نسخه

«شفري نسخې»؛ درملنه که سردردی؟

روغتیا وزارت: تېرو ۱۰ میاشتو کې لږ تر لږه شپږو ډاکټرانو سره د «شفری نسخو» لیکلو له امله چلند شوی دی

خبریال: هادي خوشنیوس

ژباړن: بهادرخان رحماني

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو لسو مایشتو کې د دې وزارت د څار یوې ډلې لږ تر لږه شپږ روغتیاپالان د شفري او پېچلو نسخو له امله پېژندلي او د یو لږ وخت لپاره یې له فعالیته منع کړي دي. د عامې روغتیا وزارت د درملو تنظیم ادارې د درملتونونو ارزونې امر سید اسدالله اخلاقي زاده اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې دغه روغتیاپالان نقدي جریمه شوي او ځینو سپارښتنه او ګواښنه ترلاسه کړې ده: «د شفري یا پېچلو نسخو موضوع د ټیم له خوا ارزول او ترلاسه کیږي او تر دوو اونیو هم درملتون او هم معاینه خونې تړل کیږي او د بیاځلي تکرار سره یوه میاشت او دریم ځل تکرار سره یو کال پورې یې فعالیتونه ځنډول کیږي.»

دغه راز د عامې روغتیا وزارت د درملو چوپړونو تنظیم ادارې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې ډېری درملتونونه د اضافه کولو، له اجازې پرته درملو خرڅلاو او د «نوکریوالۍ» نه مراعتولو له امله نقدي جریمه کړي دي؛ له ۳۹۵ زره افغانیو ډېرې له اجازې پرته درملو له امله، له ۳۵۱ زرو ډېرې افغانۍ د اضافه کولو له امله او ۴۵۵ زره افغانۍ د «نوکریوالۍ» له امله.

کابل کې د درملتونونو خاوندان هم اطلاعات روز ورځپاڼې سره خبرو کې وایي، چې د درملو خرڅلاو او د روغتیاپالانو نسخو کې ګډوډیانې زیاتې دي، خو حاضر نه دي چې په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي. هغه لویې ستونزې چې خلک یې لري شفري نسخې او د زیاتو درملو پلورل دي.

کوډي نسخې

کابل کې د یو جلدي روغتیاپال نسخه چې یو فارمسیسټ اطلاعات روز ته رالېږلې وه، لږ تر لږه مې اتو درملتونونو ته وښوده، یوازې دوو درملتونونو وکولی شول چې له پنځه قلمو دوه یې ولولي. د درمل پلورونکو سپارښتنه را ته دا وه چې دا درمل له هغه درملتونه چې ډاکټر یې نسخه لېکلې، واخلم.

هغه فارمسیسټ چې دغه نسخه یې اطلاعات روز ته ورکړې، په توضیح کې یې لیکلي: «دا د جلدي او ښکلا شفري نسخه ده. ما د دې درملو یوازې یو قلم ولوستلی شو، له خپلې دواخانې پرته یې بل څوک نه شي کولی هغه ولولي.»

کابل ښار کې درمل پلورونکي وايي، ډاکټران «غلطې» یا مخففې نسخې او په نسخو کې د درملو سوداګریز نومونه لیکي څو ناروغ یا پېرودونکی یې د همده درملتون ته ورشي. کابل ښار کې د یو درملتون مسوول اطلاعات روز ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط وایي، ډاکټران د شفري نسخو په لیکلو، داسې کار کوي چې ناروغان د دوی خوښې درملتون ته ورشي: «ډاکټر توصیه شوي درمل ناسمې یا داسې لیکي چې و نه شي لوستل کېدی او یوازې یې په هغه کوډ فارمسیسټ وپوهېدلی شي. که یې هغه رمز یا کوډ رسوا شو بیا یې بدلوي. پر ډاکټرانو پورې تړلي ډېری درملتونونه له هغو درملو کار اخلي چې بازار ته نوي راغلي او تیتې شوې نه وي.»

د دې درملتون د مسوول په وینا، د هغو درملتونونو دواګانې چې یو ځانګړي ډاکټر پورې تړلي قیمت یې تر نورو ۶۰ تر ۷۰ سلنې زیات دی: «د بېلګې په توګه د یو ځانګړي شوي درملتون د یوې پېچکارۍ بیه ۶۰۰ افغانۍ خو په نورو درملتونونو کې بیا ۳۸۰ افغانۍ ده او ډاکټران د درملو مخفف لیکي او ورپسې یو افقي لیک کاږي. ځکه چې درمل خطرناکه دي.»

