وکيلانې له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې دې ښځو هم سختې ورځې تېرې کړې دي او د طالبانو له لوري په پرلپسې توګه ورسره بد چلند شوی دی.

زهرا (مستعار) له يوې ځوانې نجلۍ سره چې له کوره تښتېدلې، د همکارۍ په تور نيول شوې ده. دا ښځه وايي چې له کومې ورځې د مزار شريف ښځينه زندان ته وړل شوې ده، ليدلي يې دي چې هره ورځ له دریو تر څلورو پورې ښځې نيول کېږي.

دا ښځه وايي، چې بد الفاظ، توهين او سپکاوی، تاوتريخوالی او د بندي ښځو وهل او ټکول يوه عادي چاره ده چې هر وخت کېږي.

دا ښځه يوه بله کېسه هم کوي او وايي چې دشپې پر مهال ځوانې زنداني ښځې تر چمتو کېدلو وروسته نامعلوم ځای ته وړل کېدلې او د لمر تر راختلو وړاندې به بيرته زندان ته راوړل کېدې.

دا ښځه زياتوي: «دشپې تر اتو بجو وروسته به ځوانې ښځې چمتو کيدلې او نامعلوم ځای ته به وړل کېدې؛ خو کله چې به سهار بيرته راوړل شوې نو له وضعيت او تر غاړې لاندې له سرو ليکو به يې ښکارېدله چې شپه يې چيرته تېره کړې ده.»

د نجلا په نوم يوه بله ښځه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره د انټرنيټ له لارې په خبرو کې نجلا ته ورته مشاهده لري او پر زنداني ښځو تېری تاييدوي.

دې ښځې نږدې څلور مياشتې د نامشروع اړيکې په تور د مزار شريف په زندان کې تيري کړې دي او تر خلاصېدو وروسته اړه شوې چې ايران ته کډواله شي.

نجلا وايي، چې په مزار شريف ښار کې دشپې مهال د طالبانو د ښځينه کارکوونکو له لوري يوې تشې خونې ته وړل شوې او د دې ډلې وسله والو له وهلو او ټکولو او سپکاوي وروسته جنسي تېری پرې کړی دی.

دا ښځه زياتوي: «څلور مياشتې چې د طالبانو په زندان کې وم، پنځه ځله تېری راباندې وشو او هر وار به دوه يا درې نفره وو. هر څومره فرياد چې به مې وکړ، چا مې زارۍ نه اورېدې.»

همدا راز دا ښځې هغه وخت هم يادوي چې مقاومت يې کړی دی او وايي: «کله چې به مې ورته وويل چې تاسو خو واقعي مسلمانان ياست او تل واياست چې تجاوز او زنا حرامه ده نو بيا په خپله ولې دا کار کوئ؟ طالبانو به ويل چې کله موږ يو، نو نورو ته اړتيا نشته چې ته ورسره څملې.»

د عزيز په مستعار نوم يو مدافع وکيل چې د خپلو موکلينو قضيو ته د رسيدګۍ لپاره د طالبانو ښځينه زندان ته تګ – راتګ کوي، تاييدوي چې د طالبانو په ښځينه زندانونو کې تاوتريخوالی، بدچلند او د ښځو شکنجه کول شته دي.

عزيز وايي، چې د طالبانو په زندان کې پر ښځو په ځلونو جنسي تېری کېږي او په سخت ډول وهل او ټکول کېږي، خو د تهديد له وېرې تيارې نه دي چې په دې اړه خبرې وکړي.

عزيز زياتوي: «کومې بې چاره ښځې چې وهل شوې وي، هغوی دا کېسه موږ ته هم نشي کولای ځکه موږ چې هم ورسره ګورو دوه يا درې طالب وسله وال راسره وي.»

د دې ډلې په زندان کې له زندانيانو سره د بد چلند، تاوتريخوالي او هغوی د وهلو-ټکولو موضوع نوې نه ده بلکې په دې اړه د هيواد په رسنيو کې په لسګونو غمجن او وحشتناک راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو له لوري د هغو کسانو نيونې پراخ داخلي او بهرني غبرګونونه راپارولي چې د طالبانو د نابرابريو پر وړاندې درېږي.

د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) د ټويټونو په يو لړ تازه څرګندونو کې يو ځل بيا د مدني ټولنې د فعالينو او ښځينه حقونو د مدافعانو د خپلسرو نيونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دې بنسټ د نرګس سادات او زکريا اصولي پر خوشې کېدو خوښي ښودلې او له طالبانو يې غوښتي چې: «موږ د ټولو هغو کسانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتونکي يو چې په خپلسرې توګه نيول شوي دي.»