هغه پسرلی چې د کوچيانو لښکر سره يو ځای راځي

زهما عظيمي

عيد محمد د لمر د ډوبېدو پر مهال دېوال ته تکيه وهلی مخامخ ناست دی. ښی لاس يې پر سترګو نيولی او لېرې افق ته ګوري. هغه غره ته ګوري چې واورې يې د پسرلي د لمر په تودوخي سره ويلې شوې دي. تر يو څو نورو ورځو پورې د ټولو غرونو، دښتو او درو واورې ويلېږي. د کښت، کار او خوارۍ کښلو وخت را رسېږي. خو د عيد محمد په نظرونو کې د پسرلي راتلو ته د خوښۍ پر ځای انديښنې ښکاري. کله چې مې يې د اندېښنې لامل ترې وپوښت، نو مخ یې ماته راونه ګرځاوه. خپل چپ لاس يې پر سپينه ږيره راتېر کړ او ويې ويل: «کوچيان هم يو څو ورځې وروسته رارسېږي او زموږ قوم ته ژوند سختوي.»

د کوچيانو او د کليوالو مسئله د افغانستان يوه ډېره پخوانۍ کشاله ده. دا مسئله د طالبانو له راتګ سره نوره هم سخته شوې ځکه له کوچيانو سره اوس د طالبانو ملاتړ دی. عيدمحمد چې د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ د نای قلعې د يوه کلي اوسېدونکی دی، په ناهيلۍ وايي: «کله چې کوچيان راشي بيا نو نه زموږ ورځ ارامه وي او نه شپه. ځينې کوچيان د ورځې له خوا په زور خوراک غواړي او ځينې يې دشپې غلاوې کوي. خپلې رمې د خلکو پر کښتونو او څړځايونو څروي د کښتونو تر منځ ګرځي. له همدې وجې ښځې په ارام زړه کښتونو ته نشي تللای.» د وروستۍ جملې په ويلو سره يې آه وکيښ او د خبرو په دوام يې وويل: «حکومت مو هم مرستې ته نه راځي ځکه چې زيات شمېر کوچيان طالبان دي. يوه سپين ږيري کوچي راته وويل چې دوه زامن يې طالبان و او په جګړه کې وژل شوي دي. کشری زوی يې هم په وسله سمبال ګرځي، هغه به هم خامخا طالب وي.»

عيدمحمد يو ځل بيا چوپ شو او خپل ځيږ لاس يې پر ګونجي مخ راتېر کړ. دی اوس شپېته کلن دی او ټول عمر يې په خپل پلرني ټاټوبي کې په کر او کرونده کې تېر کړی دی. د اوبو له کمښت او وچکالۍ څخه شکايت کوي او وايي: «په وروستيو کلونو کې د اوبو کمښت او وچکالۍ خلک تنګ کړي دي. له همدې وجې د کلي خلک اړ شوي چې د چينې له حوضه بيا تر کښتونو پورې پايپ کاري وکړي تر څو همدا کمې اوبه هم ضايع نشي خو کله چې کوچيان راشي پايپونه ماتوي. ځينې وختونه چې کله سهار مهال حوض ته ځو نو وينو چې تش دی. کومې ځمکې چې بايد په همدې ورځ اوبه شوې وای، تر بل نوبت پوري بې اوبو پاتېږي. لنډه دا چې د وچکالۍ او د کوچيانو د لنډغرۍ له وجې ژوند زموږ قوم ته ډېر سخت شوی دی. هيڅ ډول پوښتنه هم نشته.» عيدمحمد يو ځل بيا د اوږد وخت لپاره چوپ او په چورتونو کې ډوب شو.

لمر د ډوبېدو په حال کې و. د ماښام باد هم له هرې خوا را الوتی و او توندې يخنۍ ټول ژوي کړول. عيدمحمد هم پر زنګنو لاسونه کېښودل، له ځايه پورته شو او په ټيټ غږ يې وويل: «د ماښام خوا شوه. ځم چې خپل تور مخ مې د خدای لور ته کړم تر څو په خپله زموږ پر حال رحم وکړي.» زموږ د خدای په امانۍ پر مهال د مسجد له سپيکره هم غږ راووت. د کلي ملا يوه خبرتيا اوروله چې له ښوونځي يې تر لاسه کړې وه: «ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې سر له سبا تر راتلونکو دریو ورځو درسي کتابونه وېشل کېږي. د کتاب اخيستلو لپاره ښوونځي ته راشئ.»

