کندهار کې د خوراکي توکو د کيفيت ارزونې او کنټرول لابراتوار پرانستل شو

اطلاعات روز: کندهار کې د زون په کچه د ۲۵۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو د کيفيت ارزونې او کنټرول يو لوی لابراتوار جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د خوړو او درملو ملي ادارې لپاره د طالبانو عمومي ریيس عبدالباري عمر وايي، یاد لابراتوار د څه باندې دوه لکه او ۵۰ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت د دوی د حکومت لخوا جوړ او نن (چهارشنبه، ۱۳ د غویي) ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

نوموړی زیاتوي، له کندهار وروسته به د هيواد په نورو زونونو او له هغه وروسته په ټولو ولايتونو کې د درملو او خوراکي توکو د کيفيت ارزونې او کنټرول لابراتوارونه فعال کړي ترڅو هيواد ته د غير معياري او بې کيفيته توکو د وارداتو مخه ونیسي.

د ده په خبره چې د هيواد په پنځو زونونو کې به د درملو پنځه ستر لابراتوارونه او د خوراکي توکو لپاره به نهه لابراتواراونه جوړ او کټې اخيستنې ته وسپاري.

همدارنګه د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي بیا د دغه لابرابوار د پرانیستې په مراسمو کې خبرداری ورکړ او ویې ویل،کوم سوداګر چې هيواد ته بې کيفيته درمل او خوراکي توکي واردوي له دې وروسته به سخت مجازات او کاري جوازونه به ترې واخيستل شي.

حنفي وویل: «څومره غذايي مواد او ادويه چې په افغانستان کې توليدیږي او يا له بهر څخه راوړل کېږي ټول بايد مکمل په سټنډرډ، برابر وي، هيچاته اجازه نه ورکوو چې بې کيفيته درمل او غذايي مواد افغانستان ته وارد کړي، که څوک دا کار وکړي موږ د هغه جواز ختمو او د يو ملي خاين په سترګه ورته ګورو.»

دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د کندهار سربېره د شاوخوا ولایتونه اوسېدونکي هم د خوراکي توکو له خراب کيفيت او نه معياريتوب څخه شکايت کوي.