د پاکستانۍ کالدارو بې ثباتي او په کندهار کې چلښت یې د خلکو اقتصاد زیانمن کړی

کندهار کې د پاکستانۍ کالدارو چلښت او د دغه بهرنۍ کرنسۍ بې ثباتي خلک د اقتصادي اړخه سخت زیانمن کړي او غوښتنه کوي چې دغلته دې په افغاني بانک نوټونو راکړه ورکړه عامه شي.

د معلوماتو له مخې کندهار کې نږدې شپېته سلنه سوداګريزه راکړه ورکړه په پاکستانۍ کالدارو ترسره کېږي چې ورسره يو وخت يې سوداګر او عام خلک په زياته کچه زيانمن کړي دي.

بل خوا په پاکستانۍ کالدارو د تارياکو پېر او پلور هم دې ته لار پرانيستې ترڅو په ټولو ولسواليو کې خلک پخپلو ورځنیو چارو کې د افغانیو پر ځای پاکستانۍ کالدارې وکاروي.

کندهاریان وایي، دې ولایت کې د کالدارو چلښت خلک تاواني کړي او اوس د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د کالدارو چلښت سوداګر او عام خلک څومره زیانمن کړي؟

د کندهار ولایت اوسېدونکی حضرت ولي چې د کورونو د پېر او پلور کاروبار کوي سږکال یې د کالدارې د بې ثباتۍ له امله نږدې پنځه لکه افغانۍ زیان کړی او اوس د اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه د طالبانو له سرپرست حکومته غوښتنه کوي ترڅو په هيواد کې دننه په کالدارو راکړه ورکړه بنده او پر ځای یې سوداګرو او عامو خلکو ته نوي افغاني بانک نوټونه وويشي.

نوموړي وویل: «اوس موږ يو کور په پنځلس لکه يا شل لکه رانيسو نو دا چې يو دم کالداره ښکته شي باره فکر وکړه چې څومره تاوان مو کړی، موږ خپله اوس د کالدارو څخه لېري ګرځو خو زيات شمېر کسان يې اوس هم کاروي، په سپين بولدک، خاکرېز، شاوليکوټ، ريګ، او دا نږدې نورو ولسواليو او ولايتو کې لا خلک د افغانۍ پرځای عمده او پرچون سودا په کالدارو کوي.»

صفت الله په کندهار ښار کې د خوراکي توکو عمده پلورنځی لري دی وایي، له پاکستان او چین هيوادونو وارېدېدونکي نږدې ټول خوراکي او غيرې خوراکي توکي په پاکستانۍ کالدارو خرڅېږي.

نوموړی زیاتوي، چې سويلي زون او په خاص ډول کندهار کې له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې خلک په پاکستانۍ کالدارو راکړه ورکړه کوي او اوس دا کرنسۍ عامه شوې ده.

دی زياتوي: «که درته ووايم ټول غټ او کوچني کاروبارونه اوس په کالدارو ترسره کېږي، موږ ته خو هره ورځ تاوان کوي، دلته په بازار کې افغانۍ هم دومره نه دي،  تجاران ډالر انتقالوي او کالدارې راته راوړي دا يو نيم خو افغانۍ پيژني لا نه.»

دغه دوکاندار هيواد کې د پاکستانۍ کالدارو د مخنيوي يوازينۍ حل لاره په کور دننه بازارونو کې د زياتو افغاني بانک نوټونو ویش او د امريکایي ډالرو لیلام يادوي.

کندهار کې لوی او واړه کاروباریان د کالدارو د بې ثباتۍ له امله هره ورځ د اقصادي اړخه زیان ویني.

ورته مهال بیا یو شمیر صرافان د کالدارو بې ثباتۍ ته خوښ دي او وایي، چې دا په د دې لامل شي چې خلک د کالدارو پرځای افغانیو ته مخه کړي.

د کندهار صرافۍ مارکيټ کې د محمد شريف په نوم يو تن صراف وايي، د پاکستانۍ کالدارې بې ارزښته کېدل به د دې باعث وګرځي ترڅو زيات شمېر هيوادوال د بهرنۍ کرنسۍ پر ځای خپل افغاني بانک نوټونو وکاروي.

دی زیاتوي، د پاکستانۍ کالدارې پر وړاندې افغانۍ څو چنده لوړه شوې او خلک دې ته ليواله شوي څو خپلو افغانیو ته مخه کړي.

نوموړي وویل: «مثبت اغېز خو يې ډېر کړی دی ځکه، که اوس موږ او تاسي وګورو کالداره ډېره خرابه شوې، مثلآ د افغانستان اقتصاد ته چې وګورې افغانۍ اوس ډېره هم پرځای باندې ولاړه ده.»

دی وایي، د طالبانو حکومت د دې پر ځای چې په صرافانو او سوداګر بېلابېلو نوي قوانين عملي کړي بايد د هغوی ملاتړ وکړي او په بازار کې وخت پر وخت امريکايي ډالر لیلام کړي څو افغانۍ تل د کالدارو پر وړاندې خپل پولي ارزښت وساتي.

بلخوا بیا کندهار کې د صرافانو د اتحاديې مسوولين وايي، چې د افغانيو کمښت د دې سبب ګرځېدلی ترڅو د کندهار په بازارونو کې د پاکستانۍ کالدرو چلښت زیات شي.

کندهار کې د صرافانو د اتحاديې مشر قندي آغا وايي، د افغانستان مرکزي بانک بايد د پاکستانۍ کلدارو د مخنيوي لپاره خلکو ته د په زياته کچه افغانۍ ورکړي ترڅو هغوی په خپله د افغانيو کارونې ته مخه کړي.

هغه د بهرنيو اسعارو او په خاصه توکه د پاکستانۍ کالدارو په اړه وويل، د بهرنیو اسعارو زياته استعمال پر افغانيو او داخلي اقتصاد منفي اغېزه لري او د طالبانو حکومت يې بايد په دوامداره توګه مخنيوی وکړي.

ده وویل: «د کالدارې له خرابتيا سره داخل تاجران، صرافانو او ولس ټولو ضرر کړی، ځکه د پاکستان ولس خپله لا ضرر کړی، زموږ صادارت ټول له پاکستان څخه دي نو موږ چې پاکستان ته هر شی وړو هغوی موږ ته کالدارې راکوي، او کوم مهاجر چې له پاکستانه راځي هغوی ټول خپلې سرمايې په کالدارو را انتقالوي.»

صرافان وایي، د افغانیو د ارزښت ساتلو باید دطالبانو حکومت وخت پر خت بازار کې ډالر لیلام کړي.

د اقتصادي چارو کارپوهان د کالدارو بې ثباتي د افغانستان په ضرر بولي

اقتصادي چارو کارپوه مسعود محمدي وایي، چې د ګاونډيو هيوادونو کرنسۍ د هيواد پر کورنۍ سوداګرۍ مستقيمه اغيزه لري او په وينا يې چې د بې ارزښته او بې ثبات کېدو سره يو وخت سوداګر پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

محمدي زیاتوي، کندهار کې د کالدارو ژورې ريښې او بې ثباتي یې د دې ولايت پر سوداګرۍ مستقيمه اغيزه کوي او زيات شمېر کسان ورسره زیان ویني.

هغه وایي، کوم کسانو چې بازار کې یې په پاکستانۍ کالدارو پانګونه کړې او يا يې قرصونه ورکړي تر ټولو زيات ضرر هغوی کوي.

د اقتصادي چارو د دې کارپوه په خبره چې د افغانستان او ګاونډيو هيوادونو ترمنځ د سرحدي پولو خلاص پاتې کیدل د دې لپاره زمينه برابره کړې ترڅو د افغانستان او بيا کندهار بازارونو ته بهرنۍ کرنسي په خپل سري توګه راشي.

د محمدي په خبره چې د هيواد په ټولو لويو زونونو کې د کالدارو زياته کارونه به په راتلونکي وختونو کې د افغانستان مرکزي بانک لپاره نوي او لوی خنډونه جوړ کړي‌.

ده وویل: «که موږ وګورو په کندهار کې هغه مهم او غټ کاروبارونه ټول په کالدارو ترسره کېږي لکه د ځمکو او کورونو خرڅلاو، د موټرونو او داسې نور، بل د افغانستان بانک نه‌ شي کولای چې دا تشخيص کړي چې موږ څومره بهرنۍ کرنسيانې په بازار کې لرو نو د دې تشخيص نه درلودلو په صورت کې د افغانستان بانک هميشه لږې پيسې بازار ته وړاندې کوي او دا پروسه غيرې منظمه کوي.»

د اقتصادي چارو دغه کارپوه د طالبانو له سرپرست حکومت غوښته کوي چې له بهرنيو هېوادونو څخه وارېدېدونکي اسعار سانسور کړي او پر ځای يې په ډېره اندازه افغاني بانک نوټونه توضيع کړي.