سبا چې کله لمر راوخوت، زده کوونکي په ټول شوق او ولوله د ښوونځي پر لور ولاړل. فرهاد چې د اتم ټولګي زده کوونکی دی، له خپلې خور ناهيد سره د کلي په منځ کې خپلو ملګرو ته منتظر دی. له ده مې د درس او د ښوونځي په اړه پوښتنه وکړه. په سترګو کې يې ولولې له ورايه ښکارېدې، ويې ويل: «زيات خوښ يم چې درسونه پېل شول. له ښوونځي او له خپلو ښوونکو راضي يم. نن ځم او په خير سره خپل درسي کتابونه اخلم.» له ولولو په ډکو سترګو کې يې بيرته اندېښنو څرک وکړ او ويې ويل: «خو هغو نجونو ته مې زړه سوځېږي چې تر شپږم پورته ټولګيو زده کوونکې دي. خدای دې وکړي چې طالبان هغوی ته هم اجازه ورکړي. درس ويل د ټولو انسانانو حق دی. زما په نظر دا ډېره بده ده چې نجونې له ښوونځي محرومې کړو.» ناهيد هم چې د شپږم ټولګي زده کوونکې ده، خپل سر ته يې ټکان ورکړ او د فرهاد خبرې يې تاييد کړې خو په سترګو کې يې د خپل ناڅرګند راتلونکې په اړه اندېښنه له ورايه جوتیده. ايا دا به هم راتلونکی کال له درس څخه محرومېږي؟ واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تر درې ميليونه زياتې نجونې او محصلينې د زده کړې او په زرګونو ښځې په دولتي او غير دولتي ادارو کې له کار کولو بې برخې شوې دي.

له فرهاده مې ښوونځي ته د زده کوونکو د تګ – راتګ د ستونزو په اړه پوښتنه وکړه. له ځنډ پرته يې وويل: «کوچيان مو ښوونځي ته پر لاره ځوروي. خيمې يې د لارې پر څنډه دي او کله چې موږ ښوونځي ته ځو يا هم له ښوونځي کور ته راځو نو خپل سپي راخوشې کوي تر څو مو ووېروي. کله چې موږ تښتو نو هغوی په قهقه خاندي. تېر کال د لومړي ټولګي يو څو نجونو او هلکانو د کوچيانو د ځورونې او د دوی د سپيو له وېري ښوونځی پرېښود.» د فرهاد او ناهيد په سترګو کې په ناڅاپي توګه د هغه شوق پر ځای اندېښنه خپره شوه. په همدې شېبه درې هلکان او دوې نجونې چې د ناهيد او فرهاد همځولې وې په چټکو ګامونو او خندا راورسېدل او ټول يو ځای د ښوونځي لور ته روان شول.

د کلي مشرانو لوري ته ورغلم چې د زده کوونکو د ځورونې په اړه له کوچيانو سره حد اقل خبرې وکړي. حسين‌بخش چې اويا کلن دی په ناهيلي يې وويل: «ورته ويلي مو دي. په وار-وار مو ورته ويلي دي چې د ښوونځي زده کوونکي دې نه ځوروي. سپين ږيري يې يوازې دوې او درې ورځې پام کوي چې څوک زده کوونکي ونه ځوروي، خو وروسته بيرته هماغه درک او هماغه خرک. موږ زور نه لرو. حکومت هم موږ ته پام نه کوي. عذر کوو خو د اوريدنې څوک نشته.» د وروستۍ جملې په ويلو سره اوږدو چورتونو پسې واخيست. ښايي له کوچيانو سره تېري ترخې او خوږې خاطرې ورته يادې شوې وي، خو د ده په وينا پر دې يې فکر کاوه چې د کوچيانو له امله چې له کومو ستونزو سره مخ دي، د کومې يوې په اړه وغږېږي. ده په تريخه لهجه وويل: «خدای مه کړه که وغواړي چې يو څوک ووژني هم څوک د پوښتنې نشته. د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال يې خپله رمه د خلکو پر کښتونو ور پرېيښې وه، خلک له ژونده ستړي شول او له هغوی سره په جنک واووښتل. يوه کوچي پر خلکو ډزې وکړې او يو کس يې ژوبل کړ. په هغه وخت کې هم هيڅ پوښتنه ونه شوه. حکومت ترې ونه پوښتل چې په کوم حق سره هم د خلکو کښتونه خورئ او هم پرې ډزې کوئ؟ دا چې په ډبرو او لرګي به يې ځينې خلک وهل دا خو اصلا نه حسابېدل او که موږ جدي چلند وکړو نو خامخا ډزې کوي.»

