اطلاعات روز: د ايران د ملي امنيت د کميسيون او د ايران د استازو مجلس د بهرني سياست غړي محمود احمدي بيغش ادعا کړې چې په دې هيواد کې د افغانستان ۱۰ ميليونه کډوال په هلمند سيند کې د ايران تر حق لس چنده زياتې اوبه مصرفوي. ده ويلي چې افغانستان دې يوازې د خپلو وګړو د کلني مصرف په اندازه «د هلمند سيند اوبه را پرېږدي.»
نوموړي په يوه ټويټ کې له هلمند سيند څخه د دې هيواد د حقابې اخيستلو په تړاو د ايراني دولت پر اقداماتو نيوکه کړې ده.
احمدي بيغش ليکلي: «ښاغلی رييسي! … يوازې دومره بسنه کوي چې ستاسو د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان واکمن په دې وپوهوي چې په ايران کې ۱۰ ميليونه افغان کډوال په هلمند سيند کې [زموږ] تر سهم لس چنده زياتې اوبه مصرفوي.»
ده زياته کړې چې افغانستان بايد حد اقل «د افغانانو د کلني مصرف په کچه د هلمند سيند اوبه را پرېږدي.»
ايراني چارواکي وايي، چې له هلمند سيند څخه د دې هيواد حقابې تعقيب يې لومړيتوب دی.
د ايران ولسمشر ابراهيم رييسي په تازه توګه د انرژۍ او بهرنيو چارو وزيرانو او همدا راز د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړي استازي ته امر کړی چې له هلمند سيند څخه د ايران د اوبو حق دې په جدي توګه تعقيب کړي.