د کابل-جلال اباد دویم لاین سړک؛ طالبان: د جوړیدو وس یې نه لرو

د کابل-جلال اباد د دویم لین سړک د پاتې چارو د بشپړیدو ژمنې په څو ځلي تیر حکومت او هم د طالبانو اوسني نظام کړي، خو د ژمنو سره سره د دغه سړک پاتې چارې نیمګړې او په ټپه ولاړې دي.

د ننګرهار ولایت د سره رورد ولسوالۍ اوسیدونکی ذاکرالله له طالب چارواکو د کابل-جلال اباد د دویم لین سړک د نیمګړو چارو د بشپړیدو غوښتنه کوي او وایي، چې پخوانی سړک کوچنی او ګڼه ګوڼه پرې ډېره ده، چې له امله يې هره ورځ ترافیکي پېښې کېږي او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

ذاکرالله زیاتوي: « د کابل-جلال اباد پخوانی سړک خراب او ډیر زیات تنګ او دغه راز د موټرو تګ راتګ او ګڼه ګوڼه هم پرې زیاته ده، چې له امله یې هره ورځ ترافیکي پېښې رامنځته کیږي او زمونږ زیاتره هیوادوالو ته پکې مرګ ژوبله اوړي؛ نو اوس له  طالبان غواړو چې باید د لویو باروړنکو موټرو لپاره د کابل – جلال اباد پر دویم لین سړک کار شروع کړي.»

د کابل – جلال‌آباد، کابل – تورخم او کابل – لغمان لین د مسافرو وړونکو موټرو چلوونکي هم د لومړي سرک له خرابوالي او کوچني والي شکایت کوي .

دوی وايي، اوس خو طالبان د بشپړ امنیت ادعا کوي او ریښتیا هم د داسې پروژو پر وړاندې خنډ نه لیدل کیږي چې طالبان ولې دغه سړک نه بشپړوي.

شاه محمد د ننګرهار ولایت یو بل اوسیدونکی دی او د کابل – تورخم پر لاره موټر چلوي وايي، له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې پر دغه لاره موټر چلوي او په څو ځلي له ترافیکي پېښې سره مخ شوی.

شاه محمد زیاته کړه: «شاوخوا دیارلس کاله به کېږي چې زه هره ورځ له کابله، تورخم او له تورخمه، کابل ته سوارلۍ وړم څو ځله له ترافیکي پېښې سره مخ شوی هم یم؛ اوس مې دغه یوه کرولا موټر اخیستې که د کابل-جلال اباد دویم لین سړک جوړ شي مونږ به د کار په خوند پوه شوو اوس نو طالبانو ته په کار ده چې باید د کابل-جلال اباد دویم لین سړک جوړ کړي او د خلکو شته ستونزې حل کړي.»

ختیځ میشتي وایي، طالب واکمنانو د کابل ـ جلال‌آباد د دویم لین سړک رغولو په اړه له شاوخوا دوه کلونو واکمنۍ وروسته هیڅ هم نه دي ویلي.

د اقتصادي چارو کار پوه محمد ولي وایي، چې ټولې عایداتي ادارې، وزارتونه، ګمرکونه او نورې مالي سرچینې د طالبانو په لاس کې دي او ورته په کار ده چې د هیواد په داخل کې د لویو لارو او نورو بنسټیزو پروژو د پلي کیدو په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

نوموړی زیاتوي، سره له دې چې طالبان د خپلو کلنیو عوایدو د لوړېدا خبر ورکوي او ادعا لري، چې د چا مرستې او لاسنیوي ته اړ نه دي، باید عملاً ثابته کړي، چې نیمګړې او اړینې پروژې بشپړولای شي.

