د ننګرهار کامې ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو کورنیو بد وضعیت

د ننګرهار په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د وړمې شپې د شدید باران له امله راوتلو سېلابونو د مالي زیان ترڅنګ خلکو ته سخت ځاني زیانونه واړول.

د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی مولوي روح الله یو له هغو کسانو دی چې سېلابونو ترې د کورنۍ څلور کمکي ماشومان واخیستل او لا یې هم د دوه کلنې کوچنۍ لور زینب مړی ورک دی.

نوموړی وایې، سیلابونو یې کور په بشپړ ډول ویجاړ کړی او دغه راز یې د کوچنۍ لور دریمه ورځ پوره کیږي چې جسد یې سیلابونو د خاورو لاندې کړی او اوس یې د کلیوالو په اشر د پیدا کیدو هڅې پېل کړي دي.

نوموړی په خپله هم ژوبل او دغه راز یې میرمن او یوه لور هم ټپیان شوي چې اوس په روغتون کې دي.

مولوي روح الله چې سیلاب یې د کورنۍ څلور ماشومان یې اخیستي دي

هغه وایې، د سترګو پر وړاندې یې د اولادونو مرګ سخت اندیښمن کړی دی.

مولوي روح الله زیاتوي: «زما د کورنۍ څلور اولادونه سیلابونو وړي درې پیدا شوي او د یوې دوه کلنې لور جسد تراوسه نادرکه دی، د کلي خلک ټوله ورځ لګیاه وي په بیلچو او نورو وسایلو په واسطه خاورې په بل مخه اړوي او زما د لوري د مړي د پیدا کیدو په هڅه کې دي خو تراوسه یې هیڅ درک نشته میرمن او لور مې هم  ژوبل شوي.»

نوموړی وایې، سره له دې چې د اوښتي زیان نن دریمه ورځ ده خو ګیله من دی چې ورته مرسته نه ده رسېدلي او هغسې چې لازمه ده لاسنیوی یې نه دی شوی.

ده وویل:«له حکومت او نورو مرستندویه ادارو د مرستو غوښتنه کوو او هم دې له ما سره د کور جوړولو او نورو برخو کې بنیادي مرسته ترسره کړي ځکه زما کور په بشپړ ډول له منځه تللی دی او د سرپناه لپاره هیڅ هم نشته دي دا څو شپې مې له کلیوالو خلکو سره تیرې کړي او راته سخته ده چې کور مې وران وي او زه یې دجوړولو توان نه لرم.»

د مولوي روح الله کور چې سیلاب وړی دی

سېلابونو په کامې ولسوالۍ کې د مولوي روح الله استوګنځای نه بلکې سلګونه نور کورونه هم ړنګ کړي او د ځایي اوسیدونکو په زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې ولاړ فصلونه له منځه وړي دي.

سید ولي شاه د کامې ولسوالۍ د ماما خیلو سیمې یو له هغه بزګرانو دی چې په څلور جریبه ریبل شوي غنم یې اوبو وړي او وایي، د کال خواري یې له خاور سره خوارې شوه.

سید ولي شاه زیاته کړه: «ما په څلور جریبه ځمکه غنم کرلي و او څو ورځې مې مخکې لو کړل تریشل ته اماده و، خو سیلابونه راغلل او زما دلته د زیاتو نورو خلکو په سلګونه جریبه ځمکه یې د غنمو تازه سبزجاتو او نور ولاړ او ریبل شوي فصلونه له منځه یوړل او بزګران یې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ کړل، له حکومت غواړو چې له مونږ سره دې مرسته وکړي.»

کامې ولسوالۍ کې راوتلو سیلابونه حاصل ته رسیدلي غنم هم له منځه وړي دي

د یادې سیمې نورو اوسیدونکي بیا وایي، د طالبانو حکومت دې د دې ستونزې دایمي حل ته کار وکړي.

د بازید خیلو سیمې اوسیدونکی عطاالله وایي، هر وخت دوی ته په شدیدو بارانونو کې زیان اوړي خو حکومت د دوی د ستونزې اساسي حل غمه نه ده کړې.

