اطلاعات روز: د هیواد په ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې طالب چارواکي وایي، چې د سږني کوچني اختر په ورځو کې یادو ولایتونو ته د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه شاوخوا ۱۸۰ زره سیلانیان ورغلي دي.
د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون نن (پنجشنبه، ۷ د غویي) وویل، چې د اختر په ورځو کې د دغه ولايت پچیراګام، بټيکوټ، کامې، سپین غر، اچین، خوږياڼي، حصارک او يو شمېر نورو ولسواليو ته ۱۵۰ زره کسان د تفريح په موخه تللي دي.
د بدلون په خبره ولسواليو ته د ډېرو سيلانيانو د ورتګ لوی لامل د امنيت ټينګښت او د دغو سيمو طبیعي ښکلاګانې دي چې کلونه ورته خلک د نا امنۍ له امله نه شول ورتللی.
د نوموړي په وینا پر ولسواليو سربېره، د جلالاباد ښار د سراجالعمارت بڼ ته هم د اختر په شپو او ورځو کې لسګونه زره کسان د تفريح لپاره ورغلي دي.
بلخوا سیلانیان هم په ولسواليو کې د امنيت ټينګښت او په غرنيو سيمو کې یې طبیعي ښکلاګانې هغه څه يادوي چې د ښار خلک ورته په تګ مجبوروي.
عبدالولي له هلمند ولایت څخه د اختر په ورځو کې د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ اړوند « تورې بوړې» سيمې ته له ملګرو سره په چکر تللی و وايي، دا یې لوی ارمان و چې د ننګرهار له غرنیو او په خاص ډول د پچیراګام ولسوالۍ له تورې بوړې سیمې لیدنه وکړي.
په ورته مهال کونړ کې هم چارواکي وایي، چې د اختر په ورځو کې دغه ولایت ته شاوخوا ۳۰ زره سیلانیان ورغلي دي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره د طالبانو د فرهنګ او ګرځندوی امر منیبالله افغان وایي، چې د کوچني اختر په شپو او ورځو کې یې سیلانیانو ته د هرکلي او هغوی ته د لارښونې په موخه ځانګړي ټیمونه هم پر دندو ګمارلي وو.
نوموړی زیاتوي چې د کونړ ولایت دښتې او غرونه زرغون او په پسرلي او اوړي کې ښه هوا لري له دې امله ډېر سیلانیان ورځي.
بلخوا کونړ ته تللي سيلانيان که څه هم د ښکلاوو په لیدو خوښ دي، خو له ځايي مسوولانو د اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.
دوی د طالبانو له ځایي چارواکو غواړي چې د دې ولایت د لارو د رغولو او د سیلانیانو لپاره آسانتیاوو د برابرولو لپاره هڅې وکړي .
فقرالله له کندهار ولایت څخه د کونړ دانګام ولسوالۍ ته په چکر تللی وايي، د کونړ په ډېرو غرنیزو سیمو کې سړکونه خامه دي او نور خدمات هم کم دي.
هغه وايي، دغه ولایت ډېرې ښکلې منظرې او تفریحي سیمې لري خو د سیلانیانو لپاره مناسب خدمات نه دي برابر شوي.
نورستان او کونړ د هیواد په ختیځ کې پراته دوه هغه ولایتونه دي چې له طبیعې ښکلا برخمن دي، نو ځکه خو ورته په دې وروستیو کې د کورنیو سیلانیانو پام زیات شوی دی.
