فاریاب او ننګرهار کې دوه ماشومان اوبو ډوب کړي

اطلاعات روز: فاریاب او ننګرهار کې په دوو جلا پیښو کې دوه ماشومان اوبو ډوب کړي او ژوند یې بایللی دی.

ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې یو ۱۲ کلن هلک د کونړ سیند ته غورځیدلی او له څو ساعتونو وروسته یې خلکو مړی له اوبو را ویستلی دی.

د سیمې یو اوسیدونکی سباوون وایي، چې پېښه نن (یکشنبه،۱۰ د غویي) غرمه مهال رامنځته شوې ده.

د ده په خبره د صدیق الله په نامه یو دولس کلن ماشوم چې اصل کې د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسیدونکی و او د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ ته ماما ګانو کره میلمه راغلی و اوبو ډوب کړی دی.

نوموړی زیاتوي یاد ماشوم د سیند پر غاړه له نورو ماشومانو سره لوبې کولې، چې پرمهال یې سیند ته غورځیدلی او ځایي خلکو یې مړی له دوه ساعتونو وروسته د لعپلورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کونړ له سیند راویستلی دی.

دغه راز فاریاب کې سرچینې خبر ورکوي چې تېره ورځ مازدیکر د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په «سراسیاب» سیمه کې یو ۷ کلن ماشوم د اوبو حوض ته لویدلی او مړ شوی دی.

د فارياب لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه ماشوم سيد نادر نومېده او اووه کاله عمر یې درلود.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د دغه ماشوم مړی د خپل پلار د اوبو حوض کې موندل شوی، چې د نورو معلوماتو لپاره د ولسوالۍ کلینیک ته لېږدول شوی او ډاکټرانو ویلي، چې ماشوم د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.

د ګرمۍ په موسم کې ننګرهار او د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو ورته پېښې رامنځته کیږي، چې لامل یې له اوبو سره د خلکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.