ملګري ملتونه: په تېرو درېیو کلونو کې شپږ میلیونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

Oplus_131072

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي، په تېرو درېیو کلونو کې له شپږ میلیونو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي او ګڼ نور هم د بېرته ستنېدو په حال کې دي.

دغه سازمان نن پنجشنبه، د وږي په ۵مه، په «اېکس» کې د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي چې بېرته ستنېدونکي کسان په افغانستان کې د سرپناه له ستونزې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له شپږ میلیونو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړل شوي او د سرپناه ته د لاسرسي لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.

دغه سازمان ویلي: «کافي سرپناه د یوه باعزته ژوند پر لور لومړنی ګام دی. راځئ چې بېرته ستنېدل په یوه نوي پیل بدل کړو، نه په یوې نوې مبارزې.»

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، خوندي سرپناه د بېرته ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بې‌ځایه شویو او د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو کسانو له اساسي اړتیاوو څخه ده، خو په افغانستان کې دا برخه له سختې بودجوي کمښت سره مخ ده.

په افغانستان کې د اوچا دفتر پرون ویلي چې د روان میلادي کال لپاره د بېرته ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بې‌ځایه شویو او د طبیعي پېښو د زیانمنو شویو کسانو لپاره د خوندي سرپناه د برابرولو په موخه له غوښتل شوې ۱۶۰ میلیونه ډالرو بودجې څخه یوازې ۴.۷ سلنه، چې اووه میلیونه ډالر کېږي، برابر شوي دي.

د ملګرو ملتونو د غوښتل شوې بودجې پاتې ۱۵۳ میلیونه ډالرو ته تر اوسه هېڅ هېواد یا ادارې د تمویل ژمنه نه ده کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته