کندهار کې د وچکالیو له کبله د کبانو ۵۰۰ فارمونو سقوط کړی

کندهار ته له بهر څخه د کبانو واردات او پرلپسې وچکالیو دغلته د کبانو د فارم لرونکو په کاروبار منفي اغیز کړی او له امله یې څه باندې ۵۰۰ لویو او وړو فارمونو سقوط کړی دی.

د کبانو په دې فارمونو کې وطني او زراعتي ماهيان روزل کیدل چې هر کال يې شاوخوا ۴۰۰ ټنه غوښه د خرڅلاو لپاره بازار ته وړاندې کوله.

کندهار کې د کب روزنې د اتحادیې مسوولين وايي، دوامدارې وچکالۍ، بازارونو ته د بهرني ماهيانو د غوښو راتګ او د برېښنا نشتون د دې سبب ګرځېدلي چې د کبانو نږدې ۱۷۰۰ فارمونو څخه ۵۰۰ فارمونه له منځه ولاړ شي.

په دې ولايت کې د کبانو فارم لرونکی او د کب روزنې د اتحادیې غړی توريالی وایي، د وچکالۍ راتګ، د کبانو د خوراکې نشتون او ګرانیدل د دې لامل شوي چې سلګونه فارمونه وچ او یا وتړل شي.

نموړي وویل: «مخکې به په يوه موسم يعنې اتو مياشتو کې د ماهيانو يوه فارم له ۱۰ څخه تر ۲۰ خرواره غوښه توليدوله، خو اوس يوازې د ۲۰ څخه تر ۵۰ منه توليدوي، پخوا د ۱۷۷۰ څخه بيا تر ۱۷۸۰ پورې د ماهيانو فارمونه موجود وو، تقريبا چې حساب ورته وکړو له ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰ پورې د ماهيانو فارمونه تړل شوي دې.»

کندهار کې د کبانو د روزنې یو فارم چې بېلابېل ډوله ماهیان پکې روزل کېږي او ببا بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کېږي

دغه راز د وطني کبانو د فارمونو مسوولين وايي، اوس مهال په بازارونو کې د بهرني کبانو د غوښو خرڅلاو، د کبانو لپاره د مناسبې خوراکې نشتون او وچکالۍ له امله زيات شمېر فارمونه له تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د کبانو د فارمونو مسوول قيام الدين رحماني وایي، چې د وچکالۍ ترڅنګ د کبانو د امراضو په برخه کې په ښار او ولسواليو کې د کلينیک او لابراتوار نشتون هم د دې سبب شوي ترڅو هر کال د دوی ماهيان له منځه ولاړ شي.

دی زیاتوي: «دا درې کاله کېږي چې د کبانو نرخونه ډېر ټيټ چلېږي، ټکنالوژۍ ته موږ لاسرسی نه لرو ځکه په يو جريب کې موږ ۲زره ماهيان ساتلای شو، د هوا دهي ماشينونو، اکسيجن ماشينونو او د اوبو د تصفيې ماشينونو ته ضرورت شته چې هغه دلته زموږ سره نشته.»

د هغه د معلوماتو له مخې چې په کندهار او شاوخوا ولایتونه کې د «ګراس، ګلپان او کمان کارډ» په نوم کبان ښه وده کوي او د خلکو لپاره يې غوښه اقتصادي هم تمامېږي.

کندهار ته له بهره وارد شوي کبان چې د وطني هغو په پرتله ارزانه پلورل کېږي

په همدې حال کې د کندهار دامان ولسوالۍ کې د کبانو د فارمونو يو بل مسوول حاجي ولي شاه آغا زیاتوي، چې دې ولایت کې د ماهياتو لپاره د ځانګړي مارکېټ نشتون او د وارد شویو کبانو ټیټ قیمت د دوی په کاروبار منفي اغیزه کړې ده.

ولي شاه زياته کړه چې سږکال د نورو کلونو په پرتله شپېته سلنه تر ځمکې لاندې اوبه وچې شوي او دې چارې د کبانو فارمونه اغیزمن کړي چې له امله یې یوازې ده یو لک او ۵۰ زره افغانۍ تاوان کړی.

ورته مهال کندهار کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست لپاره د طالبانو د مالدارۍ امر محمد حامد وایي، تازه یې د همکارو موسېساتو په مرسته د کبانو فارمونو د ملاتړ او ترويج لپاره هڅې پېل کړي دي.

نوموړی زیاتوي، سږکال يې فارم لرونکو ته د کبانو د خوړو، امراضو او اوبو په اړه څو ورځني ټرينينګونه ورکړي ترڅو په راتلونکي خپلې ستونې حل کړي.

حامد وویل: «په کندهار کې موږ ۱۵۲ غټ فارمونه لرو او تر ۱۷۰۰ پورې کوچني فارمونه لرو، نو اوس د کوچني فارمونو سطحه د وچکالۍ له امله ۱۱۰۰ يا ۱۲۰۰ ته راټيټه شوې، موږ کوښښ کوو چې دا فارم لرونکي بېرته پر خپلو پښو ودريږي.»

کندهار کې د طالبانو مسوولین وایي، هڅې یې پېل کړي ترڅو د کبانو فارم لرونکي بیرته په خپلو پښو ودروي

دغه راز د پوهنتون استاد او د چارو کارپوه ډاکټر محمد فهیم وایي، واکمن حکومت بايد د کب روزونکو د پرمختګ لپاره دوی ته د دهلې بند په شاوخوا کې ځمکې ورکړي ترڅو په ښه ډول ماهیان وروزي.

هغه زياتوي چې کندهار کې تردې وړاندې فارم لرونکو ته عامه پوهاوی نه دی ورکړل شوی او د زيات فارمونو کبان په «فنګسي» او نورو ناروغيو له اخته کېدو وروسته له منځه تللي دي.

هغه وویل: «که د ماهيانو فارم لرونکو ته سم پوهاوی ورکول شي نو مرګ مير به يې کم شي، بايد دوی ته ور وښودل شي چې د اوبو پي ايچ څنګه جوړ کړي، کومې سيمې د ماهيانو لپاره مناسبې دي، د افتونو لپاره بايد لازم تدابير ولري.»

ياده دې وي چې په وروستيو کلونو کې کندهار کې خلکو د کبانو روزنې او ترويج ته مخه کړې چې د دې ولايت سربېره يې نورو ولايتونو ته هم غوښې صادرېږي.

د کندهار د مالدارۍ امريت د معلوماتو له مخې چې اوس مهال د کندهار ښار ترڅنګ په ډنډ، دامان، ژېړۍ او ارغنداب ولسواليو کې خلکو د کبانو فارمونه جوړ کړي دي.