via unicef

یونيسف په افغانستان کې تر ۵۰۰ زرو زياتو زدکوونکو ته د زدکړې زمينه برابره کړې

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونيسف) وايي، چې دې سازمان د ټولنې په کچه د زدکړه ييزو ټولګيو له لارې ۵۰۰ زره هلکانو او نجونو ته د زده کړې زمينه برابره کړې ده.

دې بنسټ نن (دوشنبه، ۱ د غبرګولي) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د ډېری نجونو لپاره ښوونځیو ته د تګ دا يوازينۍ لار ده.

يونيسف وايي، چې زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي لپاره په لېرې پرتو سيمو کې د ۱۷ زره او ۶۰۰ ټولګيو ملاتړ کوي.

دا بنسټ وايي چې د مرستندويه بنسټونو په ملاتړ کولای شي په ټول افغانستان کې د زدکړه ييزو ټولګيو شمېر ۲۱ زره ته ورسوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهيسې دې ډلې نجونې تر شپږم پورته ټولګيو ته له تللو منع کړې دي.

دې ډلې بيا – بيا ټينګار کړی چې د نجونو پر زدکړو بنديز دايمي نه دی، د مناسب شرعي چاپېريال تر اماده کولو وروسته به هغوی ته اجازه ورکړي چې ښوونځيو ته ولاړې شي.