هغه «شفري» نسخه چې اتو درمل پلورونکو و نه شوی لوستی- انځور: اطلاعات روز ته لېږل شوی

درملنه یا سردردی؟

د روغتیاپالانو له شفري نسخو په ځلونو خلکو هم شکایت کړی. هغه تجربه چې ډېریو ته د درملو پر ځای سردردی شوی دی. خلک وایي، د نااړینو درملو خرڅلاو او د ډاکټرانو شفري نسخې ډېرې دي او دولت پرې چندان څار نه لري.

دوه میاشتې وړاندې د یاسین احمدي یو خپل کابل ته د یو ناروغ درملنې لپاره کابل ته راغی او د ملګرو په خوښه د کابل شهرنو یو روغتون ته ولاړ. یاسین وایي، معالج ډاکټر داسې نسخه ولیکله چې ان کابل ښار کې د درملو مرکز «پروان هوټل» کې هم څوک پرې پوه نه شول: «روغتیاپال له ما وغوښتل چې درمل په لومړي پوړ کې واخلم او بېرته یې وروړم، څو یې د خوړلو لار را ته وښیي. کله مو چې نسخه هماغه درملتون ته ورکړه ویل یې چې څلور زره افغانۍ کیږي. له ملګري مې وغوښتل چې دا څو قلمه دوا د پروان هوټل کې اخلو، ډېره به ارزانه وي. پروان هوټل کې مو چې هر درملتون ته ښودله پرې نه پوهېدل، ویل یې، نسخه کوډي لیکل شوې ځکه چې پرته له خپل درملتونه یې، نور روغتونونه او درملتونونه پرې نه شي پوهېدلی.»

یاسین زیاتوي، هغوی اړ شول چې بېرته هغه درملتون ته چې ډاکټر یې ادرس ورکړی و ورشي او د درملتون له کارکوونکي یې وغوښتل چې نسخه روښانه او لوستونکې ولیکي: «فارمسیسټ ومنله او د نسخې په روښانه لیکلو یې پیل وکړ، خو د ده کار ته د یو بل سړي ورپام شو او له ده یې وغوښتل چې د فلاني ډاکټر نسخه دې ګوتې نه وهي او که د درملتون مشر خبر شي له کاره یې ځوابوي. هغه سړی له موږ وغوښتل چې د دې کار لپاره ډاکټر ته ورشم.»

د یاسین په وینا هغوی بېرته ډاکټر ته ورغلل او ترې ویې غوښتل چې نسخه روانه ولیکي، خو د رد ځواب یې واورېد: «لیک مې همداسې دی او وخت نه لرم چې په کې خوشنویسي وکړم او که هر چا هم و نه شوی لوستی بې سواده دی.» یاسین ادعا کوي چې خپل شکایت یې تر عامې روغتیا وزارته ورسوو، خو کوم ځواب یې وانه خیست او بالاخره له ډېرې سردردۍ یې دې ته تن کېښود چې لاړ شي او له هماغه روغتونه په لوړه بیه دوا واخلي.

د هېواد روغتیا او درملنې قانون پر بنسټ د روغتیاپالانو نسخې باید لوستونکې او روښانه وي. د روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې د یاد قانون د تعدیل کار پای ته رسېدلی او د عدلیې وزارت له لوري کابینې ته تللی.

علي جان رفعت چې خپله یې هم تر یو وخته درملتون کې کار کړی له خپلې تجربې یوې کیسه کې د کابل ډاکټرانو له شفري نسخو وایي، ځينې ډاکټران له درملتونونو یا ان له واردوونکو شرکتونو سره یو لاس کیږي: «کله به چې ډاکټرانو ته ورتلو، هغوی به د درملو له کیفیته نه پوښتل. یوازې یې پوښتل چې څومره فیصدي ورکړو چې درمل مو په نسخو کې ولیکي. د دولتي روغتونونو فارمسیسټانو به په خپله موږ ته ویلې چې موږ ډاکټر ته زنګ وهو پلانۍ دوا مصرف او ماښام یې حساب خلاص او خپله فیصدي ترلاسه کړي.»

د عامې روغتیا وزارت وایي، هغه روغتیاپالان چې شفر نسخې لیکي له درې ځله تکرار او خبرداریو ته له نه پام وروسته اوږد مهال لپاره له فعالیته منع کیږي. د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي قوانینو د پلي کولو ادارې مشر عبدالخالد احدي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د پولي تخنیک له ډاکټرانو د یوه قضیه چې شفري نسخې یې لیکلې، کار لاندې ده.»