محمد ولي وویل: «د طالبانو د حکومت شاوخوا دوه کلونه پوره کیږي خو تراوسه دوی د کابل-جلال اباد د دویم لین سړک د پاتې چارو د بشپړیدو په برخه کې هیڅ نه دي کړي او پر ځای د دې چې اوس مهال طالبان زیات عواید لري او ټولې عایداتي ادارې یې په لاس کې دي؛ نو اوس ورته په کار ده چې په هیواد کې بنسټیزې پروژې پلي کړي او د هیواد ابادۍ لپاره کار وکړي.»

خلک وایي، په داسې حال کې چې د هیواد ټولې عایداتي سرچینې د طالبانو لاس کې دي خو بیا هم په نیمګړو پروژو کار نه کوي

د هغه په خبره د دغه سړک جوړیدل مسلکي کسانو ته اړتیا لري، خو طالبان نه د دې کار ظرفیت لري او نه کولای شي، چې ظرفیت لرونکي کسان ځان سره په ادارو کې وساتي.

بلخوا د ننګرهار د ټولګټو چارو ریاست مسوولین د کابل-جلال اباد دویم لین سړک په اړه وایي، چې دا ډول لويې او په نړیوالو لګښتونو تمویلېدوونکې پروژې بشپړول د دوی د وس کار نه دی.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د ټولګټو چارو رییس یارمحمد وایي، په دومره کچه بودیجه نه لري چې د کابل-جلال اباد دویم لین سړک پاتې چارې بشپړې کړي.

نوموړی زیاتوي یاده ستونزه یې له وزارت سره شریکه کړې، خو تراوسه یې ورته د یاد سړک د پاتې چارو د بشپړیدو په اړه قناعت کوونکی ځواب نه دی ورکړی.

یار محمد زیاتوي: «ننګرهار کې زیاتره پروژې نیمګړې دي او له دې جملې یو هم د تورخم-جلال اباد او د کابل-جلال اباد دویم لین سړک دی، چې چارې یې نیمګړې پاتې دي مونږ دومره بودیجه نه لرو چې د یاد سړک پاتې چارې بشپړې کړو او دا ستونزه مو په څو ځلی له مرکز سره شریکه کړې خو تراوسه یې د حل په برخه کې څه ډول چې لازمه ده کار نه دی شوی.»

د کابل – جلال اباد دویم لین سړک په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د اسیا پراختیايي بانک د  ۱۱۱میلیونه ډالرو په لګښت منظور او چارې یې رسماً پیل شوې، خو د شاوخوا ۱۳ کلونو له تېریدو سره لا هم د دغه سړک د جوړیدو چارې نه دي بشپړې شوي.

د ۱۵۰ کیلومترو په اوږدوالي دغه سړک، چې د ننګرهار پر سره رود، شیرزادو، خوږیاڼو او حصارک ولسوالیو غځیږي او د کابل د سروبي، خاکجبار او باګرامیو ولسوالۍ له جلال اباد سره نښلوي.

د کابل – جلال اباد د دویم لین د سړک په ګډون، په افغانستان کې ګڼې نورې ورته پروژې هم د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې نیمګړې پاتې دي.

د دغو پروژو په اړه اندیښنه ده، چې که ژر یې د بشپړیدو زمینه برابره نه شي؛ ترسره شوې چارې یې هم ښایي بیرته ویجاړې او ور باندې شوي لګښتونه ضایع شي.

پر دې سربېره، په داسې پروژو کې حکومتي فساد، ناغېړي او نورې ستونزې هم د یاد شوي سړک د چارو د بشپړولو پر وړاندې مهم خنډونه ګڼل کیدل.

اوس ځایي خلک وايي، چې د بشپړ امنیت د تامیندو په اړه د طالبانو ادعاوو سره، دا ډله باید د دغه سړک د بشپړولو لپاره لاس په کار شي.

باورونه دا دي، چې په افغانستان کې د اسیا د پراختیایي بانک د پروژو ترڅنګ، ټولې هغه پروژې چې د نړیوالو له لورې تمویل کېدې ترهغې  به بې برخلیکه وي، چې د طالبانو رژیم په رسمیت نه وي پېژندل شوی.