ارزګان کې د کرونا مثبتو پيښو زياتیدل؛ پر ۷۵ زره کسانو د واکسين تطبیق پېل شو

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو روغتيايي چارواکي وايي، په دې وروستیو کې دغلته د کرونا ناروغۍ مثبتې پیښې زیاتې شوي چې دوی یې د مخنیوي په موخه پر ۷۵ زره کسانو د دغه ویروس ضد واکسین کمپاین پېل کړی دی.

د دې ولايت لپاره د طالبانو د عامې روغتيا ريیس ډاکټر محمدالله روحاني وايي، تېرو دوو میاشتو کې د کرونا ناروغۍ زور اخیستی چې د ۱۰۰ کسانو ټسټونو کې تر نیمې زیاتې پیښې مثبتې ختلې دي.

نموړی زیاتوي، د کرونا ناروغۍ د کنټرول په موخه یې تېره ورځ (شنبه، ۳۰ د غویي) په ټول ارزګان کې د WHO  سازمان په مالي ملاتړ او د ۱۶۰ کارکوونکو پر مټ د کرونا ضد واکسین ۲۰ ورځنی کمپاین پېل کړی چې یوه دوره یې مخکې هم تطبیق کړی دی.

دی وايي: « تېرو دوه مياشتو کې چې کوم ۱۰۰ ټيسټونه وشول د ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې مثبت راغلل دا په دې معنا چې دې ورستيو کې کرونا زیاته شوې.»

هغه کسان چې تازه يې د کرونا ويروس ضد واکسين لګولی وایي، چې دوی اوس هم د کرونا ويروس له خپريدو ويره لري او زياتوي چې په لېرې سيمو کې دغه ويروس لا هم د خپریدو په حال کې دی.

دوی غوښتنه کوي چې پر ټولو خلکو دې یاد واکسین تطبیق شي.

کرونا ويروس چې په لومړی ځل په چين هېواد کې خپور شو او په ډیرې چټکۍ سره د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسید تر دا مهال یې د لکونو انسانانو ژوند اخیستی دی.