د حسين‌بخش د لنډې چوپتيا پر مهال، نورمحمد خپل شکايت راپېل کړ او ويې ويل: «اصلا هيڅوک هم يوازې غره او لېرې ځايونو ته نشي تللای. زه يوه ورځ يوازې غره ته د بوټو راوړلو لپاره ولاړم. دوه شپانه کوچيان راغلل، زما اوبه او ډوډۍ يې وخوړل، ټوکې يې راباندې وکړې او داسې پلمه يې غوښته چې ومې وهي. ما په سلو وېرو ځان ترې خلاص کړ.»

حسين‌بخش بيرته د خبرو نوبت واخيست او ويې ويل: «د طالبانو د هماغې لومړۍ دورې پر مهال، يو کوچي شپون له دوو کليوالو سره جنګ کړی و تر دې چې پر اوښ بار ټوپک يې را اخيستی او پر دوی يې ډزې کړې وې. د خدای رحم و چې مرمۍ پرې نه وې لګېدلې. که پرې لګېدلې وای، چا يې پوښتنه کوله؟ هيچا هم نه.» سلطان‌علي د ده د خبرو په تاييد وويل: «د طالبانو په لومړۍ دوره کې دوو شپنو کوچيانو زه دومره ووهلم چې يوه مياشت بستر وم. شپونکي له خروټي قوم څخه و چې د مني په وروستيو کې له ناهور څخه را روان و او تازه کرل شويو کښتونو ته يې رمه خوشي کړې وه. کله چې ما اعتراض وکړ نو دواړه راباندې راغلل او تر مرګه يې ووهلم. نامسلمانو زما له سپينې ږيرې هم حيا ونه کړه. اې وروره! چاته شکايت وکړو؟ اوس څوک ښه دي. کوچيان هم اوس له اوښ او خره استفاده نه کوي. ډېریو يې د خپلو کډو د وړلو لپاره ټکټرونه اخیستي دي. له همدې وجې سږ کال زموږ سيمې ته يوازې جوري راځي. ډېری خيلونه د جاغوري په منځ کې د ناهور خوا ته ځي او پر همدې لاره بیرته راګرزي هم ځکه چې زموږ له سيمې د ناهور خوا ته د ټکټر لار نشته. پخوا به پنځلس زره کوچي کورنۍ زموږ له سيمې تيرېدلې. د کوچيانو ډېری خيلونه له جوري خيل پرته چې له پخوا ورسره سلام او کلام لرو، زموږ هيڅ شي ته هم پابند نه و. هر څه چې په مخه ورتلل چورول يې او پر خپله مخه تلل.» ټولو د سر په ښورولو سره تاييد او افسوس وکړ.

دا ترخه کيسه د افغانستان د کليوالو د درد يوه لنډه برخه ده چې د خپلو کوچي هيوادوالو له خوا ورته رسېږي. کوچیان چې د هيواد هرې سيمې ته ځي نو يوازې د ځورونې خاطرې تر شا پرېږدي. سلطان‌علي وايي: «د قره‌باغ پښتانه هم د کوچيانو له لاسه تنګ دي خو دا چې زورور دي کوچيان ترې ډارېږي. دا موږ يو چې د کوچيانو له لاسه مو تر ستوني اوبه نه تېرېږي. خدای دې هيڅوک هم په خپل وطن کې نه بې کسه کوي.»

يادونه: د مرکچيانو په غوښتنه د هغوی نومونه په دې ليکنه کې مستعار دي.