کونړ کې د کوچني اختر په مناسبت سیلانیانو ته د لارښوونې ځانګړي ټیمونه جوړ شوي

اطلاعات روز: کونړ کې د طالبانو مسوولین وایي، دغلته یې د کوچني اختر په مناسبت سیلانیانو ته د لارښوونې لپاره ځانګړي ټیمونه جوړ کړي دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس نجیب الله حنیف نن (پنج شنبه، ۳۱ د وري) وویل، چې د کوچني اختر په مناسبت يې د کونړ د نورګل ولسوالۍ په زېړي بابا سیمه کې د سیلانیانو لپاره د هرکلي او هغوی ته د تفریحي سیمو ښودلو په موخه ځانګړي ټیمونه جوړ کړي دي.

نوموړی وايي، د ځينو ولسوالیو د لارو په اوږدو کې يې د لارښوونې په موخه په ښکلو تفریحي سیمو کې معلوماتي بنرونه نصب کړي څو سیلانیان له ستونزې پرته تفریح وکړي.

حنیف زیاته کړه: «سږکال چې کوم سیلانیان د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د تفریح لپاره کونړ ته راځي، نو مونږ ورته د ښه راغلاست لپاره پوره تیاری نیولی او دغه راز مو خپل کارکوونکي ګمارلي څو د کونړ- ننګرهار پر لویه‌لار، زېړي بابا سیمه کې د اختر ورځو کې د سیلانیانو هرکلی وکړي، د کونړ هغه سیمې چې د سېل او سیاحت لپاره مناسبې دي سیلانیانو ته وروښيي»

نوموړی زیاتوي، دغه کار يې کونړ ته د سیلانیانو جلبولو او هغوی ته د ډاډ ورکولو په موخه کړی دی.

کونړ د هیواد په ختیځ کې پروت هغه ولایت دی، چې له طبیعي ښکلا برخمن او تېر کال د اختر په ورځو کې دغه ولایت ته د ۱۵ بهرنیو سیلانیانو په ګډون، له ۳۰ زرو ډېر سیلانیان ورغلي وو.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه