اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو پولیس وایي، چې د دې ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یوه ۳۰ کلن ځوان جسد موندل شوی دی.
د ارزګان امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند سعدالله ذاهد وايي، چې یاد کس بیت الله نومیده او جسد یې تېره شپه (چهارشنبه، ۶ د غویي) د ترینکوټ ښار د «سېڼاڼو» کلي کې موندل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، چې بیت الله ۳۰ کاله عمر درلود او د یاد کلي په یوه شخصي میلمه خانه کې په ډزو وژل شوی دی.
دی وایي، چې د بیت الله د وژنې په تور یې درې تنه نیولي، خو تر اوسه یې د وژنې اصلي لامل نه دی معلوم شوی.
په دې وروستیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې پټې وژنې، خپلمنځي شخړې او غلاوې زیاتې شوي چې خلک یې په مخنیوي کې د طالبانو امنیتي ځواکونه پاتې بولي.