عطاالله زیاته کړه: «تراوسه پورې نه مرسته شوې او نه مو چا پوښتنه کړې او دغه راز له حکومت غواړو چې د سیلابونو د مخنیوي لپاره دې استنادي دیوالونه جوړ کړي، څو په راتلوونکي کې د دا ډول سیلابونو څخه په امن پاتې شو؛ هر کال سیلابونه راځي او زمونږ حاصل ته رسیدلي فصلونه له منځه وړي چې له امله یې بزګرانو ته زیات توان رسیږي.»

سیلاب ځپلې کورنۍ وایي، تراوسه ورسره هیچا هم مرسته نه ده کړې

سیلابونه نه یوازې د خلکو کرنیزې ځمکې او کورونه تخریب کړي بلکې د کامې ولسوالۍ په میرزاخیلو سیمه کې د چرګانو درې یو فارم هم له منځه وړی.

د یاد فارم مسول احسان الله وایي، چې په همدې ورځو کې یې غوښتل چرګان بازار ته عرضه کړي، چې سیلاب یې پر فارم راغلی او په کې ۸۰۰ چرګان تلف شوي دي.

احسان الله زیاته کړه: «زمونږ په فارم کې شاوخوا ۸۰۰ چرګان چې په همدې ورځو کې مو غوښتل بازار کې یې خرڅلاوو ته وړاندې کړو، خو سیلابونه په فارم راغلي او په کې ټول چرګان یې له منځه وړي او له همدې امله شاوخوا لس لکه افغانۍ مالي زیان رارسیدلی دی.»

راوتلو سیلابونو کامې ولسوالۍ کې د چرګانو یو فارم هم له منځه وړی دی

بلخوا په ننګرهار کې طالب چاراوکي بیا د ګوشتې او کامي ولسوالۍ ترڅنګ په کوز کونړ، لعلپورې، پچیراګام ، سره رود او جلال اباد ښار کې هم د وروستیو سیلابونو له امله خلکو ته د اوښتي ځاني او مالي زیانونو خبره کوي.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو ویاند قاضي ملا عادل وایي، وروستیو سیلابونو په کامې ولسوالۍ کې سلګونه کورنه له منځه وړي او دغه راز یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب کړې ده.

هغه وایي، چې په وروستیو سېلابونو کې په دې ولایت کې ۲۵ تنه ژوبل شوي او د یوې کورنۍ ۴ تنه مړه شوي چې د یوې ماشومې مړی اوس هم نادرکه دی.

عادل زیاتوي طالب چارواکو له مرستندویه ادارو سره خبرې کړي او ژر به له زیانمنو خلکو سره مرستې ترسره شي.

قاضي ملا عادل زیاتوي: «په کامې ولسوالۍ کې دسیلابونو له امله د یو کور څلور ماشومان مړه شوي درې پیدا شوي او یو نادرکه دی او دغه راز ۲۵ نور کسان ټپیان شوي او ۳۵۰ کورنه ویجاړ شوي، لس زره جریبه ځمکه له منځه تللې او په ټول ننګرهار کې بیا ۱۳۲۶ جریبه ځمکه سیلابونو تخریب کړې ده او له مرستندویه ادارو غوښتنه شوې چې مرستې اړمنو کورنیو ته ورسوي.»

د سیلاب له امله رامنځته شوې ویجاړۍ

نوموړی وایي، په ختځ کې د طالبانو ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو طالب سرتیرو لسګونه زیانمنې کورنۍ خوندي سیمو ته لیږدولي ترڅو ورسره په خوراکي او نورو برخو کې مرستې وشي.

د نظر خاوندان هم په دې برخه کې اړونده ادارې ملامته ځکه بولي، چې وایي په ځلونو دا زیانونه تکرار شوي خو د ستونزې د دایمي حل غمه نه ده شوې.

دوی وایي اوس وخت شته چې د راتلونکي زیان د مخنیوي لپاره د بارانونو ځایونه تشخیص او د سېلابونو د مخنیوي برخه کې اقدامات وشي.