انځور: Dawn

«طالبانو له هند سره تر اړيکو ټينګولو وړاندې له جنرال باجوه سره مشوره کړې»

اطلاعات روز: د طالبانو په اړه په يوه نوي خپاره شوي کتاب کې راغلي، چې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وړاندې تر دې چې له هنده غوښتنه وکړي چې خپل ډيپلوماټان او تخنيکي کسان کابل ته ولېږي، د پاکستان له پخواني لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه سره تفصيلي خبرې کړې وې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې ماروين جي وينبام چې په واشنګټن کې د سويلي اسيا د چارو څېړونکی دی وايي، چې د «طالبانو بيا راستنېدنه» (The Return of the Taliban) کتاب «هغه مهمې پرېکړې چې د طالبانو د واک تر لاسه کولو لامل شوي» په ډاګه کوي او د ده په وينا کتاب تشرېح کوي چې دوی د واکمنو په توګه له خپلې سختې ايډيالوژۍ سره د فشارونو په يو ځای ساتلو کې له څرنګه ستونزو سره مخ دي.

دا کتاب حسن عباس ليکلی، چې د واشنګټن په ملي دفاعي پوهنتون (NDU) کې نړيوالې اړيکې تدريسوي. کتاب به د دې اونۍ په پای کې بازار ته وړاندې شي.

ښاغلی عباس ليکي چې کابل ته د هند بيا راتګ «د پاکستان [له موافقې پرته] شوني نه و او پاکستان ځکه داسې وکړل چې غوښتل يې په افغانستان کې د طالبانو لپاره د مرستې يوه لار خلاصه کړي.» نوموړی وايي چې پاکستان د افغانستان د چلولو لپاره د مالي مرستې همدومره هېله لري لکه په خپله طالبان.

کتاب په افغانستان کې د هند ستراتېژيکو ګټو ته اشاره کوي، خو وايي چې هند د روسيې او چين برخلاف د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له افغانستان سره اړیکې پرې کړې.

خو کتاب کاږي چې «هند اوس مهال په جدي توګه خپل موقف بیرته ارزوي او له طالبانو سره په ښکېلتيا او د افغانستان د باثباته کولو لپاره په خپلو هڅو کې د انډول رامنځته کولو هڅه کوي.»

د کتاب په وينا طالبان ځکه له هند سره اړيکې غواړي چې د طالبانو غوښتنه ډېره ساده ده او هغه نړيوال مشروعيت او په رسميت پېژندنه ده. همدا راز د کتاب په وينا طالبان د هيواد چلونې او رغونې لپاره سترو بهرنيو پانګونو ته اړتيا لري چې له هند سره يې امکانات شته.

کتاب په افغانستان کې د جنرال باجوه د اغېز ښودنې لپاره يوه کېسه کوي او وايي، چې د طالبانو د ماليې وزير هدايت الله بدري چې په ګل اغا اسحاقزي هم مشهور دی، د سپټمبر د يوولسمې تر پېښې وروسته د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لوري [په پاکستان کې] ځورول شوی و.

کتاب کاږي چې وروسته متقي «په خپله نوموړی جنرال باجوه ته ورووست او د دوی روغه يې ور وکړه.» د کتاب په وينا «يوازې د جنرال باجوه مثبت تاييد» ده ته دا فرصت ورکړ چې د افغانستان د ماليې وزير شي.

کتاب همدا راز د طالبانو تر واکمنېدو سمدستي وروسته کابل ته د آی ايس آی د مشر فيض حميد پر سفر غږېدلی، او ويلي يې دي چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نوموړي ته سپارښتنه کړې وه چې د پاکستان په سفارت کې پاتې شي خو نوموړي نه وه منلې.

فيض حميد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د کابل په سرينا هوټل کې راښکاره شو چې د چايو پياله يې په لاس کې ده.

کتاب کاږي چې دا انځور پر طالبانو د پاکستان د پراخ نفوذ څرګندونه کوي.

کتاب په افغانستان کې د داعش پر نفوذ هم غږېدلی، او کاږي چې د ۲۰۲۲ کال په می مياشت کې د سي آی اې د مشر ويليم برنز او د آی ايس آی د مشر ډګر جنرال نديم انجم تر منځ غونډه وشوه. په دې غونډه کې د سې آی اې مشر د داعش د پرمختګ په اړه اندېښنه وښودله خو د کتاب په وينا چې «د غونډې په وروستيو کې دواړه لوري جالبې پايلې ته ورسېدل.

دواړو اړخونو موافقه وکړه چې افغان طالبان د متحده ايالاتو ملي امنيت او د افغانستان ګاونډي هيوادونو ته ګواښ نه دي» بلکې داعش يو ګواښ دی.