عبداللهيان: د هلمند له سیند څخه د حقابې ترلاسه کولو لپاره ټول انتخابونه تر لاس لاندې دي

اطلاعات روز: د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان ويلي، چې د هلمند له سيند څخه د ايران د اوبو د حق تر لاسه کولو لپاره خپلو ډلييزو هڅو ته تر هغو دوام ورکوي چې خپلې مطلوبې پايلې لاسته راوړي او «د تر لاسه کولو لپاره يې ټول انتخابونه تر لاس لاندې دي.»

امير عبداللهيان دا څرګندونې تېره ورځ (يکشنبه، ۳ د غویي) د ايران د اسلامي جمهوريت د خبري اژانس (ايرنا) د پوښتنې په ځواب کې کړي او ويلي يې دي چې طالبان د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو بر خلاف د هلمند په سيند کې د ايران پر حق اعتراف او ټينګار کوي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير زياته کړې چې د تېر يوه نيم کال پر مهال يې د دې هيواد د ولسمشر ابراهيم رييسي په لارښوونه د ايران د اوبو د حق موضوع په جدي توګه تعقیب کړې ده.

حسين امير عبداللهيان همدا راز ويلي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست امير خان متقي سره  يې د خپلو وروستيو مذاکراتو پر مهال دا موضوع ياده کړې ده. ده تر دې مذاکراتو وروسته ويلي و چې د ايران د اوبو حق به کم نه کړای شي.

ايرنا د امير عبداللهيان په وينا ليکلي: «د مطلوبې پايلې تر لاسته راوړلو پورې هڅو ته دوام ورکوو او د تر لاسه کولو لپاره يې ټول انتخابونه پر ځای دي.»

په همدې حال کې د ايران تسنيم خبري اژانس ويلي، چې تېره ورځ د سيستان او بلوچستان د پنځو ولسواليو يو شمير اوسېدونکو د هلمند له سيند څخه د اوبو د حق نه تر لاسه کولو له وجې اعتراض کړی و او په هامون نومي وچ شوي تالاب کې راغونډ شوي و.

اعتراض کوونکي د ۱۳۵۱ کال له تړون سره سم له هلمند سيند څخه د ايران د اوبو د حق تر لاسه کولو، د کمال خان بند د اصلاح او پر فراه رود د بخش‌آباد بند د نه جوړېدو غوښتونکي دي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير هم ويلي، چې د سيستان خلک پر حق دي او موږ د دې ستونزې د حل لپاره له ډيپلوماټيکې لارې خپلو هڅو ته دوام ورکوو.

افغانستان او ايران په ۱۳۵۱ لمريز کال کې د هلمند سيند د وېش په اړه تړون لاسليک کړی دی.

ايران ادعا کوي چې د افغانستان دولتونو له ياد تړون سره سم د ايران د اوبو حق نه دی ورکړی. خو ځينې کارپوهان وايي، چې ايران په وروستيو کلونو کې تر خپل حق ډېري اوبه له هلمند سيند څخه تر لاسه کړې دي.

افغانستان د هلمند د سيند پر مسير په نيمروز ولايت کې د ۲۰۰ ميليونه ډالرو په لګښت بند جوړ کړی دی. دا بند کمال خان نومول شوی چې کولای شي ۵۲ ميليونه متر مکعبه اوبه ځای کړي او همدا راز ۱۷۴ زره هکټار کرنيزې ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د ۱۴۰۰ کال په وري مياشت کې دا بند پرانيست او په هغه وخت کې يې ټینګار کړی و چې د افغانستان ګاونډيان بايد د اوبو د لاسته راوړنې لپاره افغانستان ته نفت او يا پيسې ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه