د اوبو پر سر شخړه؛ قاليباف: طالبان دې د ايران او افغانستان په اړيکو کې د يوې جدي ستونزې مخه ونيسي

Tasnimnews

اطلاعات روز: د ايران د استازو مجلس رييس محمد باقر قاليباف له طالبانو غوښتي چې له هلمند سيند څخه د هغه هيواد د حقابې په تأمينولو دې د ايران او افغانستان په اړيکو کې د يوې «جدي ستونزې» مخه ونيسي.

نوموړي نن (يکشنبه، ۳۱ د غویي ) د ايران د استازو مجلس په غونډه کې ويلي، چې د هلمند د حقابې پر سر توافق د افغانستان او ايران د ګاونډيتوب یو عالي تاريخ دی.

قاليباف زياته کړې چې د دې هوکړې بشپړ او دقيق تطبيق د دواړو ملتونو په ګټه او د متقابلو اړخونو د ګټو تضمين کوي، همدا راز «د افغانستان د لوېديځ او ايران د ختيځ د اقليمي، جغرافيايي او ولسي وضعيت» ساتنه کوي.

د ايران د استازو مجلس رييس ټينګار کړی چې د هلمند د حقابې په اړه سترګې نشي پټولی.

ده زياته کړې: «د افغانستان له مسوولينو غواړم چې په دې اړه دې د ايران د اسلامي جمهوريت مثبتې ارادې ته رغنده ځواب ووايي او په افغانستان کې د اوبو کافي زېرمو ته په پام سره دې د دوو هيوادونو تر منځ د جدي ستونزې د را پيدا کېدو مخه ونيسي.»

ايراني چارواکي د حقابې د نه تأمينېدو په صورت کې طالبانو ته اخطارونه ورکوي.

خو طالبان وايي، چې د هلمند د اوبو په اړه د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دي، مګر د وچکالۍ له امله کافي اوبه نشته.

ايراني چارواکي ټينګار کوي چې د اوبو د نشتون په اړه د طالبانو ادعا بايد د ګډ تخنيکي پلاوي له لوري وارزول شي.

په کابل کې د ايران استازي او سفير حسن کاظمي قمي په تازه توګه خبرداری ورکړی چې له هلمند سيند څخه د ايران د حقابې د نه تأمينېدو په تړاو به طالبان ځواب وايي، البته که ثابته شي چې په رښتيا هم د حقابې د ورکړې مخنيوی کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه